د نن سرلیکنه

امنیتي تړون د هیواد پر روان وضعیت کوم مثبت اغیز وکړ؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: د تلې د میاشتې پر اتمه نیټه په کابل کې د امریکا د سفیر ﺟﻴﻤﺰ ﮐﻨﻨکم او د ملي امنیت شوری د سلاکار حنیف اتمر ترمنځ امنیتي سند لاسلیک شو.
د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني له حکومت څخه د امنیتي تړون لاسلیکول د امریکایانو هغه بیړنۍ غوښتنه وه چې یاد حکومت د خپل رسمي فعالیت شروع د همدي تړون په لاسلیکولو سره پیل کړه.

د امریکا او اشرف غني حکومت تر منځ لاسلیک شوي امنیتي تړون د یاد حکومت د پلویانو لخوا د افغانستان د نجات او ژغورنې سند وبلل شو، او داسې تبلیغات ورته وشول چې د دې سند تر لاسلیکولو وروسته به افغانستان په امنیت ، صنعت ، ترقي او پرمختګ کې له امریکا سره سیالي وکړای شي.

ښاغلي اشرف غني هم د تړون د لاسلیکولو پرمهال همدا خبره وکړه چې ((نن مونږ له امریکا سره داسې یو تړون لاسلیکوو چې د هغه پر اساس به کابل او واشنګټن د تړون د مندرجه موادو د پلي کیدو په برخه کې مساویانه مکلفیت لري.
نوموړی وویل چې د یاد سند په لاسلیکولو سره به په افغانستان کې امنیت تأمین شي او افغان لوری به د امریکا د متحده ایالاتو له همیشنیو اقتصادي مرستو برخمن وي.))
اوس چې د تړون له لاسلیکولو دوه اونۍ تیریږي په پلازمینه کابل او د هیواد په ګوټ ګوټ کې امنیتي ستونزې مخ په زیاتیدو دي.

د اشرف غني په مشرۍ نوې اداره له امریکایانو سره د امنیتي تړون په مټ په سمبولیک ډول د امنیت د ښه کولو ، مالي فساد له منځه وړلو او په اداري ارګانونو کې د اهل کار خلګو راوستلو خبرې کوي ، خو په عملي جانب کې هیڅ ځای هم دهیڅ ډول مثبت بدلون نښې نښانې نه تر سترګو کیږي.

په دولتي ادارو کې د فساد مافیا د پخوا په شان مسلطه ده، امنیتي پیښې د کابل په شمول په ټول هیواد کې زیاتې شوې او د ګاونډي هیواد پاکستان لخوا د تړون د لاسلیکولو له نیټې راهیسې تر اوسه پوري هره ورځ بلاناغه (۲۰ ) توغندي د هیواد په ختیځو سیمو توغول کیږي او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.

دا چې د تړون د لاسلیکولو په لومړنیو اونیو کې د تړون تعهدات د امریکایانو لخوا په دا ډول بي اعتنايي تر پښو لاندې کیږي نو فکر کیږي چې د میاشتو په تیریدلو سره به هغه ژمنې چې تش دکاغذ پرمخ د امریکایانو لخوا له اشرف غني سره شوې په کلي توګه غیر عملې بڼه غوره کوي، او دا تړون به یواځې د امریکایانو په ګټه په افغانستان کې د هغوی د بقاء او دائمي اشغال د یوه قانوني مجوز حیثیت غوره کوي.

د دې تړون قانوني قابلیت دلسوکلونو لپاره د اعتبار وړدی، که چیري هغه فسخ نشي نو بیايي د خپلې ۲۶ مادې له مخې قانوني قابلیت دائمي حیثیت خپلوي چې په دې سره به افغانستان په قانوني ډول د امریکا مستعمره بلل کیږي او امریکايي پوځیان او قراردادیان به له هیڅ ډول قانوني تعقیب پرته د افغانستان په هر ګوټ کې هر ډول جنایت ترسره کولای شي.

تر اوسه پوري د تړون له لاسلیکولو څخه هم همدغه محصول ترلاسه شوی چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر ولسي وګړیو د امریکایانو د بي پلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي او نور یې د هیواد پر روان وضعیت په مثبت ډول هیڅ اغیز نه تر سترګو کیږي.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x