افغانستان

اشرف غني: افغانستان له جدي ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي تېره ورځ له امریکايي سناتورانو سره په خبرو کې وویل چې هېواد يې له نړۍ سره جوخت له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی.

په دې خبرو کې چې د ګډ حکومت مرستیالانو هم ګډون کړی و، امریکايي سناتورانو له افغانستان سره د همکارۍ د پیاوړتیا ژمنې وکړې او ويې ویل چې دې حکومت ته افغانان ډېر هیله من دي.

اشرف غني په خبرو کې امریکايي سناتورانو ته وویل چې د افغانستان امنیت خورا مهم دی او د ستراتېژیکې طرحې لپاره ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې نړۍ او افغانستان دواړه له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي چې په له منځه وړلو کې يې باید ژر ترژه یو ګډ ګام پورته شي.

اشرف غني امریکايي سناتورانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د دوی حکومت به په هېواد کې د سولې لپاره یو بنسټ وي.

یاده دې وي ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنو وروسته د راپورته شوي جنجال د له منځه وړلو په خاطر د امریکا د وزیرخارجه، سفارت او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د ګډ حکومت مشر وټاکل شو، چې نوموړي خپل د لوړې له مراسمو وروسته په څلورویشت ساعته کې له امریکا سره امنیتي دفاعي تړون لاسلیک کړ، چې شنونکي يې په هېواد کې د سولې د وروستۍ تمې له منځه وړل بولي.

باید وویل شي چې اوس هم په افغانستان کې زیات شمېر افغانان د اوسني حکومت په خلاف په جګړه بوخت دي، او دا حکومت د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت بولي، او له همدې وجي د هغوی په خلاف مبارزه کوي.

بل اړخ ته طالبانو پخپلو پیغامونو او خبرپاڼو کې پرلپسې پر دې ټینګار کړی چې تر څو په افغانستان کې یو بهرنی یرغلګر پاتې وي د دوی مبارزه به روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x