دیني، سیرت او تاریخ

په قرآن کې ارواپوهنه ـ دویمه برخه

لیکوال: دوکتور محمد عثمان نجاتي
ژباړن: دادمحمد ناوک

2. د تنفس انګېزه:

 دغه د انسان تر ټولواړينه فزيولوژيکې انګېزه ده، ځکه چې انسان او حيوان د خپل ژوند له پاره اکسېجن ته اړتيالري، که په ټوليزه توګه اکسېجن ورک شي ژوندي شيان مري. الله جل جلاله په لاندې ايت کې د انسان په ژوند کې د تنفس ارزښت ته داسې اشاره کوي:

ژباړه:او د دوى لپاره د (الله جل جلا له د لويوالي نورې) نښې دي چې د دوى اولادونه مو په (له وسايلو بار) کښتۍ(د نوح عليه سلام) کې سپاره کړل او د دوى لپاره مو د دې (کښتۍ) غوندې نور د سورلۍ شيان پيداکړل او که موغوښتي واى هغوى (د کښتۍ مسافرين) به مو غرق کړى و، چې نه به يې کوم غمخور درلود او نه به خلاص شوي واى .(يس،٤١_٤٣اية)

3. د هم ډوله د پايښت دوه انګېزې:

 دا د الله جل جلا له اراده ده چې په انسان او حيوان کې داسې فطري فزيولوژيکي انګېزې واچوي،چې  په وسيله يې خپله تګلاره او ځان ساتنه وکړاى شي.همدارنګه يې په دې دواړو ډولو کې دوه ډوله انګېزې واچولې، چې همدغه انګېزې يې د خپل ډول (نسل) د پايښت سبب کېږي. هغه دوه انګېزې:

• جنسي انګېزه:

 د دې انګېزې مهم کار، د مثل توليد دى، چې دکورنيو، ټولنواو ملتونو د جوړېدو وسيله کېږي.د ځمکې ابادي، د ملتونو پېژندنه، د تمدن پراختيا او پرمختګ د همدې انګېزې لا سته راوړنې دي. الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه:اى خلکو! تاسې ټول مو له يوه سړي (آدم) او يوې ښځې (بې بې حوا) پيداکړي ياست او تاسې مو پر مختلفو قبيلو او ډلو ځکه ووېشلاست، چې له يو بل سره وپېژنئ. بې له شکه الله جل جلا له ته ستاسې څخه پرهيزګار ډېرنږدې دى، بې شکه الله جل جلاله پوره عالم او باخبره دى.
(حجرات،١٣ آية)

 همدارنګه الله جل جلاله د نحل مبارک سورة په (٧٢) آيات کې فرمايي:

ژباړه: او الله جل جلا له همدا ستاسې له جنسه تاسې ته ستاسې ملګرې (ښځې) پيداکړې او له هغوى يې ستاسې زامن (يالوڼې او زومان)پيدا کړي او له پاکو(حلالو) څخه يې روزې درکړې، نو آيا (دغه کافران) پر باطلو (معبدانو) ايمان راوړي او دالله جل جلا له پر نعمت (اسلام) کافران کېږي.(نحل، ٧٢آية)
جنسي انګېزه اصلاً د کورنۍ د جوړېدواساس دى، ځکه چې (مېړه او ښځه) دواړه د يو بل په څنګ کې ډېر ارام او د خوښۍ احساس کوي، د دواړو په منځ کې مينه، دوستي، مهرباني او عاطفه را پيداکېږي، چې دغه پخپله د (يوځاي کېدو) ،همغږۍ او د ژوند د دوام علتونه دي. پورته توکيو ته په کتو په دغسې کورنۍ کې پيدا شوى ماشوم، ښه وده کولاى شي او تر ډېره بريده سم شخصيت ترې جوړېږي. الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه: او دالله جل جلاله (د قدرت)له نښانو يوه دغه هم ده چې همدا ستاسې له جنسه يې ستاسې جوړه پيداکړه،چې ستاسې د هوسايي سبب شي او ستاسې ترمنځ يې مهرباني پيداکړه، چې په دې کې د متفکرينو له پاره دالله جل جلا له د حکمت او علم نښانې دي.(روم، ٢١آية)

• مورنۍ انګېزه:

دا هم دالله جل جلاله لوى حکمت دى چې په يوه مورکې يې هم فطرتاً داسې  انګېزه اچولې، چې هغه دخپل ډول(نسل) د پايښت پرتمه خپلې دندې ته سمه اماده کړي. يوه مور د دې له پاره چې خپل اولاد لوى کړي، پر خپل ځان د هغه د بار(نهه مياشتې)، هغه ته دشيدو د ورکړې او د هغه د ساتنې او پالنې ټولې ستونزې مني، الله جل جلا له د يوې مور د بار او د هغې د ستونزو تحمل ته داسې اشاره کوي:

ژباړه: موږ انسان ته وايو چې له مور او پلار سره ښه چلېږه، ځکه چې مور يې د ده دحمل دبار او د دې بار د وضع سختي او ستونزې زغملې دي او دغه ټول وخت(دشيدو خوړلو په ګډون) دېرش مياشتې وي.(احقاف،١٥آية)

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x