افغانستان

طالبانو غزني کې یو اربکی قوماندان وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو د یوې پوستې قوماندان تاج محمد او درې تنه نور اربکیان د طالبانو له لورې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي.
د غزني د انړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم دېسيوال تایید کړه ، چې قوماندان تاج محمد  او د هغه یو ساتونکی تېره شپه د طالبانو له لورې وژل شوي.

تاج محمد د ملي پاڅون د وسله والې ډلې ،چې اوس په سېمه کې په اربکیانو پېژندل کېږي او وخت نا وخت د طالبانو له بریدونو سره مخامخ وي، مخکښ مشر بلل کېده او له لومړۍ ورځې راهیسې یې د طالبانو په خلاف په جګړه کې ښکېل و،تېره شپه په داسې حال کې وژل شوی، چې یو بل ساتونکی هم ورسره و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی .
نوموړي تاج په سېمه کې د اربکیانو یو ظالم او بې حیا قوماندان وباله. ده دا هم وویل، چې د وژل شویو کسانو وسله هم دوی ته په لاس ورغلي.
د سېمي اوسېدونکي په دې باور دي، چې اربکیان ، چې د غزني د نورو سېمو په پرتله په لومړي ځل په اندړو ولسوالۍ کې د ملي پاڅون په نامه د طالبانو په خلاف را پورته کړای شوي ول، خو اوس د طالبانو د ګواښونو، خلکو د شکایتونو او بریدونو له ویرې ورځ په ورځ کمزوزي شوي او واک یې هم یوازې تر څو کلیو پورې محدود شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x