افغانستان

د هرات چارواکي: نهو تنو سرحدي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت چارواکي چې نن ورځ د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې نهو تنو سرحدي عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د دوی په خبره د شینډنډ او کهسان ولسوالي په نښتو او بمي چاودنو کې شپږ تنه سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ویل کېږي نن سهار وختي طالبانو د کسهان ولسوالي په چکاب سیمه کې د سرحدي پولیسو په یوه پوسته برید وکړ او څلور تنه پولیس يې ځای پر ځای ووژل.

د هرات د چارواکو له قوله په ورته وخت کې د شینډنډ پّ کلاته سیمه کې د سرحدي پولیسو په موټر د بمي چاودنې په پایله کې دوه تنه ووژل شول او درې نو ټپیان شول.

طالبانو د دې غبرګو پېښو اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې د دفاع وزارت په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د اردو د پنځو عسکرو د له منځه تلو خبر ورکړ.

یاده دې وي نن غرمه مهال د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سالارو په سیمه کې په غبرګو پېښو د ملي اردو شپږو عسکرو  خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دې سره جوخت د بلخ ولایت په امنیه قومنداني کې هم د ډله ایز سرتيري برید په پایله کې نږدې شلو تنو مرګ ـ ژوبله اوښتې.

وړاندې تمه وه چې د ګډ حکومت له فعالیت سره به په هېواد کې نسبي سوله حاکمه شي، مګر د شنونکو له قوله د کابل او اواشنګټن ترمنځ د منیتي دفاعي تړون لاسلیک دغه وروسته تمه هم له خاورو سره برابره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hashmat

دا خو طالبانو #### دی چی زمونږ د هیواد سرحدی ساتونکی یی شهیدان کړی دی، لدی نه معلومیږی چی دوی په ریښتیا هم د ایران او پاکستان او نورو هیوادونو مزدوران، غلامان او اجینټان دی.طالبانو ته دی الله هدایت وکړی چی د دغه کفری لاری څخه لاس په سر شی او که د هدایت وړ نوی نو خدای د یی پر ځمکه ننباسی.

محمد الغزنوي

الحمدلله چې دغه دانګریزانو چمچه پاکان خو مر دارشول ، الله تعالی دي دغه بې حشمته هم په همدې برخلیک اخته کړي ، الله تعالی دي دطالب جان دماین ښکارکړي هر هغه څوک چې دکفارو اودهغوی ګوډاګیانو ملاتړکوي واورئ تازه خبر ………………………… په الاماره ویب پاڼه کې په زړه پوري خبرمي ولید چې درسره شریکوم یې ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، سرپل کې ددښمن 40 عسکرقتل13 ژوبل 6 اسیران ،15 موټراوټانکونه او ګڼ مهمات غنیمت شوي تفصيل نېټه: دوشنبه, 13 اکتوبر 2014 11:35 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 678 Sare Pol districts دسرپل ولایت له مرکز نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین… نور لوستل »

hashmat

ههههه د طالب د ماین ښکار….. طالب ### ماین له کومه کړ هغوی خو يوه ستن هم نه جوړه کړی نه یی جوړه وی شی او نه به یی جوړه کړی، داسی ووایه چی د طالب د لالا، د طالب ماما او د طالب د کاکا(امریکا، انګلیس، پاکستان او ایران) په ماین برابر شی طالبیزم هغه ### مفکوره ده چی زمونږ یو شمیر هیوادوال، هغه هیوادوال چی د مسلمان د دښمن غلامی ورته پاچاهی شکاری پرته دغه ککړ دی، ### غیر لدی چی زمونږ د وولس هغه مظلوم کسان وژنی چی غیر له خدایه هیڅوک نلری. دوی ځانته طالب وایی؟… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x