fbpx

دايريل شارون څه حال دى ؟

sharoonدايريل شارون د نوم سره به ټول محترم لوستوال اشنا وي او په دې به هم پوه وي چی پنځه شپږ کاله وړاندې هغه دنړۍ يوه خورا ډيره مشهوره څيره وه ، هغه لا ۴ لسيزی وړاندې هم په نړۍ کې ډيرو خلکو پيژندلو خو دروانې لسيزې د پيل په ورځو کې چې هغه د اسرائيلو لومړی وزير و نو بيا يې شهرت له بل هر وخت نه زيات شو دنړۍ په مطبوعاتو کې ښه ډير يادېدلو او موږ که څه هم وروسته پاتې يو خو په موږ کې چې چا د راډيوګانو خبرونه اورېدل هغه پدی پوهېدلو چې شارون څوک دی ؟

د هغه سخت دريځي ، ضد ، غرور او فرعوني خوی هم په نړۍ کې ښه مشهور و ، په مذهبي تعصب او د اسلام او مسلمانانو په وړاندې دښمنۍ کې دنورو ټولو اسرائيلي مشرانونه وړاندې و ،ظلم ، وحشت او انسان دښمني يې پر طبيعت غالبه وه او د مختلفو دندو پر مهال يې چې ډير زيات بې ګناه فلسطينيان وژلي وو نو د بېروت قصاب يې دوهم نوم ګرځېدلې و چې په اسرائيلو کې دننه هم په همدې نوم خلکو پېژندلو .

هغه چې د لومړي وزارت چوکۍ پرېښودله نو په هماغه ورځو کې يې دنوي ګوند جوړول اعلان کړل خو لږې ورځې پس د هغه دناروغۍ خبر خپور شو نو ربیابېخي هير کړای شو او رسنيو يې بيا هيڅ نوم وانه خستلو او نه دا معلومه شوه چې شارون څه شو او د کوم برخليک سره مخامخ شو ؟ اسرئيلي دولت کوښښ وکړ چې دهغه ټول احوال له خلکو پټ وساتي او تر اوسه يې پټ و ساتلای شول خو اوس جارج سلويزر نومي يو يهودي جورنالست چې دډنمارک دفلم مسؤل مدیرهم دی دا خبره کشف کړېده چې شارون د تل هاشوم  په فوځي روغتون کې د علاج لاندی دی خونه روغېږي ، په کومه ورځ چې ناروغه  شوېدی دهماغی ورځې نه د مرګ په رنځ اخته دی خو مرګ ورته نه راځي او که څه هم طبيبانو خپل ټول کوښښونه وکړل خو روغيږي هم نه يانی د زنکدن پيل کېدو يې ۴ کلونه وشول خولا مړ نه شو ، سلويزر وايې د شارون اوسنی حالت  دبې ګناه فلسطينيانو د وژلو له امله دی او بس ، هغه وايې چې شارون زما ترمخه ۲ فلسطيني کوچنيان په خپل لاس ووژل .

سلويزر وايې دکوچنيانو د ووژلو دا پېښه په ۱۹۸۲م کې رامنځته شوی وه کله چې اسرائيلو په لبنان کې د فلسطيني کډوالو په صابره او شتيلا کمپونو باندی خونړی يرغل کړی و ، ايرل شارون هغه مهال د اسرائيلو ددفاع وزير و ،د جنګ قومانده يې په خپل لاس کې وه او له نېږدې نه  د جنګ څارلو په موخه د جنګ سيمی ته پخپله راغلی هم و ، سلویزر وایې چې د جنګ سيمی ته د تللو ، په جنګ کې فلسطيني کډوالو ته د ځاني او مالي تلفاتو د معلومولو او نړۍ ته يې دنشرولو اجازه اسرائيلو د نړۍ يو جورنالست ته هم نه ورکوله خو ځه يواځينی هغه جورنالست وم چې راته د تللو او په جنګ کې چې څه پېښېدل راته يې د ثبتولو اجازه راکړل شوی وه ځکه چې زما تړاو د يوې لوړې او معززې يهودي کورنۍ سره و ، داسرائيلی فوځيانو له لورې د فلسطيني کډوالو پرضد د ترسره شوو ظلمونو ډېرې صحنې مې وليدې او ثبت مې کړې ، ډېر اسرائيلي عسکر مې وليدل چې ښه په پراخه پيمانه يې بې ګناه ميرمنې او کوچنيان  وژل ،خو د شارون وحشت مې چې وليدلو نو دوحشت تيرې ټولې پېښې يې زما هيری کړی .

