پکتیا: بهرنیانو ۷ تنه عام وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې بهرنیو عسکرو په هوايي برید کې اووه تنه عام وګړي شهیدان کړي دي.

د پکتیا د چارواکیو له قوله په شهیدانو کې پنځه تنه د يوې کورنۍ او دوه نور يې د بلې کورنۍ دي.

د سرچینې په قول دغه ډله خلک ګردېز ته څېرمه په غرونو کې په خس ټولولو بوخت و، چې د بهرنیو عسکرو الوتکو پرې بمباري کړې ده او ځای پرځای يې شهیدان کړي دي.

تر اوسه پورې بهرنیو ځواکونو د دې برید اړوند څه نه دي ويلي.

یاده دې وي د بهرنیو ځواکونو په دیارلس کلن موجودیت کې د بې پیلوټه الوتکو په ګڼو بریدونو کې عامو وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

د بښنې نړیوال سازمان په سږني راپور کې بهرني ځواکونه پر دې ملامت وبلل چې پخپل موجودیت کې يې زرګونه عام افغانان تر تېغ تېرکړي دي.

یاده دې وي نه یواځې په هوايي بریدونو او نښتو کې عامو افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي، بلکې ګڼ شمېر يې د غلطو راپورونو یا هم شخصي غرضونو له امله کلونه ـ کلونه بې د دوسیو له څېړلو په زندانونو کې پراته دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت تر ټولو لومړۍ نړیواله هڅه له امریکا سره د دفاعي تړون لاسلیکول دي، چې عام وګړي يې له دغسې خپل سریو خورا اندېښمن دي او نږدې ټولو افغانانو يې په يوه خوله مخالفت کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د