نظــر

امریکا + طالبان + پاکستان + قطر = سوله یا انتحار

soolaلرې او لنډ په افغانستان کې  دامرېکې او طالبانو تر منځ   لس کلنه جګړه مخ په  خلاصېدو ده ، اوټاکل شوې چې  طالبانو ته  په قطر کې  یوه رسمي څانګه هم خلاصه شي، یعنې  داسې یو مرکز چې طالبان  وکولای شي  خپل موجودیت  په رسمي توګه په ډاګه کړي.

سوله او افغاني تفاهم  له چاسره ؟ دسولې راوستو ته څه کول په کاردي؟ سوله د چا په ګټه او دچا په زیان دې؟ دا هغه پوښتنې دي چې افغان دولت یې باید ځواب پيدا کړي  ، له دې پرته دسولې خبرې او هڅې بیا هم  له مختلفو ستو نزو سره مخامخ کیږي.

له طالبانو سره دخبرو او جوړ جاړۍ موضوع  هغه  څه دي چې  په دې ورستیو کې د کورني او بهرنیو رسنیو دخبري او سیاسي خبرو اترو منځ پانګه جوړوي ، په تیرو وختونو کې هم ورته  هڅې تر سره شوې وې خو په یو ډول نه یو ډول  له پامه غورځول  کېده .

مګر داځل متحده ایالات په نیغه توګه  له افغاني طالبانو سره د خبرو اترو مخامخ لوری دۍ ، که څه هم افغان دولت  تر یو حده  د سولې دخبرو ملاتړ کړی  خو دخبر اترو دپیل پر میکانیزم او تګلاره یوڅه  احساساتي حرکتونه تر سره کوي،  او په عین حال کې  طالبانو هم دخبرو اترو لپاره امریکا خپل لوری په ګوته کړی.

هغه څه چې  په  دې برخه  کې د ارزښت  وړ دۍ دافغان ولس هیلي دي او شاو خوا درې لسیزې کیږي  چې دا کړې دلی ملت  په مختلفو پړاونو کې  خپلې وینې ، ځوانان او بلاخره  هرڅه یې له لاسه ورکړي دي، خو سوله یې په خپله خاوره او کورونو کې هم نه  دي لیدي ، نو دولت  او یا هم نورې سیاسي ډلې ټپلې مشکل زیږونې او مخالفتونو څخه لاس واخلي او له دې بهیر څخه دې ملاتړ وکړي.

لس کاله کیږي چې افغانان  دطالب  او نورو نومونو په واسطه وژل کیږي او دا له  انصاف او عدالت څخه لرې خبره ده، ولې افغان ترهګر وي او ولې د پردیو په لاس و وژل شي، که چېرته دافغانستان په شمال، لویديځ ، ختیځ او سهیل کې یو تن دبل چا په لاس  دطالب او یا بل نوم په پلمه وژل کیږي  بلاخره خو افغان دۍ او دا بې عدالتي ده.

بس ده نور بې شمېره ښځې کونډې شوې ، ځوانان تر خاورو لاندې شول او ملي وحدت  هم له منځه لاړ  او پر ځاي يې ملي تفرقې ، ملي وژنې او کور ورانۍ را منځته شوې.

په دې برخه کې ګاونډیو هېوادو ته ښه دمداخلې فرصت برابر شو او د خپلې خوښې نخرې یې پر افغانانو وچلولې، او لا هم دا لړئ دوام لري، پاکستان  دافغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ترټولو ( منافق) او خایین هېواد په توګه  په خورا منفي ګرايۍ سره خپله ونډه وساتله، نور هېوادونه هم  له مداخلې  بې برخې نه دي  پاتې شوي، خو دپاکستان په کچه  يې دافغانستان په ورانولو کې شومې هڅې په کار وانچولې، پاکستان دافغانستان  تاریخي هویت او عزت تر پښو لاندې کړ او باید وویل شي چې د افغانستان لوی دښمن  پا تې شوی. دۍ اوس لاهم غواړي چې  خپل موقف  له لاسه ور نه کړي.

که چېرته  دسولې  په خبرو کې دامریکا په مشري  له افغاني طالبانو سره چې  د  مذاکرې عمده عناصر دي او روانو هڅو ته يې ورپام شو نو په ډاګه کیږي چې ګټورې پایلې ترشا لري، او داهم لازمه ده چې دپاکستان پر ونډې  هم ځیر شو ځکه  اسلام آباد دافغانستان په اړه مشخص  او غوڅ دریځ نلري اونا شونی دۍ چې په داسې یو حالت کې افغانستان سوله تجربه کړي او یا هم  له خپلو مخالفانو سره دخبرو پر میز را غونډ شي، که څه هم  داخبرې اترې  چې  په هره کچه او نوعیت هم وي، افغان دولت او متحده ایالات  سره له دې چې یو بل ته پوره قناعت هم نه شي ورکولای او دسولې دعملي خبرو په اړه له یوبل سره منظم اوښه  تفاهم نه لري ، خو بیا هم  روان دي او هڅه کوي ترڅو جګړه په افغانستان کې ختمه ، او دترهګرو پر وړاندې دمبارزې  په اړه  خپله تګلاره بدله کړي.

