نظــر

افغان حکومت ته ښايي د خپلو مهاجرینو غم وخوري

لیکوال: سلیمان غلجی

د پېښور ګورنر ښاغلي سردار مهتاب تېره ورځ د خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د وزيرستان بې ځايه شوي کډوال د افغان حکومت لخوا تشويقيږي چې له ډيورنډ کرښې هاخوا واوړي او د خوست کېمپونو ته ځان ورسوي؟، وويل چې، افغان حکومت ته په کار دي، چې لومړی د خپلو مهاجرینو غم وکړي ، ځکه دغه کډوال له تېرو شپږ ديرشو کلونو راهیسې پاکستان کې دېره دي، چې حکومت او اولس يې دروند بوج په سر اخيستی .

دوی بايد له هغو پرېمانه مرستو چې لوېديځو هېوادو په هره برخه کې ورسره کړې ، تر ټولو مخکې د خپلو مسافرو او بې کوره هېوادوالو پالنه کړې وای او په هر صورت يې هغوی خپل کلي و کور ته را ستانه کړي وای .

په واقعیت کې د پاکستاني چارواکو دا خبرې بالکل يو مهم حقيقت دی او بايد چې افغانان دې واقعيت ته ځير شي او مناسب حل يې راوباسي . رښتيا هم او اصولاً هم بايد هر څوک لومړی د خپل کور پالنه وکړي او بيا وروسته د نورو مرستې ته ور ودانګي.

نو که افغان حکومت رښتيا هم خپلو خلکو ته خدمت کولای، نو د دوی په وينا د ديموکراسۍ د زرينې دورې تېرو ديارلسو کلونو کې خو به يې لږ تر لږه د خپلو مهاجرینو او کډوالو په اړه کوټلي ګامونه اخیستي وای ،او په دې سره به یې د هغوی لپاره واقعاً د کور و کلي ودانولو کې پوره مرسته کړې وای ، د کار او روزګار زمینې به یې ورته برابرې کړې وای او د هغوی د بچيانو د تعليم او روزنې څه چاره به يې کړې وه . که د رسنیو رپوټونه سم وګڼو نو رښتيا هم داسې معلوميږي چې بې درکه ډېرې پيسې افغانستان ته راغلې او خدای خبر چې بيا به دې خاوره کې دومره پيسې څوک په خوب هم وويني .

په سلګونو مرستندويه ادارې او د اته څلويښتو هېوادو له عسکرو سره جوخت د پي آر ټي ادارې چې د بيا رغونې چارې يې پر مخ وړلې او په دې توګه په لسګونو نور مدرکونه ول، چې حساب کتاب يې ډېر مشکل دی خو په ټوله کې دا واړه خلکو ته د مرستو رسولو په چارو لګيا وو .

خو له دې هر څه سره سره بيا هم چا د مهاجرینو ستونزه حل نشوه . دلته يقيناً پوښتنه را پورته کېږي، چې ولې افغان حکومت په دې معامله کې څه لېوالتيا نه ښيي ؟ ښايي په دې کې د کابل اداره ډېر حکمتونه او مصلحتونه ولري؛ خو څه چې موږ ته ښکاري هغه دا ده چې دوی ځکه د پاکستان له حکومت او د ملګرو ملتو له اړونده ادارو پاکستان کې مهاجرینو ته د وخت زياتولو او هلته پاتې کېدلو هيلې او غوښتنې کولې چې اصلاً يې افغان مهاجر نه خوښېدل او نه یې غوښتل چې بېرته یې را ستانه کړي، د کابل مرکزي حکومت کې د يو خاص انحصاري فکر يوه ټولۍ واکمن دي. متاسفانه، چې له تېرې زياتې مودې راهيسې د مهاجرینو او را ستنېدونکو د چارو وزارت هم د همدې تنګ نظره کړیو په ولکه کې دی، نو ځکه د هغو مهاجرو معامله نوره هم ځنډنۍ شوه چې پاکستان کې دېره دي .

ځکه پاکستان کې زياتره د هېواد جنوبي او ختيځو سيمو هغه کډوال اوسيږي چې د روسانو د يرغل پر مهال ډېر زيات ځپل شوي . په دغو کډوالو کې اوس غټ شمېر ديني علماء ، انجينران ، ډاکټران ، معلمان او ښه لوستي خلک شامل دي، چې که هېواد ته راستانه شي نو يو خو به نوموړې سيمې ودانې شي او بل دا چې حکومت کې به هم ډېرې څوکۍ اشغال کړي چې دا کار د کابل تنګ نظره انحصاري ډلې ته د زغملو نه دی .
همدا لامل دی چې هغوی تل په دې هڅه کې دي چې پاکستان کې د افغان مهاجرینو د اوسېدو موده لا زياته اوږده کړي .

له بلې خوا ښايي لوېديځوال هم فکر کوي چې هېواد ته د زياترو اسلامپالو راستنېدل به دهغوی د ديموکراسۍ مزل يو څه ټکنی او له ستونزو سره مخ کړي؛ نو ځکه غوره بولي چې افغان مهاجر دې همداسې پاکستان کې استوګن پاتې وي . په همدې دليل امريکا او ملګرو يې په تېرو ديارلسو کلونو کې هيڅکله هم د مهاجرو ستنولو په موخه څه خاصه پانګه بېله نه کړه ، يوازې هماغه د ملګروملتو خپل پروګرام سره سم چې څه ټاکل شوي د مهاجرینو په ستنولو کې مصرفيږي چې د ډېر کم مقدار مرستې دي . لنډه دا چې واقعاً دا د افغان حکومت تر ټولو مهمه دنده او مسؤلیت دی، چې لومړی د خپلو مهاجرینو غم وکړي .

دا ځکه چې د هېواد امنيت ، پرمختګ او سولې راوستو کې د مهاجرینو ستنېدل خورا مهم رول لري، نو که زموږ چارواکو سره د خپل هېواد د راتلونکي څه غم وي ، بايد چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي . خو د افسوس خبره ده چې څومره د وزيرستاني کډوالو په مسأله کې حکومت لګيا دی او منډې ترړې وهي ، د خپلو مهاجرینو غم کې يې د دې دریيمه برخه هڅه هم نه ده کړې .

چې طبعاً يو غير منطقي او غير اصولي کار دي . له بلې خوا پاکستان چې هر څنګه وي، بيا هم دومره توان او وسايل لري، چې د خپلو بې ځايه شوو خلکو پالنه پرې وکړي . نو خدای دې وکړي چې د پېښور د ګورنر پېغور زموږ پر حاکمانو اغېز وکړي او نور په دې هکله غفلت د پای ټکی کښېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x