افغانستان

لغمان: بهرنیو عسکرو څلور تنه کاریګر شهیدان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو الوتکو په هغه کارګرو بمباري کړې ده چې د پله په جوړولو بوخت و.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په بمبار کې د پله څلور تنه کاریګر ټول شهیدان شوي دي.

د لغمان چارواکي وايي  چې دغه څلور تنه کارګر د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې نه دي وژل شوي، د لغمان د والي ویاند وايي چې دوی طالبانو وژلي دي.

د سیمې اوسېدونکو د بمونو هغه ټوټې خبریالانو ته ښوودلې دي چې هوايي برید یقیني کوي.

دا په داسې  حال کې دی چې پرون ناوخته هم بهرنیانو په یوه بل هوايي برید کې د پکتیا مرکز ته څېرمه اووه تنه ووژل چې پنځه يې د یوې کورنۍ او دوه نور يې د بلې کورنۍ وو.

د پکتیا امنیتي چارواکو پېښه منلې ده او ويلي يې دي چې بهرنیانو په هغو اوو تنو عامو وګړیو بمباري کړې ده چې مرکز ته څېرمه يې په غرونو کې خس رالوټول.

د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي څانګې د غبرګو پېښو اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x