نورستان: پولیسو د روغتون ودانۍ پر قرارگاه اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ نورستان ولایت کې ځايي خلک وايي چې پولیسو د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ روغتون تړلی او پر ځای یې قرارګاه جوړه کړې.
دواب ولسوالۍ څو اونۍ وړاندې طالبانو نېولې وه چې وروسته یې بېرته پرېښودله.

په دواب ولسوالۍ کې یواځېنی ۳۰ بستریز روغتون موجود دی چې د ځايي خلکو په وینا د خلکو د ګڼو مشکلاتو او ستونزو سربېره له څه مودې راهیسې پولیسو په کې قرارګاه جوړه کړې او روغتون يې تړلی.

د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په ولسوالۍ کې د روغتون د نشتوالي له امله خلک خپل ناروغان لسګونه کیلومتره لرې د نورګرام ولسوالۍ ته د درملنې لپاره وړي. د دوی په وینا ولایتي ادارې تر دې مهاله د روغتون د بېرته خلاصولو په اړه هيڅ ګام نه دی پورته کړی.

دواب ولسوالۍ کې څه موده وړاندې طالبانو او دولت تر منځ سختې نښتې وشوې او په دغو نښتو کې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ ړنګې شوې چې وروسته دولت روغتون وتاړه او پر ځای يې قرارګاه جوړه کړه. طالبانو څه مودې لپاره دغه ولسوالۍ ونیوله خو وروسته یې بېرته پريښودله.

دواب اوسېدونکي وايي چې دوی د امنیه قومندانۍ او ان ولایتي چارواکو سره هم غږیدلي خو تر دې مهاله ددوی هڅو هيڅ پایلې نه دي ورکړي.

ځايي خلک وايي چې د روغتون د تړل کېدو له امله دوی خپل ناروغان د نورګرام ولسوالۍ او یا هم د لغمان ولایت مرکز مهترلام ته وړي خو د لارو د خرابوالي له امله ځينې ناروغان په لارو کې مري.

د دغې ولسوالۍ د روغتون ډاکتران وايي چې له څه مودې راهیسې يې روغتون کې قرارګاه جوړه شوې او دوی نه پریښودل کیږي چې روغتون ته ورشي.

دوی مني چې د روغتون د نه شتون له امله ځايي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي خو ولایتي ادارې په دې اړه جدي هڅې نه دي کړي.

د نورستان ولایت والي حافظ القیوم هم د دواب ولسوالۍ د روغتون تړل کېدل مني او وايي چې روغتون يې د لنډې مودې لپاره تړلی دی.

دا لومړی وار نه دی چې پولیس په روغتونونو او ښوونځیو کې پوستې او قرارګاوې جوړوي، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد د ګوټ ګوټه داسې راپورونه ورکول شوي چې اربکیانو او پولیسو روغتونونو او ښوونځي تړلي او پر ځای یې پوستې او قرارګاوې جوړې کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د