سرپل کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې

نن ټکی اسیا( یکشنبه،د تلې۲۰مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ څو ساعته خونړۍ جګړه نښتې.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ماښام څرګنده کړه، چې جګړه لا هم دوام لري.

د ښاغلي احمدي په خبره، په دې څو ساعته جګړه کې، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د سرپل ولایت د مرکز اړوند د کوه علف سفید په سېمه کې د اردو د عسکرو پر کاروان تر کمين وروسته ونښته، عسکرو او پولیسو ته درانه تلفات اوښتي.

د احمدي په وینا، په دې نښته کې تر دې مهاله له شلو زیات عسکر وژل شوي، چې مړي يې لا هم په سېمه کې پاته دي، همدارنګه څلور عرادې رینجر موټر له منځه تللي او شپږ عسکر ژوندي نیول شوي.
نوموړی زیاتوي، چې د نیول شویو عسکرو سربېره څلور پیکاوې، درې راکټ لانچرې، یو دراز کوف او ګڼ نور مهمات هم د دوی ملګرو ته په لاس ورغلي.
طالبانو د نیول شویو عسکرو ته د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.

د سرپل ځايي امنیتي چارواکو د یادې نښتې په اړه تر دې مهاله خپل نظر نه دی ښوولی.

په سرپل کې د دې نښتې خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې نن غرمه دولس بجې  دوه تنه طالبان چې په سپکو او درنو سنبال ول، د شمال په تر ټولو امن ولایت بلخ کې د امنیه قومندانۍ انګړ ته په ننوتلو وتوانېدل او ویې کولای شوای، چې د ودانۍ دننه له پولیسو سره څه باندې یو ساعت مقاومت وکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د بلخ د يادې پېښې د مسؤلیت اخییستلو ترڅنګ وویل، چې دا برید د دوی دوو تنو ملګرو له لورې چې یو یې د زابل او بل د سمنګان ولایت اوسېدونکي وو، ترسره شو.

نوموړي ګواښ وکړ، چې دوی پر کورنیو او بهرنیو چارواکو او حکومتي منسوبینو بریدونو ته بیا هم ادامه ورکوي او چې هر ځای وغواړي، هلته به یې په نښه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د