افغانستان

دوهم تعقيب: د کابل په سرتيري بريد کې ۱۰ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د کورنيو چارو مرستيال وزير ایوب سالنګی وايي، چې نن سهار وختي د کابل جلال اباد پر لويه لار د کابل ښار ختيځ نهمې حوزې کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد شوی دی.

سالنګي زياتوي، چې سرتيري بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک موټر د بهرنيو عسکرو له کاروان سره وواهه او يوه درنه چاودنه وشوه.

د ايوب سالنګي له قوله په دغه بريد کې بهرنيو عسکرو ته زيان نه دی اوښتی، مګر يو ملکی وګړی پکې وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

ازادو سرچينو د ايوب سالنګي خبره نه ده تاييد کړې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار ۶:۴۲ د محب الرحمن کندهاري په نوم د دوی يو سرتيري له چاوديدونکو توکو ډک موټر په واسطه د کابل ښار ختيځ نهمې حوزې سيمه کې د بهرنيو عسکرو پر موټريز کاروان بريد وکړ، چې له امله يې درې واړه کروزينان ويجاړ شوي او لسو بهرنيو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد زياتوي، چې دا بريد په داسې حال کې په پوره احتياط شوی، چې سيمه کې ولسي وګړي نه تر سترګو کېدل.

طالبان وايي، چې دا بريدونه يې د کابل واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د لاسليکولو په غبرګون کې کړي او دوی به خپلو دغسې بريدونو ته نور هم زور ورکړي، تر څو خلکو ته وښيي، چې افغانان د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون مخالف دي.

د يادونې وړ ده، چې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ نوي ايتلافي حکومت له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او د ډېرو افغانانو په ګډون طالبانو له دغه تړون سره قوي مخالفت څرګند کړ او ګواښ يې وکړ، چې له دې وروسته به دوی خپلو بريدونو او چاودنو ته نور هم زور ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x