پاکستان د افغانستان ډېر لنډ ګاونډی هیواد دې او تل یې دافغان ولس دبربادۍ او نابودۍ په برخو کې  خپله ونډه ساتلې ده، او داځل چې  له افغاني طالبانو سره دیوې لوې مخالف ډلې په توګه دامریکا په نوښت دخبرو اترو تازه او ګټورې هڅې پيل شوي دي، بیا هم غواړي چې خپله ناوړه او منافقانه موقف دساتنې او مداخلې لپاره بیا هم لاره هواره کړي او دافغانستان دقضایاوو شراکت  ولري.

له طالبانو سره دسولې خبرې او جوړ جاړی حتمي او ضروري اقدام دی او دا ځل ترسره کیږي، لازمه ده چې افغان دولت په جدیت او پوره دقت سره لاس په کار شي ، داسې نه چې پاکستان هم دمشاور، اوهم  دسولې یو اړخ په توګه دافغانستان په چاروکې  ونډه واخلي او دا امکان لري چې دافغان دولت دجرګه کونکو کسانو له بې تفاوتۍ نه په ګټې اخیستنې یو ځل بیا پر افغان ولس حاکم شي.

دسولې مذاکرات او خبرې اترې له شک پرته چې په شرایطو او غوښتنو پيل کیږي، دخبرو لپاره طالبان هم خپلې غوښتنې لري  په بیلا بیلو مواردو کې دې خوا ته دامریکا په مشري افغان دولت هم خاص شرایط لري او له تفاهم  پرته د دې  ګام پورته کول آسانه نه بریښي، افغان دولت دې باید دملت او ملي یوالي اصل ته په پاملرنې سره  خپل شرایط مطرح کړي ، نه دا چې حکومتي او شخصي مصلحتونه وپالي اود خبرو بهیر له مشکل سره مخامخ کړي، په دې برخه کې افغان دولت دروند ملي او افغاني پېټی په غاړه لري.

د پاکستان  دمخالفتونو او منافقتونو راز او تمثیلي هڅې او س په ډاګه شوي دي، او متحده ایالات هم دومره لیوال تیا نه لري چې له پاکستان سره دیو مطرح هېواد په توګه وګوري او دتفاهم اوافهام مشورې ورسره وکړي. په ځانګړي تو ګه دافغانستان دجګړې په اړه، ځکه دترهګرۍ او ډار اچونې بنسټ د پاکستاني تورې څارګرې ادارې (ای،اس،ای) له لوري د جنرال حمید ګل په واسطه ایښول شوی دی.او همدا عمل ددې سبب شوی چې دافغانستان جګړه وغزیږي ، په ښکاره ډول اوس نړیواله ټولنه هم په دې پوهېدلې ده چې پاکستان دترهګرو ،القاعده، اونورو ډار اچونکيو ډلو تولید کونکی هیواد دۍ.

بل خوا دافغان دولت سیاسي په کور دننه مخالفین یا دشورای نظار، (ټلوالې) دمشرانو اوغړو مخالفتونه او جرمني ته دهغوی  سفر او له دې بهیر سره دهغوي منفي غبرګون یوځل بیا دکابل او دشلو تیرو کلونو تور انځور را یادوي.

کله چې له طالبانوسره دخبرو اترو یاودونه کیږي دوي  بیا ور له مخې خپلې غاړې وشکوي او دنظام پر بدلون او دکرزي دحکومت پر ړنګیدو ټینګار کوي، که چېرته دوي خپل حقیقت او مشروعیت غواړي نو یوځل دې دملت  نظریاتو ته مراجعه وکړي، چې آیا ملت دوي ته په ښه سترګه ګوري او کنه، له دې  ځواب سره به دوې پوه شي  چې ملت  دوی  ته هیڅ ډول تمایل نه لري.  

افغان ولس هغه کسان غواړي چې سوله او یو والی راولي، امن او رفا، پرمختګ اوملي وحدت راولي .

دافغان دولت سیاسي مخالفین تل دجمهوري نظام پر بدلولو او دخپلې خوښې دنظام جوړلو په هڅه کې دي ، او دې کارته یې دپردیو هېوادونو مرستې غوښتي او لا هم  اخته دي  ، لازمه خو داده دوی  دې  پوه شي چې دهمدې نظام له برکته دوي موقف ته رسیدلي دي  او دا یو ښکاره حقیقت دي افغان ولس په دې پوهیږي چې ددې خاورې اصیل او ملت پاله زامن اوڅیرې څوک دي.

په ټولیزه توګه له وسله والو مخالفینو سره دافغان دولت دهر ډول خبرو اترو، چې په هربڼه او نوښت وي دافغان ولس په خیر دی اودملاتړ وړ اقدام دی، خو دمذاکراتو د میکانیزم او منځ پانګې د مفاداتو په رعایت او دافغانستان  دملي ارزښتونو اوملي یوالي په پام کې نیولو سره دا ضروري ده چې دسولې خبرې عملي او افغان مرور وروڼه بیرته خپل کورته راوستل شي.

او دګاونديو هېوادونو په تېره بیا دپاکستان او د دغه هېواد دمخ توري څارګرې ادارې لاس وهنه او نا مشروع  تماسونو مخه د تل لپاره بنده شي.

لیکوال: عبد الغفار پوپل

Wardak.mayar@gmail.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x