شعـــــرونه

غزل – حلیمیار فطرت

شاعر: حمدالله حلیمیار فطرت

تښتي ماښامونه ځکه لمر دی راته مخامخ
خاندم پدې، کور مي د دلبر دي راته مخامخ

زه  په فرهادي تکل ورځمه او تر اوړمه
نن چي د اشنا دغرور غر دي راته مخامخ

نشته بیابانه ستا په غیږه کي سکون نشته
تاته که مي شا کړه سمندر دي راته مخامخ

مرګ را ایسار کړی یم چي کومي خواته مخه کړم؟
شاته مي ګړنګ دي او خنجر دی راته مخامخ

توره چي به وه نو د رقیب به پته ورکه وه
نن یم خالي لاس د رقیب سر دي راته مخامخ

ما حلمیار ځکه نور پر ځمکه وسله کیښوده
وینم د تیرو بڼو لښکر دی راته مخامخ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x