نظــر

د نوبل جايزه د پښتنو اعزاز او که د امريکايي جګړې برخه!؟

 ليکوال: خپلواک جرس

که ملاله د يوې پښتنې زدکوونکې زنانه او ياماشومې په توګه د پاکستان کراچۍ ښار کې د پښتون ضد غورځنګ (ايم کيو ايم) په هدفي وژنو کې ويشتل شوې وای نو چا به يې ترننه نوم هم نه وی اخيستی؛ ځکه چې د دې قاتلې ډلې مشر او لیډرشيپ په لندن کې د لويديځو استخباراتو په سيوري کې ميشت دی.

که دغه پښتنه تورسرې د امريکا په ډرون بريد کې لګېدلې وای او يا هم د امريکايي ځواکونو لخوا د شپې په کومه چاپه کې امريکايي سپيو داړلې وای، نو نوم به يې د مظلومانو پرځاي د غليمانو په لیست کې راغلی وای او د يوناما په بشري راپور کې به هم نه وای درج شوی؛ ځکه چې لويديځ د مسلمانانو او اسلامي امت پرضد په جګړه کې ښکيل دی او په دې جګړه کې چې ګيدړه هم ددوي په ملاتړوه انګولي، نو زمري ترې جوړوي اوډول ډول انعامات ورته ټاکي.

که د علم او تعليم خبره وای نو په پاکستان کې د ګوتو په شمار ښځي په ساینسي علوموکې د عافيه صدیقي په څير وړتيا لري.

ډاکټرعافيه صديقي د تعليم لپاره بوخته وه اوسکولونه يې چلول خو يواځي د اسلامي فکر د لرلو او خپرولو په تور د هغې د ځوانۍ ګلاب د وحشي امريکايي عسکرو په لغتو کې پاڼې پاڼې شو!

چيرته د سيانس ډاکټره مسلمانه مفکره عافيه او چيرته د سي ای اي د مامور لور د اتم ټولګي شاګرده ملاله!

د اسلام اباد په حفصه مدرسه کې د ملاکنډ، سوات، دیر او باجوړ په سلګونو ۸ کلنې او ۷ کلنې پښتنې ماشوماني چې د قران په درس يې سرونه خوځول، تنکۍ خولې يې په وينوډکې شوي.

واړه واړه پړوني، سکارپونه اوحجابونه يې په وینو سره وموندل شول، نازک جسدونه يې په نامعلومو ډیرانونو کې د کورنيو په ناخبري کې خاوروته وسپارل شول، خو په ټوله غربي نړۍ کې يې کومې بشري ټولنې يادونه قدري هم ونکړه، بلکې ټول غرب د اعمل استقبال کړ.

همدا تنکۍ وینې وې، چې د جګړې له تصوره ليري د جومات امام يې د قران له درسه راولاړ کړ او د دغه معصومو پښتنو وينو د کسات فکر هغه هيجانی کړ.

مولانافضل الله په دومره ستره فاجعه خاموشي د يو دينداره پښتون ملا او مشرپه توګه بيغرتي وګڼله ، د خپل دين اوقام سپکه يې وګڼله، نوريي خپل ضمير ته قناعت نشوای ورکولای.

د ملالې پلار د سي ای آې د يوه مامور په توګه د سي ای اي په نقشه ولاړ او دغه ډرامه يې سټيج کړه، اوس ځيني ناخبره پښتانه وياړي چې ګنې يوې پښتنې ته نوبل جايزه ورکړل شوه.

دا جایزه نه د پاکستانيانو د اعزازلپاره ده اونه د پښتنو. بلکې دا په سيمه کې د امريکايي جګړې يوه برخه ده.

د دې جایزې لپاره سي ای اي د خپل پلان له مخي دوه کاله مخکي وړاندوينه ياخبرداری په ډاګه کړی و.

د لويديځ مقتدره ميډیا چې کله هم وغواړي نو د خپلو یرغليزو او استخبارتي پلانونو د عملي کولو لپاره د دریمي نړۍ يوشمېر بي شعوره اوغلام فطرته خلګ ډیرژر په جوش راولي، يو پر بل يې ووهي او آن انقلابونو ته يې وهڅوي.

