نظــر

د امريكايي سرتيرو انجام او ملګرو ته يي پيغام

injured_us_soldierله عراق څخه په  ۲۰۰۴ کال كي یو را پور خپور شو چی په هغی کی ویل شوی  ؤ چی امریکایی قواوی له دی امله چی ځانونه د خپلو مړو شویو سرتیرو له جسدونو څخه خلاص كړی، د هغوی جسدونه په  دښتو او بیابانونو او سیندونو کی غورځوی، چی تر ځو د  ځناورو او کبانو خوراک شی.

له دی راپور څخه دا څرګنده نه شوه چی د امریکایی قواو کومه کچه  لوړ رتبه افسران په دی ناوړه او غیر بشری پیښه کی ښکیل ؤ

او دی ،  او د خپلو هغو سرتیرو له جسدونه سره یی داسی چلند کړی چی د دوی د رالیږلو په وخت كي ورته خپلو مشرانو ویلی ‌ؤ : تاسی چی دا زرهاؤو میله لری پرتو سیمو ته ځی دا د خپل هیواد د ساتنی لپاره ځی ، مګر د عراق ځینو بی وزلو او غریبو خلکو د دوی جسدونه په نا څاپی توګه یا په دښتو کی وموندل ، او یا یی د كبانو د رانيولو په جالونو کی له سیندونو څخه راویستل. او له ټولو هغه نا خوالیو او کړاونو سره سره چی دوی د همدغو سرتیرو له لاسه لیدلی ؤ ، همدغه باغیرته اولس ددوی جسدونه راټول کړل او ټولیز قبرونو کی یی په ډیر احترام خاوروته وسپارل.

په هغی وخت کی په دغسی راپورنو باندی چا  غوږ ونه ګرولو ، او د ښکیلاګرو سیاسی او پوځی چارواکو د داسی پیښو له پیښیدلو څخه په کلکه انکار وکړ ، او نه کوم مستقل لوری ته دا اجازه ورکړلی شوه چی په دی هکله خپل تحقیقات وکړی ، ځکه خو دا پیښی ته په مطبوعاتو کی ډیر اهمیت ورنکړلی شو .

مګر د امریکا  د پنتاګون څو ورځی مخکی هغه بوږنوونکی اعتراف چی په هغی کی یی پر دی اعتراف وکړ چی دوی د خپلو ۲۷۴ سرتیرو جسدونه د ویرجینیا ایالت د کثافاتو په ډرمونو کی اچولی دی ؛ ځکه خو سړی نه شی کولی چی په عراق کی  همداسی راپورونه ته د شک په سترګو وګوری.

معمولی خبره خو داده چی پنتاګون باید د هغو سرتیرو له خپلوانو څخه چی په افغانستان اویا عراق کی مړه کیږی او جسدونه یی ټوټی ټوټی کیږی ، د دوفر په هوایی اډه کی د خښولو  لپاره اجازه واخلی او بیا یی په ډیر قدر هلته خاوروته وسپاری ، مګر پینتاګون د دی پر ځای چی دغه سرتیری چی د  دوی په ګومان دخپلی خاوری د ساتلو لپاره زرهاؤو میله لری ځانونه قربان کړی دی په دی آډه کی خاوروته وسپاری د دوی جسدونه  یی دکثافاتو ډرمونو ته ورواچول ، او په دی توګه  یی له دی جسدونه څخه ځان خلاص کړلو .

د پنتاګون دا جرم چی له هر رنګه دینی اوبین المللی ارزښتونو او عسکری ډیسپلین  څخه یو منافی عمل دی  ، او بیا وروسته په خپل جرم باندی اعتراف کول د دوی د مړه  شویو ضمیرونو په بیا راژوندی کیدلو ، او یا د خپل ولس سره له سره دخپلو کړنو د سمولو په معنی نه ده ، بلکه دا اعتراف وروسته له هغی وشو چی د امریکا مطبوعاتو د دوی دا ناوړه چلند خپل ولس ته ورښکاره کړلو.

اوس د امریکا سرتیری کولی شی چی د خپلو تیرو شویو یاداشتونو هغه شیبی را په یاد کړی چی دوی ته خپل پخوانی ولس مشر بوش ویل چی په عراق او آفغانستان کی به جګړه زمونږ لپاره د یو چکر وهلو په معنی وی ، مګر د همدی چکر وهلو  پایله دی ته ورسیدله چی د ځینو سرتیرو قبرونه یی د کثافاتو ډرامونه شول.

د امریکایی سرتیرو د جسدونه له غورځولو څخه په دښتو او سیندونو کی هدف دا دی چی تر څو دوی وکولی شی خپل حقیقی تلفات له خپلو ولسونو څخه پټ کړای شی چی امریکایی واکدارانو پری سلهاؤ ملیارده ډالر مصرف کړی دی او لا لګیادی مصرفوی یی.