زه په صابره کمپ کې دشارون تر څنګ ولاړوم چې د اسرائيلو حملو کې ژوندي پاتې شوي ۲ کوچنيان او دهغوي مور او پلار د ځان ژغورلو په موخه د کنډوالو نه رامنډې وهلی ،د کوچنيانو عمرونه به چې هر څومره و خو د ۳ او ۴ کلونو ښکارېدل ، په دوړو کې خړ پړ د ګلاب په څېر دا دواړه کوچنيان ډېر وېرېدلي وو خپل مور او پلار يې په لږ څه واټن کې پرېښي و او دوي ترې مخکې مخکې راروان وو ، هغوي د خپلی ډېرې کم عمرۍ له امله خپل دوست او دښمن نه پېژندلو او پر ځای ددی چې پر کوم بل لوري تللي وای زموږ پر لور راروان شوي وو ، شارون دوی ته په غور کتل ، ما په زړه کې ويل چې شايد شارون به خپل وژدان ملامتوي او پدی خبره به فکر کوي چې آيا د بې ګناه فلسطيني کډوالو پر ضد چې موږ څه کوو نو ګينې ښه کوو ؟ خو کله چې هغه دواړه کوچنيان موږ ته ښه رانږدی شول نو شارون ښه په اطمينان سره خپله تمانچه دقاش نه راوويستله او دواړه کوچنيان يې وويشتل او ځای په ځای يې ووژل ، ما چې دوحشت نه ډک دا منظر وليدلو تاسی يقين وکړئ ! چې ما خپل حواس له لاسه ورکړل ما ويل ګينی ځه خوب وينم ، کله چې شارون خپلی تمانچی ته لاس کاوه ما ويل شايد هغه به د کوچنيانو مور او پلار ته اخطار ورکول غواړي تر څو پر بل لور روان شي خو چې هغه کوچنيان وويشتل نو هک پک يې حيران کړم ،ما د اسرائيلي عسکرو له لوری د فلسطيني بې ګناه کډوالو د وژنو ډيرې دردونکې پېښې ليدلی او ثبت کړی وې خو د يو وزير په سطحه د لوړرتبه چارواکي په اړه مې بېخي دا تصور هم نه کاوه چې ګيني پخپل لاس ديو بې ګناه انسان پر ضد د زياتي کوم حرکت وکړي خو چې د هغه ظلم مې وليدلو نو پوه شوم چې دا تر ټولو زيات سفاک انسان دی او د خپل باطني وحشت د پټولو نه بېخي عاجزدی، جارج سلويزر د ډنمارکي رسنيو سره په مرکه کې ويلي چې ځه دا ښه په روښانه ټکو وايم چې په صابره او شتيلا کمپونو کې د فلسطينيانو پر ضد په وحشت او شقاوت  ښکاره کولو  کې يو عام اسرائيلي فوځي او د دفاع وزير برابر وو . سلويزر دمرکو په اړه د اسرائيلو په رسنيو او پرلمان کې قهر رامخې ته شو خو سلويزر وايې چې د يو يهودي په صفت ځه داد ځان مسئوليت ګڼم چې دبې  ګناه فلسطينيانو او په ځانګړی توګه د کوچنيانو او ميرمنو سره د اسرائيلي فوځيانو کوم ظلمونه ماته معلوم دي او ثبت ګړی مې دي هغه رامخې ته کړم اونړۍ ترې خبره کړم. جارج سلويزر د ‌‌‌‌‌‎‌‎ډنمارکي رسنيوو سره په مرکه کې وويل چې دخپلو ظلمونو په بدل کې چې شارون د جرمني د نازيانو په کمپ   کې مړوای نوډېره به ښه وای

ځه پدی ډېر افسوس کوم چې شارون د خپلو جنګي جرمونو له امله په نړۍ کې د هيچا له لورې محاکمه نه شو .

سلويزر د انسانانو له لورې د محاکمې تمنا کوي خو داسې ښکاري چې د انسانانو له لورې که نه وي نو دخدای له لورې محاکمه شوېدی او د انسانانو د عبرت لپاره ورته د مرګ نه وړاندې په دې دنياکې هم يو څه عذاب ورکول کېږي ، د ماليزيا (ماليزيا او ماکيتا) نو مې وېب پاڼې ليکلي دي چې د اسرائيلو د پخواني لومړي وزير ايريل شارون مرض نامعلومه او درملنه يې بې ګټې ده ، نوموړې وېب پاڼې ليکلي دي چې په  تل ابيب کې د تل هاشوم سيمې په شيبا مېډېکل سنټرنومي فوځي روغتون کې شارون د درملنی لاندی دی خو نه يواځی دا چې روغتيايي حالت يې ندی ښه شوی بلکې اوس يې جسم هم مخ په خرابېدو دی او بدبوي يې پېل کړې دی ، د شارون ډاکټران دې شي ډېر ورخطا کړيدي خو پرته له دې چې (ايسولېشن روم ) دنورو مريضانو نه لرې اطاق ته يې يو سي بل هېڅ نه شي کولې .

