نظــر

د قطر مذاکرات، د طالبانو د سیاسي بصیرت ښکارندوی

په قطرکې د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو د استازو او د امریکا د امتحده ایالاتو د استازو ترمنځ د مذاکراتو جزیات لا تر دې دمه رسنیو ته په واضح او ښکاره ډول نه دې څرګند شوي، ولې دا دواړو لوریو منلې چې مذاکراتو کې دي. د قطر مذاکرات د افغانستان او نړۍ د معتبرو رسنیو په سرلیکونو کې ځای لري، دا رښتیا هم نادره خبره ده، چې څنګه طالبان او امریکایان چې لس کاله په ډغره وو، اوس د مذاکراتو د مېز دواړو غاړو ته سره کېني.

مخکې له دې چې طالبان په مذاکراتو کې خپل ګډون ومني، ټولو کتونکو دغو ګنګوسو ته د شک په سترګه کتل.

د طالبانو له منلو سره سم، ځینو نورو ډلو ټپلو هم د مذاکراتو هڅې وکړې، دا چې دهغو تر شا به څه وي؟ لامل څه و، چې دغسې یو مهال کې یې بیا د بل ځل لپاره د مذاکراتو وړاندیز وکړ؟ طالبان ولې پس له لسو کلونو آماده شول چې خبرو ته سره کېني؟؟ او تر ټولو مهمه ده چې آیا په مذاکراتو کې د طالبانو د استازو ګډون، د دوی د دریځ د تنازل په معنا دی؟!

په قطر کې د طالبانو له خوا د مذاکرتو له منلو سره سم، په کابل کې د مذاکرتو خبر دوه پیغامونه لري: یو دا چې د حامد کرزي حکومت وغوښتل چې دی هم ځان ګوښه و نه ګڼي او رسنیو ته داسې وبرېښوي چې ګواکي دوی هم د مذاکراتو یو بل لوری دي. دویم دا چې مخالف لوري هم د کابل د حکومت په څېر وغوښتل چې ځان له تودو مسایلو سره پېيلې وربرېښوي، چې دوی هم خپل اغېز شیندلی شي. خو د دواړو لوریو هدف یوه و، چې ځانونه له تودو مسئلو سره تړلي وښيي.

طالبان لس کاله د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف او د افغانستان د حکومت پر ضد وجنګېدل. د دې جګړې پیل رښتیا هم چې د طالبانو په څېر پولادي عزم او اراده غوښتله، هغه مهال داسې وخت و، چې چا د امریکا پر ضد د خولې بېرته کولو جرئت هم نه شو کولی، ولې طالبان د خپلو ډېرو ناچیزو وسلو او مهماتو سره د یوویشتمې پېړۍ د یو قطبي نړۍ له نړیوال ځواک سره مقابله پیل کړه! په شروع کې به ډېرو ویل، چې طالبان سیاسي بصیرت نه لري، د دوی ذاتي جنون جګړې ته اړیستلي دي، آیا د امریکا ماتې شونې ده؟! دا خبرې او پوښتنې به ډېرې کېدې، خو نن حالات او د افغانستان د حکومت او د امریکايي چارواکو څرګندونې د طالبانو ننۍ بریا ثابتوي. له لس کلن مقاومت ورورسته، جګړه داسې یو پړاو ته ورسېده، چې طالب مجاهدین په کابل کې د امریکایي سفیر راین کراکر تر دفتر پورې ورسېدل!

د افغانستان او عراق د جګړو په پایله کې د امریکا رامنځ ته شوی اقتصادي بحران له یوې خوا، په نړیواله کچه د امریکا مات حیثیت له بلې خوا او د چین، هند او برازیل په څېر د هېوادونو ورځ تر بلې انکشاف او پرمختګ له بل لوري او په امریکا کې د روان میلادي کال د نومبر د میاشتې کېدونکې ټاکنې د بارک اوباما حکومت دې ته اړیست چې نور نو دغو جګړو ته د پاي ټکی کېږدي.

د تېر ډیسمبر په ۱۸مه یې په عراق کې د جګړې پای اعلان کړ او زیات شمېر عسکر یې له هغه هېوادڅخه وویستل.

په افغانستان کې د طالب مجاهدینو له مشرانو سره د خبرو اترو وړاندیزونه خو یې دا څو کاله راهیسې پیل کړي دي. حتی تر دې چې د امریکا مرستیال ولسمشر (جوبایډن) له نیوزویک سره په یوې مرکې وویل، چې طالبان د دوی دښمنان نه دي!!

