د اشرف غني او عبدالله حکومت د تلې پر اتمه لانجمن امنیتي تړون پر حنیف اتمر لاسلیک کړ

د کورنیو چارو وزارت: امنیتي تړون د پاکستان د راکټي بریدونو مخنیوی نه دی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت مني چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان د گډ حکومت له خوا د امنیتي تړون لاسلیکېدا د هېواد پر امنیتی وضعې مثبت اغېز نه دی ښندلی. د دې وزارت چارواکي اعتراف کوي چې په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې د کونړ پر دانگام ولسوالۍ د پاکستان له خوا تر ۷۰ زیات راکټونه توغول شوي دي.

د امنیتي تړون له لاسلیکېدا یوه ورځ وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر کننگهم ویلي و چې د پاکستان له خوا د ورېدونکو راکټونو مخنیوی د دوی د تړون برخه نه دی. سفیر دا هم ویلي و چې دوی د افغانستان د پولو د ساتنې مسئولیت پر غاړه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرگې یو شمېر وکیلانو گواښ کړی چې که د امریکا متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی تړون د پاکستان د راکټونو مخه ونه نیسي، نو دوی به تړون لغوه کړي.

دغو سناتورانو پر واشنگټن نیوکه کړې چې د دغو راکټ توغولو په تړاو ولې غلی دی. دوی وايي د پاکستان له خوا د راکټ ویشتلو ستونزه به ولسمشر اشرف غني سره شریکه کړي.

که څه هم دغو سناتورانو د تړون د لغوه کېدا گواښ کړی؛ خو په تړون کې ویل شوي چې که هر لوری غواړي تړون لغوه کړي، نو دوه کاله وړاندې دې مقابل لورې ته خبر ورکړي. اوس که چېرې افغان حکومت د دې تړون نه اغېزمنتوب ته پام وکړي او وغواړي چې لغوه یې کړي، نو باید دوه کابل انتظار وکړي تر څو تړون لغوه شي.

د چارواکو په وینا د تلې میاشتې په اوږدو کې تر ۲۰۰ پورې راکټونه ویشتل شوي دي. یعنې هره ورځ په اوسط ډول پاکستان لس راکټونه توغولي دي.

د تړون د لاسلیک پر مهال د ډېری کارپوهانو باور دا و چې دا تړون د افغانستان امنیت نه شي تضمينولای. مگر د اشرف غني او عبدالله عبدالله نوي ایتلافي حکومت بې له ځنډه دا تړون پر نوي ملي امنیت سلاکار لاسلیک کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د