مګر لا تر اوسه د امریکایی ولس سره د خپل ژوند د لا سوکالی احساس او یا د خپل امنیت د لا ښه والی شعور پیدا نشو.

د امریکا ولس په خپلو سترګو وینی چی امریکایی ضد احساسات ورځ په ورځ د نړی په ګوډ ګوډ کی ډیریږی ، او په د ی باید پوه شی چی د دی لا مل یوازی او یوازی د امریکا هغه بی مورده او بی هدفه جنګونه دی چی پرته له سلاح جوړونکیو کمپنیو څخه بل هیڅوک ورنه ګټه نه پورته کوی ، او په د وسیله د بیوزله ولسونو  د وینو تویولو په بیه د دوی په  شتمنیو خیټی اچوی.

نن چی په داسی وخت کی له داسی یو ستر جرم څخه پرده پورته کیږی چی د امریکا فوځونه له عراق څخه په وتلو دی مونږ په پوره ډاډ ویلی شو چی مونږ به د همداسی نورو شرموونوکو جرمونو شاهدان یاستو ، ځکه چی همیشه همداسی غیر عادلانه جګړی به همداسی شرموونکی پایلی لری.

دا د کثافاتو د ډرمونه ناولی پیښه مونږ ته څرګند دلیل دی چی هغه امبریالیزم چی خپلی ګټی د بل په وینو تویولو کی وینی دیته تیار دی چی د خپلو ګټو د ساتلو لپاره هر قسم انسانی ارزښتونه تر پښو لاندی کړی  او لګیا دی تر پښو لاندی کوی یی.

په امریکا کی وروستی نظر پوښتنو دا وښودله چی د دوی اکثریت ولس اوس په دی پوه شوی چی دوی د یوی سیاسی لوبه په جال کی راګیر دی ، او دوی دغسی غیر انسانی جرمونو ته په دی نظر ګوری چی داسی پیښی به د همیش له پاره د یوه داسی دولت  په تاریخ کی چی ځان د معاصر انسانی تمدن بنسټ ایښودونکی هیواد بولی د شرم یو څرګند نښان وی .

مګر په افسوس سره باید ووایو چی زمونږ په مینځ کی لا تر اوسه پوری هم داسی کسان شته چی خپله ازادی او حقوق له امریکا نه غواړی ، او په دی نه دی خبر چی هغه څوک چی خپله له ځان سره څه ونه لری نو بل ته به څه ورکړی ، او هغه څوک چی د خپلو شومو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره دیته تیار دی چی د خپلو سرتیرو سره داسی معامله وکړی ، نو دا خو په یقین ویلی شو چی د خپلو هغو ګوډاګیانو سره چی خپله بقاء د دوی په وجود کی وینی  د دوی په سر هری معاملی ته تیار دی.

ځکه  خو باید هغه افغانان چی د خپل هیواد سوکالی د امریکا په تشو وعدو او دهغوی په وجود کی وینی په دی پوه شی چی امریکا تر ټولو نه مخکی خپل مصلحتونو ته وفاداره ده او دیته هر وخت اماده ده چی همدغه خپل ګوډاګیان د خپلو مصلحتونو لپاره قربان کړی. همدا اوس چی نړیوال ائتلاف چی په سر کی یی امریکایان دی په افغانستان کی د طالبانو اسلامی تحریک د خپل سیال په حیث منی او دوی ته یی اجازه ورکړه چی په قطر کی خپل سیاسی دفتر پرانیزی او د طالبانو تحریک پرته له دی چی له خپلو اصولو څخه تیر شی د دی دفتر پرانیستل ومنل چی تر څو وکولی شی له دی لاری خپل حقانیت او د افغانانو مظلومیت نړیوالو ته په سمه توګه وښیی.

امریکا چی نن دیته اړ کیږی چی مجاهدینوته د دفتر د پرانستلو اجازه ورکړی زه دا د مجاهدینو د بری پر لور لومړی لوی ګام بولم او د کابل په تش نامه واکدارانو باندی غږ کوم  چی مخکی له دینه چی امریکایان ستاسی په سر د خپلو ګټو په خاطر معامله وکړی راشی د مقاومت په لیکو وروسته له صحیح توبی ایستلو څخه ورګډ شی چی تر څو د دنیا او اخرت له شرمه خلاص شی او پایله مو لکه په لبنان کی د لحد د فوځ په شان نه شی چی اوس نه خپل هیواد ته راستنیدلی شی او نه اسرائیل ورته د انسانانو په سترګه ګوری  او بیا د غربیانو سوسیال راشن ته مجبور نه شی.

داود فائز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x