نړۍ

اسلامي دولت ځواکونه د بغداد هوايي ډګر ۱۲ کیلومترۍ کې جګړې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل):  اسلامي دولت  له تېرو څو اونیو راهیسې د عراق په پلازمېنه بغداد چریکي بریدونه پیل کړي وو. وروستي راپورونه وايي چې اسلامي دولت جنګیالي د ابوغریب زندان خواته پرمختګ کړی او د بغداد هوايي ډګر شاوخوا ۱۲ کیلومترۍ کې پراته دي.

د رشیا ټوډی ورځپاڼې د راپور په اساس  اسلامي دولت جنګیالي د ابوغریب زندان ته بیخي نېږدې شوي. ابوغریب  زندان د امریکايي ځواکونو لخوا جوړ  شوی و او د عراقي بندیانو  شکنجې او  په تحقیرولو خورا مشهور دی.

ورځپاڼه د عراقي چارواکو له خولې لیکي چې اسلامي دولت هغه ډول مزایل چې له اوږو څخه ویشتل کیږي او تقریبا په ۱۵۰۰ فوټو کې الوتکې په نښه کولای شي په لاس کې لري.

عراقي ځواکونه د امریکايي پوځي سلاکارانو د مشورو او قوماندو  او د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د بمباریو سره  د اسلامي دولت پر مختګ  پر شا ونشو تمبولی.

د اسلامي دولت د پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې عراقي ځواکونو تېره ورځ سي بي ایس ورځپاڼې ته ویلي و  چې ټولټال ۶۰زره عراقي عسکر او ۱۲ ټیمونه امریکايي پوځي سلاکاران  د بغداد دفاع ته شاوخوا پراته دي.

په عین حال کې اسلامي دولت ځواکونه هم د بغداد شاخوا پراته دي، بریدونه او بمي چاودنې کوي.

ورځپانه زیاتوي چې یواځې بغداد نه؛ عراقي ځواکونو تېره ورځ خبر ورکړ چې انبار ولایت د سقوط په درشل کې دی او له امریکايي ځواکونو يې وغوښتل چې پوځي مداخله وکړي.

امریکايي چارواکو تېره ورځ فرانس پریس اژانس ته ویلي چې د بغداد په لویدیځ کې د بغداد ایالت کې حالات نازک دي. اسلامي دولت پوځي اډې نیولي او د انبار په مرکز رمادي چې بغداد سره په ۱۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی، بریدونه پیل کړي.

سي ان  ان  د امریکا دفاع وزارت د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې په انبار کې عراقي ځواکونو خورا په خطر کې دي.

انبار ایالت کې د عراق تر ټول ستر  ډیم دی، دغه ډیم د عراق د اوبو  او بريښنا ستره زخیره ده.

ډیم اوسمهال  د عراقي ځواکونو په ولکه کې دی او امریکايي ځواکونو څو وار په دغه سیمه کې په اسلامي دولت بمباري هم کړی.

داسې معلومیږي چې اسلامي دولت او عراقي ځواکونه ټول کوښښ په دې کې دی چې انبار سقوط ونه کړي ځکه د انبار ایالت سقوط د بغداد سقوط دی.

همدا راز ځېنو رسنیو لیکلي چې اسلامي دولت په سوریه کې د کوباني (عین العرب) ښار په بشپړه توګه نیولی خو کردان بیا وايي چې تر دې مهاله یې ۴۰ سلنه سیمې نیولي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت په جون کې د عراق دوهو ستر ښار موصل ونیولو او اوسمهال د عراق او سوریه په زیاتو سیمو واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x