fbpx

خپل شاګرد ته د امام بوحنیفه وصیت- دولسمه برخه

لیکوال:  حامد افغان

د ناروغ پوښتنې اداب

4- د ناروغ پوښتنې څلرم ادب په ناروغي باندي د صبر د اجر او ثواب یادونه ده، انسان ډیر کمزوری او لیږځواکه دی کله چې ناروغ هم شي لا کمزوری شي نو په ناروغي باندي صبر ورته سخت شي او ناروغي هغه مهال طهور او پاکوونکې ده چې صبر پرې وکړل شي بناءً د ناروغ د پوښتنې په مهال باید ناروغ ته په ناروغي د صبر اجرونه او ثوابونه بیان سي او د صبر د اجرونو تفصيلات قرانکریم بیان کړي دي لکه: ” وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (155) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156) أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ (157) سورة البقرة . ژباړه: او خامخا به تاسو زه په یوڅه ویره، لوږه او د مالونو، نفسونو او میوو په کمښت وازمویم، او صبر کوونکو ته زیری ورکړه، هغه چې کله مصیبت ورته ورسیږي ووایي: بېشکه موږ د الله په واک کې یو او موږ به هغه ته ورګرځو، دوی هغه دي چې په دوی باندي د دوی د رب له لوري برکتونه او رحمتوته دي، او دوی په سمه لاره روان دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: مسلمان ته چې هره ستونزه، ناروغي، درد، غم او تکلیف رسیږي آن که ازغی یې په بدن خښیږي؛ الله به يې په دې سره خطاوې بښي. عنْ أَبي هُرَيْرَة ، عَنِ النَّبِي صلى الله عليه وسلم ، قَالَ:مَا يُصِيبُ الْمسلِمَ مِنْ نَصَب ، وَلاَ وَصَب ، وَلاَ هَمِّ ، وَلاَ حَزن ، وَلاَ أَذىً ، وَلاَ غَمّ ، حَتى الشوْكَةِ يُشَاكُهَا ، إِلا كَفَّرَ اللهِ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ.أخرجه أحمد 2/303(8014و “البُخَارِي” 7/148(5641 و 5642) ، و”مسلم” 8/16(6660) .

په بل روایت کې راغلي انس بن مالک رضی الله نه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې الله بنده په کومه ناروغي مبتلا کړي، الله ملایکې ته ووایي: ده ته هغسي صالح عمل ولیکه چې ده به (د روغتیا په حالت کې) کاوه، که له دې ناروغي نه روغ شي الله یې ګناهونه ومينځي او پاک یې کړي، او که مړ شي الله یې ګناهونه وبښي او رحم پرې وکړي. وعَنْ سِنَانِ بْنِ رَبِيعَةَ ، أَبِي رَبِيعَةَ ، قَالَ : سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:إِذَا ابْتَلَى اللَّهُ الْعَبْدَ الْمُسْلِمَ بِبَلاَءٍ فِي جَسَدِهِ ، قَالَ اللَّهُ لِلْمَلَكِ : اكْتُبْ لَهُ صَالِحَ عَمَلِهِ الَّذِي كَانَ يَعْمَلُهُ ، فَإِنْ شَفَاهُ ، غَسَلَهُ وَطَهَّرَهُ ، وَإِنْ قَبَضَهُ ، غَفَرَ لَهُ ، وَرَحِمَهُ. أخرجه أحمد 3/148(12531) و”البُخَارِي” ، في (الأدب المفرد) 501.

