نظــر

افغانستان ( جزء لایتجزأ ) دی

map_of_afghanistanدطالبۍ په مهال مې دا اصطلاح لومړی هغه مهال واورېده کله چې دپخواني حکمت  دزده کړې په  مهال  د ( ابطال جزء لایتجزأ) بحث ته ورسیدم  ، پخواني حکماء چې په صورت جسمي او هیولا باندې باور لري ، وایي داجسامو لپاره داسې جزء نشته ، چې هغه دې تقسیم قبول نکړي ، خو واقعیت دادی  چې  په نفس الامر کې داسې ډیر اجزاء شته ، چې ناقابل تقسیم وي ، چې همدې ته ( جزء لایتجزء ) وایي او ځینې یې ( جوهر فرد یا جوهر بسیط ) بولي .

جزء لایتجزء یعني  هغه څه چې تقسیم او تجزیه نه قبلوي ، ددې لپاره به داتومي ساینس ماهرین شاید خپلې بیلګې لري ، خو زما په باورپه سیاسي او جغرافیوي لحاظ  ددې پدیدې ترټولو ښه مثال  زموږ هیواد  افغانستان دی .

دې هیواد دخپل اوږده او څپڅپانده تاریخ  په ترڅ کې ثابته کړې ده ، چې بالاخره ( لکه ونه مستقیم په مقام  دی) داسې مستقیم چې دپسرلي وږمې او دمني سیلۍ یې خوځولی شي ، خو ماتولی یې نه شي .

که په تاریخي لحاظ وګورو ، دا جغرافیه او اولس  دنړۍ دبلې هرسیمې په پرتله د ډیرو یرغلونو  او انقلابونو سره مخ شوې ده  ، خو دزماني  تحولاتو دپلونو ترمنځ د دل کیدو او ټوټه کیدو په ځای همیشه  دیوې کلکې ډبرې په شان ثابته شوې ، چې همدا جوړښت یې په فی الجمله ډول تراوسه راساتلی دی .

یو وخت داسیمه  دهندي اشوکا دزبرځواکۍ او دیونان دباختري  امپراطورۍ ترمنځ دبیلتون  کرښه او بیلوونکې  ایریا وه ، ورپسې یې دپیړیو په پوړیو کې په پله پسې توګه  دسیمې د دریو مهمو  تمدن صادرونکو سیمو ( هند ، فارس ، چین ) ترمنځ نه یوازې خپل تشخص وساته ، بلکې له خپلې محدود جوړښت او نفوس سره سره یې  همیشه په چم ګاونډ باندې خپل سیاسی / فرهنګي سیوری هم غوړولی پریښود .

لسیزې وړاندې دننني واشنګټن غوندې  لندن همداسې په دم کې وو ، او په مستعمرو کې یې لمر نه غرقېده ، دادتاریخ پوهانو په ژبه د پرنګي  د Great gime   او دقطبي خرس  د( دیوآسا ګامونو ) وختې وې ، افغانستان دنړۍ له هغو ګوتشمیر جغرافیو څخه شمیرل کیده ، چې اروپایي یا روسي استعمار نه وو هضم کړی  ، له جنوب او شمال دواړو خواوو څخه استعمار چیان  دې کوچنوټي  خاورې  ته پسخېدل چې څنګه به تربل وار پرې ړومبۍ او دخپلو مستعمرو په لست کې وراضافه کړي .

لارډ لیټن  په دې مهال کې په هند کې پرنګی وایسرای  وو ، او څرنګه چې یې په دنده نوی پیل کړی وو ، نوځکه یې افغانستان ته هم دنورې نړۍ سوچ نیولی وو ، لارډلیټن دخپل وظیفې په پیل کې په کابل کې دامیرشیرعلي خان په حکومت کې خپل نماینده عطامحمد ( چې هندی مسلمان وو ) هند ته ورغواړي ، او دوضعې پوښتنې ترې کوي ، عطامحمد ورته  دشیرعلي خان او افغان اولس خپلواک او انګریز ضد احساسات بیانوي ، لارډ لیټن په ځواب کې وایي چې شیرعلي خان ته ووایه ، که تاسو په خپله خاوره کې انګریز نژاده مامورین ونه منئ  او زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب رانکړئ ، نو باید پوه شئ چې افغانستان ددوو ډبرینو پلونو ترمنځ  یوه پرته دانه ده ، چې په اسانه محوه کیدلای شي .