دا پورته عواملو او په ځانګړې ډول د طالبانو وسپنیز عزم او د مقاومت بهیر وو، چې نن یې ښاغلی بایډن اړیست چې طالبان نور خپل دښمنان ونه ګڼي!! بایډن هېره کړې وه چې دا لس کاله د ده د هېواد بچیان چې د یوویشتمې پېړۍ په تر ټولو پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال وو، په ډېرې وروسته پاتې ټکنالوژۍ، ولې د اسمان څکو ایمانونو او له وطن سره د لېونۍ مینې په نتیجه کې په ګونډو کړای شول او هډونه یې د افغانستان په غرونو او رغو کې د خاورو خواړه شول!! د دوی هډونه هم د دوی د نیکونو (انګرېزانو) له خاورې شوو هډونو سره یوځای شول، ښايي هغوی هم رټلي وي، چې ولې یې له تاریخ څخه سبق نه اخیسته او د خپلو د نیکونو تاریخي ناکامي یې بیا تکراروله؟!!

مذاکراتو کې ګډون، طالبان مات دي که امریکا؟!

مذاکرات د هغو لوریو ترمنځ کېږي چې دواړه یوه ګډه اړتیا ولري، که څه هم د دوی ترمنځ ژور اختلافات موجود وي، ځکه مذاکرات د همدي لپاره کېږي، چې دغه دواړه مختلف لوري که خپلو موخو ته د جنګ د میدان پر ځای د میز پر سر ورسېږي.

موږ په خپل وطن کې جرګې او مرکې لرو، تاسې کله هم لیدلي، چې د دوو دوستانو ترمنځ دې جرګه شوې وي؟ کله به مو هم داسې نه وي لیدلي، ځکه جرګه د هغو لوریو ترمنځ کېږي، چې د دوی ترمنځ کومه ستونزه وي، جګړه شوې وي، په ځمکې پټي یا کوم بل شي باندې سره په جنګ وي؛ دوی بیا دکلي مشران او سپین روبي راغواړي څو د دوی ستونزې ته د حل لار وباسي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر مذاکرات هم کټ مټ دغه ډول وګڼئ. خو دلته یو خبره شته، چې د هغې پربنسټ زه کریډټ طالبانو ته ورکوم او هغه دا چې دا تېر لس کلونه موږ کتلي او لیدلي چې امریکایي چارواکو به تل له طالبانو سره خبرې ردولې، دوی طالبان ترهګر بلل، د نړۍ امنیت(!) ته یې خطر بلل، دوی يې د بشري حقونو ناقضین ګڼل، د ښځو د حقونو ناقضین، تور لیستونه یې ساز کړي وو په لنډه کې یې طالبان د دې وړ نه ګڼل چې له هغوی سره دې مذاکرات وشي.

په مقابل کې د اسلامي امارت د مجاهدینو ویندویانو تل به رسنیو سره په خپلو خبرو کې د کرزي د روغې(!) جوړې(!) د ږغونو په غبرګون کې ویل، چې دوی له امریکا سره مستقیمې خبرې کوي، نه د حامد کرزی له حکومت سره، ځکه د هغه خوار حکومت هېڅ صلاحیت نه لري، حتی نه شي کولای چې له بګرام هوايي ډګر څخه د مجاهدینو د بندیانو په خلاصون کې مرسته وکړي، نو له دغه ډول یو جهت سره به خبرې څه ګټه وکړای شي؟؟

که د مذاکراتو بهیر ته وګورو او د دواړو لوریو تېر موقفونو ته هم یو نظر وکړو، دا څرګندېږي، چې طالبانو هېڅ تنازل نه دی کړی، بلکې پر خپلې پخوانۍ خبرې یې وفا کړې ده، چې دوی له امریکا سره خبرې کوي.

په مقابل کې د امریکا لس کلن دریځ له هیچا پټ نه و، نن امریکا ده چې پر خپلو پرونیو څرګندونو پښه ږدي، هغه ستراتیژۍ چې د دوی په اصطلاح د نړۍ د ډېرو پوهو ستراتیژیستانو په واسطه جوړې شوې وې، نن په ډېره اسانۍ پر هغو پښه کېښودل کېږي او د مذاکراتو میز ته کېني.