5- زیات نه کښېناستل، د ناروغ له ادابو یو مهم ادب د هغه د پوښتنې په مهال له هغه سره کمه ناسته ده، متاسفانه دا ادب نن زیات خلک نه مراعتوي او چې مریض ته ورشي په ساعتونو ناست وي مجلسونه کوي او د ناروغ د اړتیاو، ناروغي او کوروالو حالت ته هیڅ فکر نه کوي، او دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت خلاف او ناسم کار ده، په حدیث کې راغلي چې د ناروغ د پوښتنې غوره طریقه د هغه خواته کم وخت تیرول دي په حديث کې “فواق ناقه ” راغلي دی او دا دومره وخت ده چې د اوښې د لوشلو په مهال د کم وخت له پاره د هغې لوشل ودرول شي بچي یې ور پرېښودل شي هغه یې لیږ وروي اوښه شیدې پرېږدي او لوشونکی بیا لوشل پیل کړي همدې کم وخت ته ‘فواق ‘ وایي د ناروغ پوښتنه باید دومره کم وخت ونیسي، د سعید بن المسیب په روایت کې راغلي دي چې د ناروغ د پوښتنې په مهال ژر ولاړیدل غوره کار ده. عن أنس قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ” العيادة فواق ناقة ” وفي رواية سعيد بن المسيب مرسلا : أفضل العيادة سرعة القيام . رواه البيهقي في شعب الإيمان .

اصلاً هسي د یو چا ملاقات او لیدلو ته ورتګ باید ډیر نه وي، کله کله وي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ابوذر رضي الله عنه ته په وصیت کې وایي: ای ابوذره! د چا ملاقات ته کله کله ورځه چې په دې سره مینه زیاتیږي. عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” يَا أَبَا ذَرٍّ، زُرْ غِبًّا تَزْدَدْ حُبًّا ” رواه الطبراني 10/565 صحيح الترغيب والترهيب 2/350.

وایي څو کسان د السري السقطي رحمه الله پوښتنې ته ورغلل او ډیر کښېناستل د هغه د ګیډې تکلیف و، وروسته یې ورته وویل: موږ ځو دعا راته وکړه هغه لاسونه پورته کړل او ویې ویل: اللهم علمهم كيف يعودون المرضى . یعني ای الله د ناروغ د پوښتنې پوهه ورکړه. یو ساده سړی د ناروغ پوښتنې ته ورغی، نو پښې یې وغځولې او اوږد ځنډ کښېناست، دومره چې ناروغ خوارکی یې تر دوو سپوږمو کړ، په دې وخت کې چا ور پرانستی پرېښود، ده ناروغ ته وویل: زه به ور پوري کړم؟ ناروغ ورته کړه: بلکل یې پورې کړه خو لطفاً د باندي له خوا .. د یوه بل په اړه وایې چې ناروغ ته ډیر کښېنستی و او ناروغ ته یې وویل: له څه شي ډیر په تکلیف یې؟ ناروغ ورته وویل: وبښه ستا له اوږدې ناستې. باید ووایو چې یوه استثنا شته او هغه دا چې د بیلګې په توګه که ناروغ د پوښتونکي په اوږده ناسته خوشالیده او تکلیف ورته نه و او یا ناروغ د هغه خدمت ته اړتیا لرله په دې صورت کې بیا اوږده ناسته مشکل نده.

6- کمې پوښتنې کول، دا هم د ناروغ د پوښتنې له ادابو نه ده چې باید له هغه نه ډیرې پوښتنې ونکړل شي، داسي چې د ناروغي د پیدا کیدلو پلنېدلو او سختیدلو ټول تفصيلات او پوره کیسې ور نه وپوښتل شي، داراز د هغه د ناروغي په اړه که څه خبره کوي باید داسي څه ونه وایي چې د هغه د اندیښنې او خواشیني سبب وګرځي بلکي که فرضاً د مریض مرض ډیر خطرناک وي هم باید په اړه یې مثبت ټکي وکتل او هغه ته ډاډ ورکړل شي، یو سړی د پنځم راشد خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمه الله د ناروغي پوښتنې ته ورغی له هغه نه یې د ناروغي پوښتنه وکړه هغه پوه کړ، هغه سړي ورته وویل: له دې ناروغي فلاني روغ نشو، هغه فلاني همدې ناروغي مړ کړ او … عمر بن عبدالعزيز ورته وویل: کله چې د ناروغ پوښتنې ته ورځې د مرګ زیری مه ورکوه، او کله چې له موږ ووتلې بیا رانشې. سفیان الثوري رحمه لله وایي: د ځیني ناروغ پوښتونکو حماقت ناروغانو ته د هغوی له ناروغي سخت تماميږي، په نامناسب وخت کې ورته راځي او بیا اوږد ځنډ ناست وي.

