
کندوز: د مستوفیت د کارکوونکي په ګډون درې تنه ټپیان شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت چارواکي وايي چې نږدې ساعت وړاندې په کندوز ښار کې بمي چاودنې د دې ولایت د مستوفیت د عوایدو سلاکار او درې تنه نور ټپیان کړل.
د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سرور حسیني وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې وشوه چې په پایله کې يې د مستوفیت د عوایدو سلاکار او درې تنه نور ټپیان شوي دي چې تر درملنې لاندې دي.
د سرورحسیني په خبره چاودنه د یو مقناطیسي بم په واسطه ترسره شوې ده، چې دغه بم د مستوفیت د عوایدو د سلاکار په موټر پورې نښلول شوی و.
د یادې چادونې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، دا په داسې حال کې دی چې تر دې چاودنې نږد دوه ساعته وړاندې د کابل ښار په ختيځ کې هم د سرتېري برید په پایله کې نږدې لسو تنو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته چې مسوولیت طالبانو پر غاړه واخیست.
یاده دې وي د ګډ حکومت له فعالیت سره جوخت د طالبانو پرلپسي بریدونو هم زور اخیستی چې یواځې په کابل کې يې نږدې په اوونۍ وخت کې ګڼو چاودنو لسګونو داخلي او باندني امنیتي مسوولینو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.