افغانستان

میدان وردګو کې د اردو په کتارغبرګ بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په سیداباد ولسوالي کې د اردو د مو ټرو په کتار موټربم چاودنه شوې او درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې دغه برید نن له غرمې وروسته شاو خوا یوه بجه د کابل ـ کندهار په لویه د سالارو په سیمه کې شوی دی.

نوموړی وايي چې برید د موټر بم په واسطه ترسره شوی دی او بریدګر خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو د موټرو په کتار کې دننه جنګولی دی.

خوږياڼي د ځاني تلفاتو د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل خو ويې ویل چې د اردو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ټپي شوي عسکر تر روغتونه رسول شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې له برید وروسته په سیمه کې د اردو دوه عرادې ټانګونه تخریب شوي ښکارېدل او دغه لویه لاره لا تر اوسه هم بشپړه د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.

د عطاء الله خوږياڼي له قوله تر دې برید وړاندې هم په دې سیمه کې د طالبانو له لوري د ملي اردو په عسکرو ډزې شوې چې درې  تنه عسکر وژل شوي او شپږ نور يې ژوبل کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دې غبرګو بریدونو اړوند څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې دهېواد په شمال کې د بلخ امنیه قومنداني ته همدا نن ډله سرتېري بریدګرننوتلي دي درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.

یاده دې وي له امریکا سره د امنیتي دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته د طالبانو بریدونه خورا ګړندي شوي دي، چې شنونکي يې د ځاني تلفاتو ټوله پړه د ګډ حکومت مسوولینو پر غاړه بولي. د دوی په خبره که ګډ حکومت له امریکا سره یاد تړون نه وای لاسلیک کړی، طالبانو ته به د جګړې پلمه نه وه پاتې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x