افغانستان

دفاع وزارت: د اردو پنځه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزارت مسوولینو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو څلورویشت ساعتو کې په بېلابېلو نښتو کې د اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د اردو عسکرو په کندوز، غزني، روزګان او میدان وردګ کې چاڼیز عملیات پیل کړي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په بمي چاودنو او نښتو کې د اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پخپله ټویټرپاڼه کې لیکي چې « په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ماینونو او نښتو له امله د ملي اردو پنځه تنه عسکر وژل شوي دي.»

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو یواځې د غزني په شلګر کې د اردو څوارلس تنو عسکرو ته د مرګ ـ ژوبلې د اړولو خبره کړې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره ورځ غرمه مهال د غزني ولایت د شلګر په علموالو او اشنونو سیمه کې يې د اردو له عسکرو سره درې ساعته جګړه کړې ده.

ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې درې ساعته برید کې يې شپږ تنه د اردو عسکر وژلي او اته تنه نور مرګوني ټپیان دي.

دسیمې عیني شاهدان وايي چې په پېښه د اردو عسکرو ته درنې مرګ ـ ژوبلې هغوی په غوسه کړل او درې تنه کلیوال يې ځای پرځای شهیدان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x