7- ناروغ ته امید ورکول، لکه مخکي مو وویل ناروغ ته باید د امید او حوصلې خبرې وکړل شي څو هغه خوشاله او د ناروغي انديښنې یې کمې شي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: کله چې ناروغ ته ورشئ د اجل او د مرګ د نیټې د اوږدوالي خبرې ورته وکړئ، په دې هیڅ نه کیږي خو ناروغ خوشاله کوي، عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: إِذَا دَخَلْتُمْ عَلَى الْمَرِيضِ فَنَفِّسُوا لَهُ فِي الأَجَلِ فَإِنَّ ذَلِكَ لاَ يَرُدُّ شَيْئًا وَهُوَ يَطِيبُ بِنَفْسِ الْمَرِيضِ.أخرجه ابن ماجة (1438) والتِّرْمِذِيّ” 2087.

په بل روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ځوان ته ورغی هغه د مرګ په حالت کې و، ورته ویې ویل: څنګه یې؟ هغه وویل: يارسول الله! په الله قسم چې الله ته امید لرم او له خپلو ګناهونو ډاریږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: په داسي حالت کې چې د کوم بنده په زړه کې دا دوه خبرې یو ځای شي الله به خامخا هغه څه ورکړي چې دی یې امید ورنه لري او له څه نه چې ويریږي له هغه به یې په امن کې کړي. عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم دَخَلَ عَلَى شَابٍّ ، وَهُوَ فِي الْمَوْتِ ، فَقَالَ : كَيْفَ تَجِدُكَ ؟ قَالَ : وَاللهِ ، يَا رَسُولَ اللهِ ، إِنِّي أَرْجُو اللَّهَ ، وَإِنِّي أَخَافُ ذُنُوبِي ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لاَ يَجْتَمِعَانِ فِي قَلْبِ عَبْدٍ ، فِي مِثْلِ هَذَا الْمَوْطِنِ ، إِلاَّ أَعْطَاهُ اللَّهُ مَا يَرْجُو ، وَآمَنَهُ مِمَّا يَخَافُ.أخرجه “ابن ماجة” 4261 والتِّرْمِذِيّ” 983 و”النَّسائي” ، في “عمل اليوم والليلة” 1062 .

8- له ناروغ نه د دعا غوښتنه، له ناروغ نه دعا غوښتل ښه او مستحب کار دی ځکه هغه مضطر او په سخت حالت کې یي الله یې دعا ژر قبلوي، لکه قرانکریم وایې: ایا څوک د مجبوره کس دعا قبلوي چې کله هغه دعا ور نه وغواړي او څوک د هغه ستونزې لرې کوي، ” أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ. (62) سورة النمل.

عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې ناروغ ته ورشې ورته ووایه چې دعا درته وکړي ځکه د ناروغ دعا داسي ده لکه د ملایکو دعا. وعن عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، قَالَ : قَالَ لِي النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: إِذَا دَخَلْتَ عَلَى مَرِيضٍ ، فَمُرْهُ أَنْ يَدْعُوَ لَكَ ، فَإِنَّ دُعَاءَهُ كَدُعَاءِ الْمَلاَئِكَةِ.أخرجه ابن ماجة (1441).

په پای کې باید ووایو چې د ناروغ پوښتنه ډیر لوی اجتماعي عمل او د ثواب کار ده باید له هر ډول شخصي ګټو او له تربګني غوښتنو لیري یواځي د الله له پاره وي په دې صورت کې به لوی ثواب ترلاسه کړی وي او هم به مو ناروغ ته دعاوې الله قبولې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د