کله چې عطامحمد کابل ته راځي ، نو داخبره  کټ مټ امیر شیرعلي خان ته کوي ، دتاریخي روایاتو له مخې دانګریز ددې پټکې په اوریدو امیرشیرعلي  سروښوراوو ، مرموزه موسکا  یې وکړه او ویې ویل ، لیټن چې دافغانستان په اړه داسې فکر لري اشتباه کوي ، افغانستان ددوو پلونو ترمنځ پرته دانه نه  ، بلکې دنړۍ دسیاسي تلې  ددوو پلو(کاسو) ترمنځ واقع دترازو شاهین دی ، چې ددغو دوو پلو استقرار  یوازې دهمدې کوچني شاهین په استقرار او استواء سره راتللی شي .

ډیوک ارګیل دهماغه مهال یومخکښ بریتانوی سیاستمدار دی ، نوموړي  وروسته ویلي ، دا تاریخي واقعیت دی  چې یوه اسیايي افغان سیاستمدار په خپل دراکت او ارزیابۍ سره زموږ  دیوه  دیپلومات ( لارډ لیټن ) په غاړه دحماقت مډال راوځړاوه .

رښتیا هم هغه مهال چې افغانستان دبل هروخت په نسبت  دمحوې او تجزیې له جدي خطر سره مخ وو دامیرشیرعلی ارزیابي سمه وختله ، انګریز دخپل استعماري فارورډ پالیسۍ دبیلابیلونسخو له بیا بیا ازمویلو وروسته  دې ته راغی چې دا هیواد دانګریز او روسي زبرځواکیزو پلونو ترمنځ د بفر ( حائل ) کاڼي په توګه ومني ، چې دل کیدل او تجزیه نه قبلوي .

له هغه راهیسې تراوسه چې افغانستان  له خپل نهایي توپاني تاریخ سره سره خپل سکښت ساتلی دی ، نړیوال کتونکي ورته دیوې معجزې په سترګه ګوري  ، او له ټولو بایلنو  سره همدا متحد پاته کیدل دافغانانو لویه لاسته راوړنه او بریا بولي  .

نن سبا یو ځل بیا ددې ( پرله اوبدلي ) وطن او اولس دیوځلي یا تدریجي  شړېدلو یا شړولو خبرې کیږي ، ددې خبرو او تبصرو په اړه به په لنډو ووایو چې په ولسي اصطلاح (دخلکو په خولو پاستي نه ویړیږي ) او نه څوک له چا دخبرو او چورت وهلو حق سلبولای شي  ، ددا ډول خبروپه اړه افغانستان یوازې نه دی ، بلکې دنړۍ  هیڅ داسې هیواد به نه وي ، چې دتجزیې طرحې او ارمانونه دې یې   شتون ونلري  ، حتی امریکا او بریتانیا چې په امریکا کې  دجنوبي ایالا تونو ځیني اوسیدونکي دخپلواکۍ او تجزیې  ارمانجن دي ، اوبرتانیا کې  ایرلنډی ، سکاټلنډي او نورو ویشونو داسې چورت وهلو او شعاربازۍ ته لاره هواره کړې ده .

الهي ځانګړی فضل یې بولئ که هرڅه ، خو داوقعیت باید ومنو چې دافغانانو په زړونو کې  په بې توپیره توګه  د وطن له تجزیې څخه کرکه دبل هرڅه په نسبت زیاته ده ، دا اوس چې دتجزیې کومې خبرې  کیږي ، یوه هم دجومات ، پیتاوي ، دېرې او شنوچایو دمجلس خبرې  نه دي ، چې اولسي ریښه دې ولري ، بلکې دیو څو ډالرنوشو روڼ اندنمایانو شخصي عندیې دي ، چې دپردیو په دیکته یې راتوغوي ، دلته په تاریخي لحاظ داسې باد راوړې خبرې همیشه له باد سره تللې دي ، او وطن له خپلو اوسیدونکو سره په لایتجزأ  شکل  دروند په خپل ځای پاته دی .

طالب جان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x