پښــــتو ادب

شیخ عبدالعزیز بن باز او د الهلالي د قصیدې تردید

د هند په بنارس ښار کې د ‘ الجامعة السلفیه’ په نوم د سلفیانو یوه مدرسه ده چې یوه مجله هم خپروي، د شیخ تقي الدین الهلالي په نوم یوه ملا یې د سعودي د پخواني مفتي عبدالعزيز بن باز په ستاینه کې اوږده قصیده لیکلې وه او پریمانه شاعرانه غلو یا دروغ یې په کې پېیلي وو.

ابن باز چې قصیده وليدله په 23ربیع الاول 1398هـ کې یې د مجلې مدیر عبد الوحید الرحماني ته لیک وروليږه او په سختو الفاظو او مکمله توګه یې قصیده رد کړه، هغه د خپل لیک په یوه برخه کې کاږي: په قصیده کې زما او زما د قوم په بیځایه او افراطي ستاینه خپه شوم دا څو کرښې یې د تردید له پاره درته لیکم او د خپلې مجلې په راتلونکې ګڼه کې زما دا لیک خامخا خپور کړئ. څو لوستوال په قصیده باندي زما له نه رضايت او تردید نه خبر شي.

ابن باز لیکي: شاعر زه په خپله قصیده کې له مشهور زاهد ابراهیم بن ادهم رحمه الله نه په زهد کې زیات بللی یم او دا یې د هغه تنقیص کړی دی، داراز زه یې له حاتم نه په کرم او سخا کې زیات کړی یم او په قضایي چارو کې یې له قاضي شریح سره برابر کړی یم او دا ډول د بدې مدحې او ناسمې ستاینې نورې بیلګې یې هم راوړې دي، او دا هغه ناسمه مدحه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي د دا ډول مادح په مخ خاورې ور وشندئ .

مرحوم ابن باز لیکي: زه له دا ډول ستاینې بیزاري اعلانوم، الله ښه پوهیږي چې په دې قصیده زه څومره خپه شوم محترم هلالي ته دي الله بښنه وکړي اوباید بیا داسي کار ونکړي، د حقیقت د ښکاره کولو او په داسي ستاینو زما د نه رضايت په موخه دا خبرې په مجله کې خپرې شوې.

په دې کیسه پوري دوه خبرې نښلوو یو د شیخ ابن باز صراحت، عاجزي او تواضع ده باید غلط کار، غلو او دروغ هر ځای او هر وخت تردید کړل شي که څه هم د ځان په تاوان وي، زموږ یو استاد یو وخت په یوه لویه غونډه کې وینا کولو ته ور وغوښتل شو د ور غوښتلو په مهال یې اناونسر له نوم سره ګڼ شمیر القاب وتړل استاد په خطبه له پیل مخکي هغه القاب تشریح کړل او زیاته یې کړه: زه په ځان کې د دې القابو وړتیا نه وینم، محترم اناونسر زما په اړه زیات دروغ وویل، باید بل ځل داسي ونکړي.

دویمه خبره په ځینو خلکو کې د چپړاسیتوب مینه او له دې سپک خوی سره زیاته لیوالتیا ده ، په ځانګړې توګه په هغو عجمو کې دا ستونزه زیاته ده چې د نورو لاسکتویه وي او د عربو نعمتونو ته یې سترګې نیولې وي، ځیني سلفیان حضرات د عربو په مرستو دیني ادارې چلوي او کله کله داسي خوړین اقدام ته ځانونه اړ وویني.. دوی باید پوه شي چې هر دیني مکلفيت د وس په اندازه وي او د عزة النفس ساتنه هم شرعي مسؤلیت ده له ولي النعمة سره په چلند کې داسي کړنه په کار نده چې هغه دي بیرته په خپل عمل په مخ وولي لکه د الهلالي قصیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x