په منځنې ختیځ کې دبدلون بوړبو کۍ ګرځې…!!

C1-N1دفلسطین اوغزي کلابند مسلمانان دمصر اوسنې پاچا (حسنی مبارک) ته فرعون جدید( نوی فرعون) وايې، هغوئ دامریکا اواسرائل وروسته چې بل کوم درېیم هیوادته زیات ازار او بد دعاکوي هغه مصردی!! مصر د فلسطین په دبي فاع مسلمانانو ټولې لاري او ګودري تړلي ،کومو منصف مزاجو ژورنالستانوچې دمصر درفاع بند ر له لاري څخه غزی ته سفرونه کړي، هغوئ په خپلو یاداښتونو اوراپورونو کې په دغه سرحدی بندر(رفاع) دفلسطین دبی وسوخلکو او په خاصه تو ګه په مظلومو میر منو یې دمصري پولیسو له خوا دکیدونکوظلمونوا ودناوړه سلو ک کوم ژړونکې مناظرقلم بند کړي دهغو لوستل دمسلمان زړه دردوي!

اوداسې حسوي چې شاید په دی بندرباندي ولاړ پولیس به مصر یان نه اسرئل یان وي !!

دتېرې یوې اوونئ راهیسې د فلسطنیانو په اصطلاح د فرعون جدید(حسنی مبارک) په ضد نېږدي ټول مصر یان سرکونواوواټونوته راوتلي !! اوله تونس څخه دانقلاب راالوتې بوړبوکۍ د نیل پر ساحل ګرځې،عنقریب چې دمصراوسنئ فرعونی واکمني   هم دزړی فرعو نی امپراطوری په تسلسل کې دنیل طغیانې څپې له ځان سره لاهو کړي

په شمالی افریقا او منځنې ختیځ کې دي پراخ بدلون اوانقلاب اسرایل اوامریکا دواړه سخت اندیښمن اوورخطا ءکړی، ولي دانقلاب داڅپې له تونس څخه ترمصراواردن غزیدیلی دي ، اوجوته ده چې   دا دریواړه ( تونس ،مصر ،اردن ) بیشکه دمسلمانانو هیوادو نه دي خوورباندی واکمن هغه څوک دي چې دفلسطین دمظلوم اولس په مقابل کې اسرایل ته ترجیح ورکوي!نن په زړه پوري ده چې ددغو دریواړو فاشست اوازاد خیاله واکمنو په ضد مسلمانان پورته شوي اوله واک څخه یې راپرزوي…

که چا ستر ګې دحق لیدلو څخه پټې کړي نه وي څر ګنده ده دری ګونی فاشست پال واکمن ټول عمر دامریکا دبشپړاوپوره ملاتړ څخه برخمن ول…اودهمدي دملاتړپه مټ یې داسلام اومسلمانانوپه خاوره کې داسلامي ذهنیت اودینې مفکوري په خاوندانو قیامت ښکته کړی و…ددیمکراسئ ،ازادۍ او جمهوریت د نامه لاندی داسې حربه اووسله نشته چې هغه یې داسلام اومسلمانانو په ضدنه ده کارولې

په مصر کې دامریکا دګوډاګې نظام په خلاف پیل اوروان پاڅون اولاریونونه په تېزۍ سره د خپل هدف اومنطقی انجام په لورچتک ګامونه اخلی چې دتېري جمعی په ورځ په زرهاوو ځوانانو دمصر دولسمشر دماڼۍ په لو رغزیدلې ټولي لاري کلابند اوتړلي وی، له ډاره یې په هم هغو شیبو کې حسنی مبارک د حکو مت تحلیل اعلان کړ!!

