ننګرهار: د ملي اردو په عسکرو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په غني خېلو ولسوالي کې نن سهار شاوخوا اته ابجې د ملي اردو په عسکرو یو پلي سرتېري بریدګر برید کړی دی.

د ننګرهار د امنیه قومنداني مطبوعاتي مسوول حسین مشرقیوال وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې په غني خېلو کې رامنځته شوه.

د نوموړي په خبره سرتېري بریدګر د اردو عسکرو ته څېرمه پلي را روان وو چې په ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکیو ته يې چاودنه ورکړه.

نوموړي ونه ویل چې په پېښه کې د اردو عسکرو ته څومره ځاني تلفات اوښتي خو په خبره يې  د اردو د عسکرو موټر زیانمن شوی دی.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې نن سهار وختي کابل هم د یو سرتيري برید شاهد و، چې په پایله کې يې لسو تنو بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واوښته.

یاده دې وي په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو له لوري پرلپسې سرتيریو بریدونو افغان امنیتي ځواکونه اندېښمن کړي دي.

تېره ورځ د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي هم د امریکا له سناتورانو سره په لیدنه کې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې افغانستان له خورا جدي امنیتي ګواښ سره مخ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د