سنټر ډیلي ټایمز: طالبان له نوي حکومت سره هم جنګېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي سنټر ډيلي ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په روان امنیتي وضعیت مضمون خپور کړی او ویلي يې دي چې طالبان د ګډ حکومت په وړاندې لا هم په مبارزه لګیا دي.

دغه ورځپاڼه چې د امریکا له پنسلوانیا نه خپرېږي د هېواد پرونیو امنیتي پېښو ته اشاره کوي چې لسګونو دولتي عسکرو ته په کې مرګ ـ ژوبله واوښته.

د مضمون د لیکوال په وینا که څه هم امریکا په افغانستان کې تر یوې لسیزې ډېر وخت له طالبانو سره په جګړه تېر کړ، خو طالبان لا هم د حملو توان لري او امریکا ونشو کولای  چې له منځه یې یوسي.

د ورځپاڼې له قوله امریکا د افغانستان له نوي حکومت سره مرسته کوي ځکه خو يې ورسره امنیتي دفاعي تړون هم لاسلیک کړ.

ورځپاڼې د مضمون په اوږدو کې دې ته اشاره کړې ده چې که څه هم نړیوال جنګیالیان د روان کال تر پایه له افغانستانه په وتو دي، خو افغان امنیتي مسوولین د طالبانو د حملو مخه نشي نیولای.

ورځپاڼې په داسې حال کې دغه مضمون خپور کړی، چې یواځې تېره ورځ، په کندوز، هرات، غزني او بلخ کې لسګونو دولتي عسکرو ته په بېلابېلو بریدونو، چاودنو او نښتو کې مرګ ـ ژوبله واوښته.

یاده دې وي د ګډ حکومت له پیله سره په مرکز کابل کې هم د خونړیو حملو خبرونه ورکول کېږي، چې نن سهار هم یاد ښار د یوې درنې چاودنې شاهد و.

د سږنیو ناندریزو ټاکنو وروسته د راپورته شوي جنجال د له منځه وړلو په خاطر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، سفارت او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب  ګډ حکومت جوړ شو، چې  د دې دولت د لوړې له مراسمو وروسته په څلورویشت ساعته کې له امریکا سره امنیتي دفاعي تړون لاسلیک شو، چې شنونکي يې په هېواد کې د سولې د وروستۍ تمې له منځه وړل بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د