د لويديځ لخوا د نړيوالو جايزو په نوم انعامات د ځانګړو موخو لپاره دي.

په دې حقايقو هغه څوک پوهيږی چې په دي اړه د ژورې مطالعې اوڅيړنې خاوندان وي.

هغه څوک پرې نه پوهيږي چې تش د لويديځې ميډیا ړانده پیروان وي.

يو وخت د ساينسي علومو په برخه کې يوه نړيواله جايزه د پاکستان ډاکټرعبدالسلام ته ورکول شوه خو تر ده ستر ساينسپوه د اتوم بم جوړونکي ډاکټرعبدالقديرخان ته ورنکړل شوه؛ ځکه عبدالقدير مسلمان و او عبدالسلام قاديانی.

لويدیځ غوښتل چې نامسلم سايسندان د پاکستان په منځ کې محبوب کړي.

ملالې د يوې ځوانې جلکۍ په توګه په لويديځ کې تازه قدم ايښی،له خپل دين اوکلتوره سره يې مخه ښه کړې، لويديځ ورته ډيرپه زړه پوري ښکاري، ملاله د اقصی محمود، خديجې او يوسرا حسين په څېر د سلګونو ځوانو لويديځ ميشتو مسلمانو ښځو غوندې نده، چې د لويديځ له اسلام ضد پالیسيو او ټولنيزو مرداريو خبرې دي او له همدې امله يې لويديځ پوهنتونونه پرايښي دي او اوس يې د عراق اسلامی دولت سره ديوځای کيدلو او د لويځ پر ضد د جګړې کولو پريکړه کړې ده.

که څه هم د يوې تعليم يافته زنانه لپاره دا ډيره ګرانه پريکړه ده، خو کله چې يو مسلمان انسان د لويديځ ټولنيزي مردارۍ وويني او له مسلمانانو سره د لويدیځ پټه کرکه او د ښمني درک کړي، نو چې لږ يې هم ضمير ژوندي او ايمان تازه وي، همداسې پريکړې ته اړ کيږي.

د بي بي سي د خبر له مخې عراق ته تللې ماليزيايي ډاکټره خپلې کورنۍ ته په پيغام کې ليکي” ستیتوسکوپ مې پرغاړه او کلاشنیکوف مې پر اوږه. شهادت مې تر ټولو لوړه هیله ”

يوه باعفته، باضميره او مسلمانه ښځه هم د يو رښتیني مسلمان نارينه په څېر د عفيف ژوند په لټه کې وي او د دې ډول ژوند لپاره يو چوکاټ ته اړتيالري، چې هغه چوکاټ يې دخپلو اعتقاداتو اومعقول کلتور په دیوالونو ولاړ وي. دغه ډول با وجدانه انسان ته چې کله داډول چوکاټ نه وي، نو هغه بيا له دې ډول ژوندونه يوه با ايمانه مرګ ته هم ترجيح ورکوي.

په افغانستان کې دکمونيستي رژيم له سقوط نه وروسته ډيرکمونستان مسکوته په کډه لاړل.

په دې کې پښتانه خلقيان او پرچميان هم وو.

دا وخت روسيه له اقتصادي پلوه وځپل شوه؛ کمونيستي سستم ضربه وخوړه؛ دولتي معاشات محدود شول اوپه دې کې افغاني کمونستانوته هم کوپونونه ورکول بندشول، په همدې وختوکې مي له بي بي سي يو راپور واوريد: چې په مسکو کې د کډوالو افغانانو يو شمېر ښځو جسم فروشي ته مخه کړې،د دې خبر په اوريدو مي غوږونه درانه شول،خو چې فکر مې وکړ علت يې بيرته د اعتقاد او کلتور نه لیروالی دی.

همداسي حالت د امريکاله اقتصادي ضعف سره هم ممکن دی،اوس هم د امريکايي ځواکونو د يوشميرهغو ترجمانانو او جاسوسانو لخوا چې په امريکا کې يې پناه اخیستي يو شمېر شکايتونه رسنيو خپاره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x