ټکنالوژي

ټویټر او انسټگرام د لوېدیځ ماشومانو سرگرمي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): امریکا کې یوه سروې ښيي چې له هرو ۱۰ څخه ۹ ماشومان هر ورځ اجتماعي رسنۍ کاروي.

د سروې په اساس ماشومان ډیر ټویټر او انسټاگرام کارول خوښوي. له یادو رسنیو څخه وروسته په درېیمه درجه فیسبوک له استعماله خوند اخلي.

په دغه سروې کې له ماشومانو څخه پوښتنه وشوه چې په اجتماعي رسنیو کې کومه ویب پاڼه استعمالوي په ځواب کې ۷۶٪ ماشومانو وویل چې انسټاگرام د دوي خوښې ویب پاڼه ده.

د ۵۹٪ ماشومان لومړی انتخاب ټویټر وو او ۴۵٪ ماشومانو بیا د فیسبوک شوقیان ول.

د سروې په اساس د فیسبوک ټولنیز حیثیت تر ډیره حده کم شوی؛ ځکه چې شپږ میاشتې مخکې ۷۲٪ ماشومانو فیسبوک خوښاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x