مبارک به ضرور راپرځیږی

goMubarak

دیرش کاله وړاندی په ۱۹۸۱م کال کښی داکتوبر په شپږمه چی مصرجمهور رئیس انور سادات دمصری ځوان خالد اسلامبولی لخوا د فوځی مراسمو په وخت په ګولیو وویشتل شو نو حسنی مبارک یی په ځای دجمهور رئیس د معاون او د وطن دیموکرات ګوند مشر وټاکل شو او بیا د همدی میاشتی (اکتوبر) په څوارلسمه د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو او بیا ترننه په همدی منصب پاتی وه چی د مصر ګڼو اسلامی او وطنی ګوندونو یی د لری کولو هڅی وکړی خو داچی د نوموړی وجود د اسرائیلو او غرب د پاره ډیر مهم وه نو هیچا یی پر ضد څه نه شوه کولای ځکه چی د مصر او اسرائیلو ترمینځ ډیری نزدی اړیکی موجودی وی

  او همدارنګه دمصر او امریکا ترمینځ ورته علاقات موجود وه که د غزی په تړانګه داسرائیلو وروستئ وحشیانه جنګ ته وګورو نو وبه وینو چی همدا مصر او په تیره بیا ظالم حسنی مبارک وه چی د فلسظینی زخمیانو په وړاندی یی خپلی پولی تړلی وی او نور د ژوند اسباب خو پریږده ان چی دوا او خوراک یی نه ورپریښودل چی ډیر ماشومان،زنانه او ځوانان چی د اسرائیلوپه بمباریو کښی زخمیان شوی وه د دوا او شفاخانو د نشتوالی له وجی په شهادت ورسیدل او حتی هغه مرستی چی د نورو موسسو او دولتونو له خوا دمصر له لاری یی غزی ته د وړلو قصد درلود هم دمصری حکومت د انسان ضد ستراتیژیو له وجی پری نه ښودل شوی یواځی دانه بلکه دی ته ورته ډیری داسی نوری پټی معاملی شته چی د حسنی مبارک د نظام او اسرائیلوترمینځ دفلسطینیانو په اړه ترسره شوی بله موضوع چی د حسنی مبارک د لویو جنایتونو نه شمیرل کیږی هغه اسلام ضد ستراتیژی وه چی په عملی کولو سره یی په مصر کښی د اسلام پال (اخوان المسلمین ) په زرګونوغړی شهیدان کړل او یا یی جیلونو ته واچول او تردی دمه هم د مصر جیلونه د اخوان المسلمین به مشرانو او غړو ډک دی.   دی کی هیڅ شک نشته چی د عربی هیوادونو ډیر مشران دهمدی موخي لپاره چی دامریکا او غرب مصلحت تآمین کړی په خپلو ولسونو مسلط شوی او امریکا یی په مختلفو بهانو د قدرت د اوږدولو خواهش لری دلته دامریکا او غرب هغه دوه مخئ سیاست چی د بیان دازادئ او د دیموکراسئ د راوستو دپاره یی پرمخ  روان کړئ ښه روښانه کیږی هغه داسی چی که چیرته ددی لاریونونو دریمه برخه خلک د یو داسی حاکم او نظام په خلاف راوتلی وای چی د امریکا دګټو پرخلاف وه نو اوس به یی په خپلو تلویزونونو او رسنیو کښی شپه او ورځ دنیا ته ښوده او دامریکا خارجه وزارت به ګړئ په ګړئ د حکومت نه غوښتل چی قدرت پریږدی خو د مصر د فرعون پرخلاف چی ټول مصر دڅو ورځو نه له کورونو راوتلئ نو هیځ غوږ پری نه خوځوی ان چی د پاتی کیدو کوششونه یی هم کوی ځکه مصر داسلامی اوعربی نړئ خورا مهم هیواد ده چی داسلامی او عربی نړئ په تیره بیا د فلسطین ډیرمصلحتونه ورپوری تړلی دی او امریکا او غرب هیځکله دانه غواړی چی د مصر په شان مهم هیواد دلاسه ورکړی خو داچی اوس دعربی نړئ ځوانان او زاړه بلکه فرد فرد د خپلو دکتاتور او ظالمو حاکمانو له لاسه تر پوزی رسیدلی او نور یی نشی زغملای نووینو چی یو د بل پسی دچپه کیدو په حال کښی دی نن پرله پسی پنځمه ورځ ده چی دمصر ټول ولس په یوه خوله په مظاهرو پیل کړئ او له حسنی مبارک نه غواړی چی قدرت پریږدی او موقت حکومت اعلان کړی.تیره ورځ دشته فشارونو دکمولو په خاطرچی ګواکی ولس ته دوکه ورکړی جمهور رئیس مبارک موجوده حکومت ړنګ کړ او په ځای یی د آحمد شفیق په مشرئ چی د پخوانی حکومت وزیر وو نوئ حکومت اعلان کړ او همدارنګه یی داستخباراتو پخوانئ مشرعمرسلیمان دخپل مرستیال به حیث وټاکه خو مظاهره کوونکی او په تیره بیا مخالف ګوندونه په دی قانع نه شوه چی دغه سطحی تغیر ومنی بلکه د نظام د ړنګیدو هوډ یی بیا تازه کړ او خپلو لاریونونو ته یی لا زور ورکړچی تردی دمه لاریونونه روان دی چی دمدنی ټولنو غړی ، ژورنالستان ، وکیلان،قاضیان، دالازهردینی مرکز او نور خلک هم ورګډ شول او کله چی دمصر فوځ لارو ته د امنیت د راوستو او دلاریونونو دمخ نیوی لپاره راووتل نو مصری ولس یی دروند هرکلئ وکړ اوداسی بریښیده چی فوځ او ولس یو دبل سره همکاری لری ان چی په ټانکونو باندی دمظاهره چیانو لخوا همدا شعارونه لیکل شوی چی (مبارک به راپرځیږی )نو پورته لاملونه دی چی ویلای شو چی دمستبد او دکتاتور حسنی مبارک شپي نوری په لنډیدو دی که چیرته دخپل ولس مشوره وانه وری او قدرت پری نږدی نو نن ده او که سبا د ولسی طوفان څپی به یی د جمهوری ریاست دیوالونه ور وه نړوی او بیا به دملت ترمحکمی کله هم خلاص نه شی او ضرور به راپرځیږی انشاآلله لیک : صداقت۳۰/۱/۲۰۱۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د