افغانستان

د بلخ امنیه قومندانۍ تر ډله یېز برید لاندې ده

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د تلې۲۰مه، ۱۳۹۳ل): نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د بلخ په مرکز مزار شریف ښار کې د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ته په وسلو سنبال برید کوونکي ننوتلي او په داسې حال کې يې جګړه پيل کړې، چې پولیس د غرمنۍ په خوړلو لګیا ول.

د بلخ امنیتي چارواکي پر امنیه قومندانۍ برید تایید کړی ، خو د نورو جزییاتو په اړه یې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدان وايي، له کابو نیم ساعت راهیسې په سېمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او سېمه د پولیسو تر محاصرې لاندې ده .

د نورو جزییاتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x