که د احساستو پرځای د عقل او منطق پر تلې پرېکړه وکړو، دې نتیجې ته رسېږو چې دا د امریکا ماته ده او د طالبانو بریا او سیاسي بصیرت، ځکه لس کاله مخکې دا طالبان وو چې د دغسې یوه حالت وړاندوینه یې کړې وه. که نړۍ نیاومنه وای، ښايي د سیاسي بصیرت مډال یې نن د طالبانو سیاسي کارپوهانو او مشاورینو ته ور په غاړه کړی وای!

«طالبانو سره مذاکرت مه کوئ، دوی ته سیاسي هویت مه ورکوئ»

دا د هغو خواره کیو خبره ده چې د مذاکراتو له روان بهیر سره د مخالفت هڅه کوي او له یوې او بلې لارې د زړه بړاسونه وباسي. دا د هغه څېرو څرګندونې دي، چې له نن څخه لس کاله مخکې دوی د امریکا د ځمکني ځواک په توګه وکارول شول، دوی له امریکا څخه همدا غوښتل چې پر طالبانو لا ډېر فشار وارد کړي، «درانه بمونه پرې وغورځوي[اوس به یې ځواب ویلی وي] چې روژه روانه ده»، طالبان د ښځو حقوق او د بشر حقوقو نقض کړی دی، باید چې له واک څخه لرې کړای شي، چې موږ واک ته ورسېږو او د «ډیموکراتیک» نظام راولو!!

هغوی چې له امریکا غوښتل چې پر طالبانو فشارونه ورزیات کړي او دوی یې ځمکنی ځواک شول، نن خواره کیان د کابل په کوڅو او هوټلونو کې په غونډو، احتجاجونو، کانفراسونو او نیوکو ستړي شول، طالبان خو به یې هسې هم نه پرېږدي خو امریکا هم اوس ارزښت نه ورکوي.

د طالبانو شتون، مقاومت او ځواک د افغانستان ځمکنی حقیقت دی، امریکایان د دوی په څېر احمقان نه دي، چې په دې جګړې خپل اقتصاد نور هم تباه کړي او چین، هند او برازیل ترې مخکې شي! څومره خندوونکې ده، چې د طالبانو او امریکا له مذاکراتو سره دوی مخالفت(!) کوي.

چې امریکا څه وغواړي، د دوی پلار یې مخالفت کولای شي؟!!

ځینې بیا لا دا وايي، چې طالبان د امریکا کسان دي، دا دی مذاکرات هم ورسره کوي، پر دې خندوونکې خبرې تبصره په خپله دې ماشومانه خبرې ته ارزښت ورکول دي؛ نن دا له لمر څخه څرګنده ده، چې طالبان د امریکا کسان دي او که دوی؟!

طالبان د بشر د حقوقو ناقضین دي که دوی؟ د دوی پاټکي حکومت لا له افغانانو نه دی هېر، هغه افغان ځوانان چې په بهر کې لوی شول، هغوی د انټرنیټ او نورو خبري رسنیو په برکت له امریکاینو سره د دوی له تنګو روابطو ښه خبر دي، څو ځایه په خارج کې د افغانانو له خوا ورټل شول. ها یو چې د حج او اوقافو وزارت کې غلا وکړه، لندن ته وتښتېد، هلته افغانانو له جومات څخه شړلی و. له دې نور څومره سپک شي؟!

«افغانان جګړې ګټي خو سیاست بایلي»

دا ډېره مشهوره خبره ده او تر یو څه بریده کره هم ده. خو طالبانو چې دا لس کاله مطالعه شول، په سیاست کې له جګړې هم مخکې دي. دوی ښه پوهېږي، چې کله، څرنګه، له چا سره او په کومو شرایطو مذاکرات وکړي. له هر چا تېروتنې کېږي، طالبان هم ملایکې نه وو او نه هم دي.

د یو فیلسوف خبره ده، چې چا چې تېروتنه ونه کړه، نو پوه دې شي په ژوند کې یې په نوې لار د تلو هڅه نه ده کړې. طالبانو هم په ډېرو نوو لارو د تلو هڅې وکړې او تجربې یې ترلاسه کړې، اوس نو هر طالب د جګړې د ډګر ښه ستراتیژیست او د مذاکراتو د مېز ښه مرکچي او دیپلومات دی.

خو د طالبانو د نوې لوبې پيل دی او څومره چې مخکې ځي په همغه اندازه به لا پخېږي. ښايي د طالبانو مرکچیان د مذاکراتو پرمهال له ډېره احتیاطه کار واخلي، هسې نه چې لس کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

لیکنه: ظریف افغان

{janrain}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x