ورزش

کرکټ: پاکستان په وروستۍ لوبه کې هم خپل عزت ونشو ژغورلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د پاکستان او استرالیا تر منځ د دریوو یوه ورځنیو سیالیو پایلوبه وه. له دې مخکې په دواړو یوه ورځنیو لوبو کې استرالیا پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه.

پایلوبه کې پاکستان خپلې لوبډلې کې ډیر زیات بدلون راوستی و. په دې لوبه کې د پاکستان لوبډل مشر د مصباح الحق پر ځای شاهد افریدی ټاکل شوی و. څلور لوبغاړي مصباح الحق، عمر اکمل، وهاب ریاض او رضا حسن له لوبډلې څخه ویستل شوي وو او پر ځای يي څلور نوي لوبغاړي عمر امین، صهیب مقصود، سهیل تنویر او انور علي راوستل شوي وو.

د لوبې پچه استرالیا وگټله او د لومړي توپ وهنې فیصله يي وکړه. استرالیا توپ وهنه د فینچ په څلوریزې سره پیل شو.

د استرالیا لوبه په پیل کې ښه روانه وه او د لوبې لومړی سلیزې پوره کولو سره یي یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکړی و چې وروسته لوبه د پاکستانې توپ اچونکو په کنټرول کې شوه او په ۱۳۹ منډو کې يي ۴ لوبغاړي وسوځیدل.

توپ وهنې په برخه کې د استرالیا د سمیت ۷۷، وارنر ۵۶، هېډن ۳۳ او د میکسویل ۲۰ منډو په مرسته ۲۳۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه.

پاکستان توپ اچونه کې سهیل تنویر ۳ او شاهد افریدي ۲ لوبغاړو سوځولو سره ښه وځلیدل.

پاکستان توپ وهونکې اسد شفیق ۵۰، صهیب مقصود ۳۴، سرفراز احمد ۳۲ منډې جوړولو سره ښه وځلیدل په داسې حال کې چې ډیر تجربه لرونکي لوبغاړي ښه و نه ځلیدل. دغه لوبه کې شاهد افریدي چې لوبډل مشر هم و یوازې شپږ منډې جوړې کړې.

د پاکستاني لوبغاړو زر او په لږ منډو سوځیدل لوبه د استرالیا په گټه کړه خو د لوبې په ورستیو شیبو کې د پاکستاني توپ اچونکو ذوالفقار بابر او سهیل تنویر د پاکستان وروستۍ امید و خو مکسویل خپل ورستۍ اوور کې د پاکستان پاتې دوه لوبغاړي وسوځول او هیڅ منډه يي ورنکړه.

دغه لوبه کې د استرالیا توپ اچونکې سټارک ۱، ریچرډسن، فالکنر، مکسویل او دوهیرټي دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د استرالیا لپاره دغه لوبه گټلو کې مکسویل مهم رول درلود.

د دې لوبې گټلو سره استرالیا د دریو یوه ورځنۍ سیالیو لړی ۳-۰ له پاکستان څخه وگټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x