نظــر

ولسمشره! هلته ستا کورودانه هم ښکنځل کېږي

ليکوال: عرفان الله لمر شرفزی

ستا د پلویانو په اصطلاح ولسمشره!
داسې اوازې دي، چې د کرزي په اوډلي حکومت کې د جدي بدلون لپاره دې پايڅې رابډ وهلي؛ رښتیا که همداسې وي، نو یو ځای زه هم درښیم، چې هلته وحشت دی، دهشت دی او انسانیت نشته. هلته دین ښکنځل کېږي، رب ښکنځل کېږي، نبي ښکنځل کېږي، قران ښکنځل کېږي او انسان ښکنځل کېږي.

ولسمشره! هلته هر لوري ته د انسانانو چیغې دي، هلته هر لوري ته د انسانانو وینې دي، هلته هر لوري ته د انسانانو اوښکې دي.

ولسمشره! هلته انسان ته د انسان په سترگه نه کتل کېږي، هلته انسان ته د ځناور په سترگه هم نه کتل کېږي، هلته تاته هم تر سپي په کمه سترگه کتل کېږي.

ولسمشره! داسې به وگڼو، چې که هلته رب، نبي او قران ښکنځل کېږي، نو په دې دې خیر دی زه خوا بده کړم، ځکه زه په دوی خوابدی کېږم او ته او ستا اداره ورته چندان توجو نه لرﺉ، خو په دې خو ته هم خوا بده کړه، چې هلته ته هم ښکنځل کېږې، هلته ستا کورودانه هم ښکنځل کېږي، هلته ستا چارې هم ښکنځل کېږي، هلته ستا ولس هم ښکنځل کېږي.

ولسمشره! ته به وایې، چې دا نو کوم ځای شو؟ صبر درښیم یې، ځکه ما هلته یو کس ولید، چې د پښو د تلیو لاندې برخې یې یو اینچ پوکڼۍ وینه نیولې وه، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې په عمر تر اتیا کلونو زیات و، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې د پرلپسې شکنجو له امله په خپوړو تشناب ته څښیدو، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې عمر یې دولس کاله و، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې له سهاره تر ماښامه له لاسونو راځړیدلی و، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې شل و او د گوډانو په سایکل به گرځیدو، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما یو کس ولید چې له ماښامه تر سهاره راځړیدلی و او چې راخلاص یې کړ، نو بې حسه په ځمکه پرېووت، خو لا هم شکنجه کیدو، هلته ما ډېر کسان ولیدل چې بدنونه یې له شکنجو تک شنه وو او پړسیدلي وو، خو لا هم شکنجه کیدل، هلته ما ډېر کسان ولیدل چې په شکنجه کې به بې هوښه شول او دوی به له پښې نیولی دباندې دهلیز ته راوویست او وبه یې غورځاوه، هلته ما ډېر کسان ولیدل چې له شکنجو به یې چیغې نور له ستوني نه راپورته کیدې او له سیکه به ولوید، خو لا به هم شکنجه کیدل او هلته ما ډېر کسان ولیدل چې په اونیو اونیو یې په سر توره خولۍ راکش شوې په یخ فرش ناست وو او هیڅ لوري ته یې د کتو حق نه درلود.

ولسمشره! هلته ما له ډېرو کسانو واوریدل، چې په شکنجو کې یې راتلونکی گډ ژوند له منځه لاړ او تردې وروسته به له بچیو بې برخې وي؛ هغوی ته په کور کې ښځې هم ناستې وې، هلته مې د ډېرو کسانو غاښونه ولیدل چې په شکنجو کې مات شوي وو او یا وتلي و، هلته مې له ډېرو کسانو واوریدل چې له شکنجو وروسته په بولو کې وینې تویوي، هلته مې د ډېرو لاسونه او پښې ولیدل چې مات شوي وو، هلته مې ډېر کسان ولیدل چې له دردونو په شپو شپو کړیدل، خو کوم چا یوه گولۍ درمل نه ورکول، هلته مې ډېر کسان ولیدل چې په شپو شپو خوب ته نه پرېښودل کیدل او هلته مې ډېر کسان ولیدل چې په میاشتو میاشتو په تنهایۍ کې په یوه کوټه کې ساتل کیدل او آن قرانکریم هم نه ورکول کیدو.

ولسمشره! ته به وایې، چې دا نو کوم ځای شو؟ صبر درښیم یې، ځکه هلته ما د پوهنتون استادان ولیدل چې په پنجرو پسې راځړول کیدل، توهین کیدل او وهل کیدل، هلته ما د پوهنتون محصلین ولیدل چې په پنجرو پسې راځړول کیدل او رټل کیدل، هلته ما د ښوونځي ښوونکي او زده کوونکي ولیدل چې شکنجه کیدل او هلته ما د مدرسې ښوونکي او زده کوونکي ولیدل، چې وهل کیدل او په پنجرو پسې راځړول کیدل.
اوف ولسمشره! هلته مې یو پینځلس کلن تنکی ځوان ولید، چې قرانکریم یې په غېږ کې ایښی و او تلاوت یې کاوه، خو هغوی له شا په زوروره لغته وواهه او قرانکریم یې له غېږې لرې ولوید؛ هغه تنکي ځوان قرانکریم بېرته راپورته کړ، خو هغوی یې له لاسه کش کړ او دوه میتره لرې مېز ته یې ور وغورځاوه او په تنکي ځوان یې د وهلو شروع وکړه او پرلپسې یې ورته ویل “همدې گمراه کړي یﺉ”.

