افغانستان

د بلخ پر امنیه قومندانۍ په برید کې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، د بلخ پر امنیه قومندانۍ د ننني ترسره شوي ډله یېز برید په پایله کې لږ تر لږه  ۱۸ امنیتي منسوبینو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بلخ د والي ویاند او د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري د پېښې په اړه خبریالانو ته څرګنده کړه، چې نن غرمه دوولس بجې دوه تنه برید کوونکي چې د پولیسو جامې یې اغوستې او په سپکو وسلو او لاسي بمونو سنبال ول، په داسې مهال کې امنیه قومندانۍ ته په ننوتلو وتوانېدل، چې د قومندانۍ اکثره پولیس د ډوډۍ خوړلو لپاره مېلمستون ته تللي او پر خوراک بوخت وو.

د چارواکو په خبره که څه هم د برید کوونکو کره شمېر لا څرګند نه دی ، خو دوه تنه چې د مېلمستون په دروازه کې يې پر پولیسو ډزې کولې له منځه وړل شوي.

یاد چارواکي مني، چې په دې برید کې دوه پولیس ځای پر ځای وژل شوي او نهه تنه نور سخت ژوبل شوي.

خو د بلخ د روغتون چارواکي وايي، چې دوی ته تر اوسه پورې ۱۸ تنه ټپيان چې پولیس، د قومندانۍ تخنیکي او اداري کارکوونکي هم پکې شامل دي، ور وړل شوي او دا مهال تر درملنې لاندي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په بلخ کې د امنیه قومندانۍ پر انګړ د وسله وال ډله یېز برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی، خو د اوښتو تلفاتو او برید کوونکو د کره شمېر په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د بلخ پر امنیه قومندانۍ دا برید په دې وروستیو کې په شمال کې د طالبانو تر ټولو خونړی او قوي برید بلل کېږي.

بلخ چې د شمال د نورو ولایتونو په پرتله امن ولایت بلل کېږي، په مرکز او امنیه قومندانۍ نننی شوی برید به دغه ښار کې د نورو ورته بریدونو غمازي کوي.

د شنونکو په اند، له کله نه چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي ګډ حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی ، طالبانو یې پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او له دې وروسته یې پر کورنیو او بهرنیو عسکرو حملو او چاودنو ته شدت ورکړی.

د یادولو ده، چې تېره اونۍ د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د اربکیانو سیمه یېز مخکښ مشر هم د طالبانو له لورې په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x