حسنې مبارک د کال (۱۹۸۱ز)نه تردي وخته پرته دکومي وقفی څخه په مصر واکمن دی،بل لورته د ۸۰ ملیونه وګړوپه درلودونکې دي هیواد کې دنیمایې څخه ډیر خلک دفقر اوغربت دحالت څخه هم په بد حالت کې ژوندتېروې اوحسنی مبار ک دی لورته له سره پا نه کاوه او ټول عمریې دامریکا اواسرایل دخوشالولو په موخه مصر کې په اسلامی احزابو اواسلامی ایډیا بندیزونه لګولي و

اګرکه په مصر کې‎ دپاچاهي نظام پرضد دمخالفت بهیرپه ۱۹۵۲زکې پیل شوی وچې له امله یې شاه فاروق وتښتیده اولاړ په اټالیا کې یې پنا واخیسته، له هغه وروسته لو مړی جنرال نجیب په واک باندی قبضه وکړه خو هغه ډیرپه واک کې پاتې نشو او جمال ناصریې دواک تخته نسکوره کړه په ځاي یې خپله(جمال ناصر) د حکومتي چارو واګې په لاس کې واخیستې ، جمال ناصرواقعا څو دستاینې وړ ګامونه پورته کړل چې یودهغو له جملی څخه دسویز کنال دمصر ی دولت تر کنترول لاندي راوستل و ،دهغه وروسته انور سادات دمصر پاچاشو، هغه دامریکا دبشپړ حمایت څخه برخمن و، اودامریکاسره دژورو اړیکو درلودوپه وجه دکیمپ ډیوډشرمونکۍ تړون دهم دهغه په دوره کې لاسلیک شو،چې لږه زمانه وروسته په دي وجه د یولړ رسمې مراسمو په منځ کې دخپل یوه تن ساتو نکې له خوا وویشتل شو او مړشو، دهغه دمړینې وروسته په کال ۹۸۱ زکې حسنی مبارک دیوه دیکتاتوراواميراطور په تو ګه واک ترلاسه کړ

دی تاریخې شالیدته په پا م سره مصر کې داروان وضعیت ډیر حساس دی! اونه دبدلون دا مفکوره ترمصر پوری محدودنده بلکې دعربی نړی په یوشمېر نوروهیوادو کې یې هم علایم ترستر ګو کېږې څو ورځې وړاندي یمن هم دتونس اومصر پشان دورته لاریونونوشاهد و په دی تو ګه اردن چې دتونس او مصر په څېر په منځنې ختیځ کې دامریکا اواسرائل دګټو محافظ ګڼل کېږي شاید دمصر وروسته ډیر ژر هلته هم دبیدارۍ اوویښتابه غورځنګ په یوه طغیانې طوپان بدل شې! هم داشان دشام اوالجزائر دواک خونو ته هم شاید د دي انقلاب شتاب ټکانونه ورکړي

بل لورته امریکا لګیاده او هڅه کوي چې په مصر کې دواک دانتقال په صورت کې دحسنی مبار ک په ځای خپل یو بل نېږدي دوست اومنظورنظر شخص( محمد البرادعی )واک ته ورسوې څو ک چې دملګرو ملتونو داتومي وسلو پېژندل شوی نګران اوڅارونکې ترڅنګ دنوبل جایزي ګټونکۍ هم دی اواوس دحسنی مبارک دولت د مخالف اپوزیسیون ترټولو مخور مشردی، هغه دویانا څخه مصر ته ستو ن شوی اودحسنی مبار ک په ضد احتجاجونه اولاریونونه رهبری کوی له حسنی مبارک څخه په کلکه د واک څخه د لاس په سرکيدو غوښتنه کوي!!

هغه داهوډ هم ښودلی چې دیته اماده دی   (که دمصر خلک وغواړي ) په مصر کې به دعبوري دوری لپاره دواک چاري په لاس کې واخلي ، دتونس په پر تله مصرکې دا یو توپیر شته چې تونس کې پوځ په پوره توګه خاموش و اوصدراعظم هم پخپله دنده باندپاتی و هغه ددولت چاری پر مخ بیولي ، لیکن دمصر حالت بیا یو څه مخدوش اوله تونس سره توپیرپه دي کې لري چې دحسنی مبار ک په مخالفینو کې داسې یو قائد اورهبر څوک ترستر ګو کېږي نه چې دهغه په وړاندي کیدو سره به دواک خلا ډکه شې !البته یوازی یو نو م چې رسنئد هغه نوم ډیر تودیادوی اودغرب منلی شخص دی! ! اوهغه البرادعی دی ..!!.راځئ انتظارشو چې راتلو نکۍ څه وایې…!!  

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د