د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر سټینمي

جرمني په افغانستان کې پر خپلې ناکامي اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۲۱مه،۱۳۹۳ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “فرانګ والټر شټاین مایر” پرون – د یکشنبې په ورځ- وویل چې جرمني په افغانستان کې له ۲۰۰۱ع کال راهیسې د خپل ماموریت په جریان کې ډیرې سترې تېروتني کړي او هره شېبه د دې امکان شته، چې د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

نوموړي په یوه تازه مقاله کې چې د جرمني په یوه معتبره ورځپاڼه کې نشر شوې، ویلي: زموږ تر ټولو لویه اشتباه په افغانستان کې د یرغل وروسته زموږ غټ توقعات ول، چې کله هم پوره نه شول، موږ نه یوازي دا غوښتل چې د افغانستان څخه نا امني ختمه کړو، بلکي غوښتل مو چې په ډیره چټکۍ سره افغانستان هغه مقام ته ورسوو، چې یوازي زموږ غوښتنه ده.

نوموړي وروسته لیکي: که څه هم په افغانستان کې د پخوا په پرتله پرمختګ راغلی، خو د دې ټولو سره بیا هم هلته د فساد او مخدره موادو واکمني ده، هلته فساد زیات دی، هلته اوس هم په پراخه پیمانه د مخدره موادو تجارت کیږي، په اکثرو ولایتونو کې د پخوانیو ټوپکسالارانو پاچاهي ده، طالبان چې په افغانستان کې یو مهم سیاسي رول لوبولای شي، خو د هغوی په قدرت او سیاسي نفوذ باندي سترګې پټې شوې.

نوموړي ویلي، لکه څرنګه چې امریکایانو په 1975ع کال کې له ویتنامه په چټکۍ او بېړه پښي سپکي کړي وې، همداسي ښايي موږ هم په ډیر تلوار کې افغانستان پرېښودلو ته اړ شو.

نوموړي به جرمني باندي غږ کړی ، چې نور دي خپل اقتصاد ته پاملرنه وکړي او د نړۍ په ګرمو عسکري ساحو او نظامي محاذو کې دي مداخله نه کوي، بلکې تر عسکري مداخلې ور تېره داسې نورې برخي شته، چې جرمني پکې فعاله برخه اخیستلای شي.

د جرمني د بهرنیو چارو اوسنی وزیر په کال ۲۰۰۱ کې د جرمني د پوځ مشر وو، کله چې د هغه وخت د حکومت مشر ګیرهارد شورډر پریکړه وکړه چې د امریکا سره به تر هره حده پوځي همکاري کوي.

نوموړی د انجیلا میرکل په اوسني حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر دی، او د افغانستان څخه د جرمني پوځ د بیرته ایستلو غوښتونکی دی.

باید وویل شي چې جرمني د امریکا او برتانیاېې وروسته درېیم هیواد دی چې په افغانستان کې زیات شمېر پوځيان لري. داسې اټکل کېږي چې د روان کال ۲۰۱۴ په پای کې به د امریکايي ۹۸۰۰ عسکرو تر څنګ درې زره جرمني عسکر هم پاته ي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د