نظــر

د کار لمړی ورځ او لمړی تیروتنه

لیکواأ: ډاکتر نعمت الله نیازی د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوبي مېن پوهنتون  (University of Southern Maine) د عامې روغتیا د ماستری پروګرام د دوهم کال محصل

وروسته له دیارلسو کلونو د امریکا متحده ایالاتو  د کرزی له حکومت څخه د امنیتی تړون دلاسلیکیدو غوښتنه وکړه . چه له مخی به امریکا یی عسکرد یو اوږد محاله مودی پوری افغانستان کی میشت وی . پخوانی ولس مشر حامد کرزی د صلح ټینګول او اقتصادی پرمختګ د پیش شرط په ډول د تړون دلاسلیکیدو دپاره وړاندی کړل اوپه دغه مسولیت کی لوی جرګه هم شریکه کړه. دخارجی استخباراتو نفوذ اود دوی تبلیغات ، د ځینو کړیو د شخصی او یا هم قومی ګټو خوندیتوب او د بی سواد افرادو ګډون په لویه جرګه کی دا زمینه برابره کړه تر څو د امنیتی تړون لاسلیکیدل تایید شی. خو سره له دی هم پخوانی ولسمشر د تیرو دیارلسو کلنو د تجربی پر بنسټ دغه لاسلیک څخه په شاه شو ځکه دا موافقه یوه مهمه اوتاریخی مسولیت وچی پر بنسټ به هر هغه څه چی د دی موافقی په نتیجه کی رامینځ ته کیږی مسولیت به په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د ولس مشر پر غاړه وی.

دا موافقه له شک پرته په لویه کچه منطقوی رقابتونه تشدید وی . ګاونډی هیوادونه به د امریکا اوږد محاله شتون ونه شی زغملی او دا به ورته یقینی شی چی امریکا د بل هدف او دکوم بل خوب لیدو ته دلته راغلی چی په دی ټول دغه هیوادونه به بی تفاوته پاتی نشی. چین او روسیه به د افغانستان په اړه په خپلو سیاستونوکی بیا کتنه وکړی او دابه هم  لری نه وی چه د اوسنی دولت مسلح مخالفینو سره اړیکی ټینګی او په پر مختللو وسلو یی سمبال کړی چه په دی توګه دا موافقه به تر ډیره بریده د طالبانو د تقویې او  په ګټه تمامه شی.

دا تړون دی یوی بلی اوږد محاله جګړی پیغام هم له ځان سره لری، ځکه د دی موافقی پربنسټ د امریکایی ځواکونو اوږد محاله شتون  د سولی د راوستولو ټول شرایط نفی کوی . طالبان د امریکا شتون سره په بشپړه توګه مخالف دی او هیڅ کله به د سولی خبرو اترو ته حاضر نشی چه په دی توګه جګړه به دوام کوی او دواړو خواو ته به د افغان ولس بچیان وژل کیږی او امریکا به خپله ننداره کوی.
د موافقی ځینی مواد خو داسی دی چه په ښکاره ډول د افغانستان استقلال اوځمکنی بشپړتیا په ټولیزه توګه تر سوال لاندی راولی . دلته په امریکا کی هر اوسیدونکی او هر وګړی د امریکا د قوانینوڅخه په تابعت مکلف شوی اما د دی موافقه پر بنسټ به افغان دولت امریکایی جنایت کاران نشی تعقیبولی. له دی ښکاری چی دا موافقه په اکثره مواردوکی یو اړخیزه ده،ځکه کله چی یو بهرنی وګړی ستا په خاوره کی د کوم جرم مرتکب کیږی یعنی که چیری د کوم افغان په کور، ژوند، ناموس او  داسی نورو ارزښتنو باندی تیری کوی او ته دا حق او توان  نلری چه د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کی تر پوښتنو او ګرویځنولاندی راولی ، معلومه ده چه ستا استقلال او خپلواکی نیمګړی ده.

بله موضوع دا دی چه ایا کوم ضمانت شته چه امریکا د دی موافقی موادو ته ژمن پاتی شی؟ د ناټو قواوی د امریکا په شمول افغانستان ته د امنیت د راوستولو او له سرحداتو څخه د دفاع په نوم راغلی و، له تیرو سو کلنو راپه دیخوا د پاکستان له خوا په وار وار پر افغان ولس تیری شوی اما دوی هیڅ کوم عکس العمل ندی ښودلی،  نو په اطمینان سره  ویلی شو چی د موافقی هغه مادی به رعایت کیږی چه د امریکا ګټی په کی خوندی وی. په ټولیزه توګه دا هغه ننګینه قرار داد  ده چی د اسلامی او  افغانی ارزښتنو په خلاف ولاړه ده او کومه مثبته پایله به ونلری.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x