ولسمشره!

ته به وایې، چې دا نو کوم ځای شو، صبر درښیم یې، ځکه هلته بې گناه وگړي راوستل کیدل او د مړو دوسیې پسې تړل کیدې، هلته بې گناه وگړي راوستل کیدل او په جبر پرې د لسگونو مړو درنې درنې پېښې منل کیدې، هلته بې گناه وگړي راوستل کیدل او د شکنجو له امله د درنو درنو چاودنو منلو ته اړ کیدل، هلته بې گناه وگړي راوستل کیدل او له شکنجو وروسته د کیمرو مخې ته کینول کیدل او هغه څه پرې ویل کیدل، چې دوی به ورته ویل او هلته بې گناه وگړي راوستل کیدل او دوی یې له چیغو خوند اخیست او په کړس کړس یې پرې خندل.

ولسمشره! دا ځای د ملي امنیت د تحقیق ریاستونه وو، چې یوه ته یې درې نیم کاله مخکې ۹۰ ریاست وایه، بل ته یې ۱۷ ریاست وایه، بل ته یې ۱۸ ریاست وایه او بل ته یې د کابل ریاست وایه؛ بیا ددې لومړیو دوه ریاستونو نومونه د لومړي ۱۲۴ او د دویم ۴۰ کېښودل شول.

ولسمشره! که دې وسه پرې کېږي، نو هلته ددې شکنجو مخه ونیسه، هلته د پوهنتون استادان نور مه شکنجه کوه، هلته د مدرسو او ښوونځيو ښوونکي مه شکنجه کوه، هلته زما د جومات امام نور مه شکنجه کوه، هلته زما سپین ږیری پلار نور مه شکنجه کوه، هلته زما نابالغه ورور نور مه شکنجه کوه، هلته ځوانان نور له جنسي ځواکه مه بې برخې کوه، هلته زما رب نور مه ښکنځه، هلته زما نبي او قران نور مه ښکنځه، هلته زما بې گناه کلیوال د شکنجو له امله نور مه اړ کوه چې درنې درنې چاودنې په ځان ومني، هلته زما محصل نور مه شکنجه کوه او د مړو دوسیې مه پسې تړه او هلته اسلامي مقدساتو ته د توهین مخه ونیسه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

No problem that is difficult for MR Ghani to Stop that kind of Businesses that work do for along time for Muslim from 1357 Communist party strated & USA also employed that communist for that work the Ghani not able to stop it.

قاري سعيد خوستئ

نويده وروره رب العالمين دي درباندي پخپلو ستركو په داسي حال كي اويني چي داچيغه دي له خولي وززي چي منم يي چي حقيقت ؤ

ساپي

شرفزي صيب سلام . زمونږدكندهاردخلكوپه اصطلاح تراوسه دي سرپه خلاص شوي نه دي گرانه دولسمشرنه نيولي تريوكوچني مامورپوري دادهمدغوكارونولپاره گمارل شوي ترڅوباداريي تر راضي شي . گرانه يوټكي ته دي بايد پام اوسې هرڅوك چي دهرچالخواء په يوه دنده گمارل كيږي ښكاره ده چي دهغي اوامروته به سرټيټوي نود افغان ولس په تيره بيا په مسلمان اوپښتون په دمنځه وړلو،كړولو،زورولواونورورنگ رنگ ظلمونه طرحه دسيپتمبرديولسمي پيښي څخه مخكي داپريل ٢٠٠١ع كي په جرمني كي شوي ول چي طالبان بايد دمنځه يوړل شي اوسربيره پردي چي مسلمانان دي مگرد دي په خواء كي ډيرئ يي پښتانه دي داهغه څه ول چي ديوالماني… نور لوستل »

علی

اشرف غنی په افغانستان کی د دجال نماینده دی.

الله نظر

zh ph khpala Ahmadzai yam kho nana pory ma dese Ahmadzai o naledh che hagha cristina khaza kary ve kho z maphygam da ba Ahmadzai vy kana kho bya hom khalag Ahmadzai warta waye kho Allah pak de dia TAba aw barbad kry Ameen da kho Maloma khabara da che Ashraf ghani yaw star egant da de America

الله نظر

مونږ اسلامی امارت افغانستان غواړو الله پاک دی په ټوله نړی کی اسلامی کانون جوړکړی امین

محمد

همد اسی ده لکه څرنګه چي لیکل سوي دي د کندهار په ملی امنیت او د رازق په پوستو کی د متهمینو و خایو ته انبورونه ور اچول کیږی خو ارمان چی ……………. او دا ملعونین و الله جل جلاله ته ښکنځل کوی د نجیب ملعون خويونه او کارونه کوی هغه ملعون چي د کندهار په خاد کی ؤ همداسی ښکنځل او بد ویل به یي کول خو افسوز چي وطن او قوم مو مشر او خواخوږۍ نه لری

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx