افغانستان

د لوګر چارواکو د لرګيو بازار سوځولی او خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان اړولی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولايت اوسيدونکي وايي، چې د لوګر والي نياز محمد اميري د خپلو پلويانو په هڅه تېره شپه شاوخوا يوه بجه د ولايت مقام ته نژدې د لرګيو بازار ډېره برخه سوځولې او خلکو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان اړولی دی.

ځايي خلک وايي، چې د لوګر والي نياز محمد اميري، چې د استاد سياف نژدې ملګری ګڼل کيږي، د يو شمېر نورو چارواکو په ملاتړ د لرګيو د مارکيټ ځمکه غصب کړې او غواړي، چې د لرګيو خرڅوونکي له دغه ځايه وشړي، مګر ځايي خلک د والي د غصب مخنيوی کوي او په دې اړه يې مرکزي حکومت ته هم شکايتونه کړي، مګر تر اوسه د دغو خلکو غږ چا نه دی اوريدلی.

د لرګيو د مارکيټ يو دوکاندار  حاجي ولي جان نن ټکی اسيا ته وويل، چې پر کومه ځمکه چې د لرګيو بازار پروت دی د لوګر والي نياز محمد اميري غصب کړې او پر خلکو يې په پټه پلورلې او له دوی يې څو څو ځله غوښتي، چې دغه ځمکه خالي کړي او خپل دوکانونه نورو سيمو ته ولېږدوي، مګر دوی دوالي د غصب پر وړاندې مقاومت کوي.

نوموړي دوکاندار زياته کړه، د والي د غصب پر وړاندې د مقاومت له امله والي ګواښ کړی و، چې په هر صورت وي، دوی به له دې خاورې شړي او هغه داسې وشول، چې تېره شپه يې د دوی دوکانونو ته اور اچولی او خلکو ته يې شاوخوا پنځه سوه لکه افغانۍ زيان اړولی دی.

بل پلو د لوګر ولايت وياند دين محمد درويش رسنيو ته ويلي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د خلکو دغه تورونه يې په کلکه رد کړل.

د لوګر ولايت ګڼو ځوانانو او سپين ږيرو له څه مودې راهيسې د والي او شاروال پر ضد احتجاجي ناستې پيل کړي او له مرکزي حکومته يې غوښتي، چې د والي او شاروال پر ضد د ځمکو د غصب قضيې وڅېړي، مګر د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم حکومت د دغو خلکو غږ نه دی اوريدلی.

ځايي خلک وايي، چې که حکومت د والي د غلا او غصب پر ضد جدي ګام وانخلي، نو دوی به مجبور شي، چې د والي پر ضد په خپله اقدام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x