ټکنالوژي

ګوګل باید له ۶۰۰۰۰ زیات لینکونه پاک کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): برتانویانو د «دا باید له یاده وویستل شي» کمپاین په اساس له گوگل څخه غوښتي چې له ۶۰۰۰۰ څخه زیات لینکونه له خپلې نتیجه ښودنې څخه پاک کړي.

ټول ۱۸۳۰۴ برتانویانو د دې لینکونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې چې دغه تعداد په اروپايي اتحاديي کې له جرمني او فرانسې څخه وروسته په درېیمه درجه کې راځي.

ټوله اروپا کې ۱۴۵۰۰۰ کسانو دغه غوښتنه کړې. گوگل ته هره ورځ په دې اړه ۱۰۰۰ غوښتنې رسیږي.

هغه شرکت چې دغه غوښتنه يي ترتیب کړې د مې په میاشت کې به د اروپا عدالتي قضا ته وړاندې شي. د دغه شرکت له نظره معلومات باید اصلاح شي کوم چې خلک په گوگل کې لیدلو سره صحیحه او دقیقه گڼي.

ډیر هغه خلک چې په گوگل کې يي څه نشر کړی وي او نور نه غواړي چې هغه گوگل کې موجود وي له گوگل څخه غواړي چې د دوي په واسطه نشر شوي لینکونه باید له منځه ولاړ شي.

گوگل ویلې چې پورتنیو ټولو ډلو ته يي منفي ځواب ورکړی بغیر له یو ډاکټر څخه چې د طب په اړه يي یو مضمون نشر کړی و خو طریقه يي په کې نه وه بیان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x