اسرائيلي اخبارونو هم ليکلي دي چې ايريل شارون سخت مريض دی او د خوځېدلو او حرکت نه وتلی دی ، د شارون خصوصي طبيب يولي ګرېګر وايې چې موږ ايله همدومره تشخيص کړېدی چې د شارون اعصابو ته صدمه رسېدلې ده او تر اوسه يې اعصاب مختل دي ، د خوځښت او حرکت نه وتلی دي يواځې خرېدی شي او په چپرکټ ترې تشې او ډکې متيازې روانې دي نور موږ په هیڅ نه پوهیږو.

اسرائيلي ورځپاڼو (حارث) او (وای نېټ نيوز)  ويلې دی چې د پخواني لومړي وزير ايريل شارون په اړه د اسرائيلي رسنيو سره معلومات نشته خو دومره يقيني ده چې د هغه صحي حالت ډېر خراب دی او مرګ ته د نزديکت سره سره هم ترې لا ډېر لرې دی .

د يادولو وړ ده چې دشارون د مريضتیا او د کوما حالت ته د تللو دا پنځم کال روان دی خو د هغه يو عکس يا ويديوي فلم د روغتون نه دباندی نه دی راوتی نو ځکه اوس اسرائيلي رسنيو هم اعتراف کړېدی چې شارون د نورو مريضانو نه لرې په ځانګړې خونې کې د تداوۍ لاندی دی او د جسم حالت يې ددې وړندی چې عکس يا فلم يې خپور شي . حارث نومې اسرائيلي اخبار ليکلي دي  د کله نه چې په اسرائيلو کې د شارون د مرګ ته ورته ژوند يا ژوند ته ورته مرګ خبرونه خپاره شول نو د اسرائيلو دولت نوم براس لاوسکي نومې مشهور اسرائيلي انځورګر تل ابيب ته ددې لپاره راوغوښت چې د شارون داسی فرضي انځورونه جوړ کړي چې ددرملنې لاندې وي او حالت يې ډېر ښه وي ، نوم براس لاوسکي د فرمايش سره سم د شارون انځورونه جوړ کړل او د تل ابيب په کشون آرټ نومې ګالرۍکې د نندارې لپاره کېښودل شول چې هر چاته يې په وړيا توګه د ليدلو اجازه ورکړل شوی وه تر څو د شارون په اړه په فلسطيني اخبارونو کې د خپرو شوو خبرونو د اغېزو نه اسرائيليان وژغورل شي ، خو اسرائيليان پوه شول چې دا د نوم براس لاوسکي په لاس جوړشوي انځورونه دي نو ځکه دا هڅی د ناکامۍ سره مخامخ شوې .

داسرائيلو دولت شارون ته د دعا لپاره ارل کاکس نومې نامتو عېسوي دعاکونکی  د امريکا نه راوغوښت هغه په روغتون کې د شارون د اطاق نه بېرون شارون ته ۸ ساعته اوږده دعا  وکړه خو چې د شارون په حالت کې کوم بدلون تر سترګو نه شو نو د ډېرې مايوسۍ سره مل هغه امريکا ته ستون شو ، اسرائيلي راډيو (ريډيو يروشلم) هم شارون ته ددعا لپاره د ارل کاکس راتلل تائيد کړل ،د هغه هڅې يې وستايلې او چې د شارون حالت بدل نه شو نو پدې يې دافسوس اظهار هم وکړ . د يادولو  وړده چې داسرائيلو دولت د ايريل شارون په اړه د ډنمارکي فلم جوړونکي جارج سلويزر د څرګندونو تر ديد کړيدي او دشارون پخواني ملګري موشی ايان ويلي دي چې د سلويزر خبرې په دروغو ولاړې دي ، خو سلويزر وايې  چې زما عکاس (فريډ‌ون کويک) هم زما سره موجود و او د شارون د وحشت نه ډک دا ياد شوی عمل يې په خپلو سترګو ليدلی و هغه څو کاله وړاندې ومړ ګينې ما به هغه د ګواه په توګه راوستی وای .

سلويزر وايې چې دا خبره  ثبت ده چې په ۱۹۸۳م کال کې ما د شارون د بشريت ضد سترو جرمونو له امله د هغه د محاکمه کولو لپاره د هاګ نړيوالې محکمې او د اروپا د بشر د حقوقو ساتونکې ادارې کې درخواستي هم جمع کړې وه خو تر اوسه پدې اړه په يادو شوو ادارو کې يوې ادارې هم د شارون پر ضد کوم ګام پورته نه کړ او نه يې  د هغه د کومې کړنې څېړل اړين وبلل چې لامل يې يقينا د اسرائيلي دولت فشار دی.

حسن مومند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د