ټولنیزه برخه

ورکړه، سخا او د بحر میَّت بیلګه

لیکوال: حامد افغان

د اردن د پلازمینې عمان جنوب لویدیځ ته پروت بحر ته “بحر میَّت ” وایې، ځکه په دې بحر کې د مالګې درجه دومره زياته ده چې ژوندي سري ژوند نشي په کې کولی، د بیلګې په توګه په نورو سمندرونو کې په زر1000 ګرامه اوبو کې 35ګرامه مالګه ده او په بحر میَّت کې په زرو ګرامو کې 280 ګرامه مالګه ده. دا راز د بحر میت اوبه له بحر نه راځي او په ده کې جمعه کیږي.

د بحر ميت دا بیلګه مو د انسان په یوه غوره خوی او خصلت سخا پوري را واخيستله وایي: د انسان ارزښت په ورکړه “عطاء ” کې دی نه په اخیستلو او څه لرلو کې، لکه بحر میَّت ځکه مړ بلل کیږې چې د باندي نه اوبه را اخلي او ورکړه نه کوي، کوم انسان چې هر څومره ډیر څه لري خو ورکړه نه کوي هغه په ټولنیز لحاظ مړ بللی شو، او که یو څوک ډیر کم څه لري خو ورکړه او عطا کوي دا کس ژوندی دی.

موږ چې کله د ورکړې، عطاء او سخا نوم واورو نو ذهن مو د یو چا له جیبه پیسو را ایستلو او بل ته ورکولو ته ولاړ شي، دا ذهنيت سم نده د ورکړې او سخا مفهوم ډیر لوی او پراخه ده زه دلته د ورکړې او سخا څو ډولونه ستاسو مخته ږدم:

1 – په یو چا دي پور ده هغه بې وسه او کمزوری دی د پرېکولو وس نلري دې کس ته پور بښل سخا او عطا ده او خورا لوی اجر او ثواب لري، داراز که یو مخ ونه بښل شي او څه وخت ورکړل شي دا هم ورکړه او سخا ده او د ثواب کار ده.

2 – له یوه کمزوري، کونډې، یتیم او بل هر بیچاره سره کوم کار وکړې او د هغه مزدوري وانخلې دا هم لویه سخا او د ثواب کار دی.

3 – د یو چا کوم حاجت او اړتیا ورپوره کړې په غم او درد کې مرسته ورسره وکړې دا هم ورکړه، عطا او سخا بلل کیږي.

4 – د قدرت او واک سخا، لکه له چا سره د خیر په کار کې مرسته، روا سپارښتنه، د یو چا په حق کې له هغه سره مرسته، له یتیم او مظلوم سره مرسته او داسي نور..
5 – د ارام او راحت سخا لکه کوم کار نلرې له یوه مجبور کس سره کار ته ملاوتړې، له پوهنتون او مدرسې په رخصتې تللی یې د پولو په سر ګرځې چکرې وهې یو بزګر په کار کې ستړی او ستومانه اخته ده چارۍ ور نه واخله او مغزن بیل ووهه داهم زبردسته سخا ده.

6 – د وخت سخا، لکه له خپلو کارونو زیات وخت لرې او چټي ناست یې دا وخت له چا سره په هر ډول مرسته لګول بهترینه سخا او ورکړه ده.

7 – د نصیحت او لارښوونې سخا.

8 – د علم او پوهې سخا، دا سخا د مال، سرو او سپینو زرو له ويشلو غوره سخا ده ځکه علم له سرو او سپینو زرو غوره دی.

9 – د غیرت سخا لکه یو څوک بد رد درته ووایي اوس د غیرت غوښتنه دا ده چې ته هم څو ستوغې سپورې ور شتۍ کړه خو تا داسي ونکړل بلکي بښنه دي ورته وکړه، دا خورا ستره سخا ده او په ټولنیز لحاظ ډیرې زیاتې ګټې لري، کاش موږ دا ډول ډیر سخیان لرلی اوس به مو یو څه سپوږمې په امن او لیږ به ارام وو، الله ته یې را ډیر که.

10 – د صبر، تحمل، تغافل او د خلکو په تيروتنو سترګې پټولو سخا، دا تر ټولو غوره سخا ده، د هر چا له وسه هم نده دا د لویانو او سترو انسانانو سخا او عطا ده.

11 – د اخلاقو سخا، د ورین تندي او موسکا سخا، له خلکو سره په خوشالي د مخامخ کیدلو سخا، دا خورا درنه سخا ده او د ټولې شپې د عبادت او د ورځې د روژې هومره ثواب لري، زه یو ژوندی مثال در کوم که یوه سوالګر ته یو کس په تروش تندي سل افغانۍ ورکړي او بل په ورین تندي، موسکا په خوله په احترام سره معذرت ورنه وغواړي که سوالګر ډیر حریص او سپک سړی نه وي له معذرت غوښتونکي به خامخا ډیر متاثر شي.

12 – خلکو ته د خیر لارې ښوول، خلک له خوارانو سره مرستو ته هڅول هم لویه سخا او غوره عطا ده او د خیر کوونکي او له خوارانو سره د مرسته کوونکي هومره اجر به الله ورکوي.

13 – د نفس سخا لکه له حسد، کینې او کرکې ځان ساتل او له ټولو مسلمانانو سره مینه او اخلاص لرل. دا د سخا له پټو ډولونو نه ده او لویه او لازمي سخا ده.

14 – د سر او ژوند سخا، د الله په لاره او جهاد کې وتل، د الله د دین خدمت او خلکو ته د خیر رسولو له پاره ژوند وقف کولو سخا په ټولو کې لویه او درنه سخا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x