نظــر

دلته د ښځو تعلیم له ورزشه قربانېږي!

شفیع اعظم اوریاخیل

بیګاه مې د BBC  په ماښامنۍ خپرونه کې وارېدل چې د کندهار او هرات نه کابل ته یو شمېر نجونې راغلي ترڅو د کابل پوهنتون له نجونو سره په فوټبال کې زور ازمایي وکړي. خبریال زیاتوي چې “یو شمیر نجونو ټیکري په سر خو د ځینو یې ټیکري ندي په سر او په ازادنه ډول فوټبال کوي.”

د ښځینه ټیم د فوټبال ټرینر وایي چې “اوس د کورنیو په ذهنیت کې مثبت بدلون راغلې، ځکه پخوا به چې نجونې له ولایاتو کابل ته د سیالۍ لپاره راتلې نو یو تن به ورسره د محرم په توګه راته چی دا کار به د دوی لپاره خورا غیر اقتصادي تمامېده، خو اوس له نیکه مرغه یادې نجونې له خپلې ښونکې او ټرینرې سره راځي او اوس ورته یاده چاره خورا اقتصادي تمامېږي.”

په ښونځیو او پوهنتونونو کې د دا ډول کړنو او بیا یې په میډیا کې خپرول ممکن ډیرې بدې پایلې ولري. افغانستان چې یوه اسلامي او سنتي ټولنه ده، ډیرې لږې کورنۍ د ډیرو ستونزو په ګاللو سره دې ته چمتو کېږي، ترڅو خپله لور او یا هم خور ښونځي ته واستوي.

دلته د ښځو د جذب لپاره اوس هم دا جمله کارېږي چې “که چیري ښځه تعلیم ونه کړي او ډاکټره نشي نو ممکن موږ خپلې ښځینه ناروغان نرانو ته یوسو، او دا کار خو بیا کاملاْ له افغانیت او غیرت سره په تناقض کې یو عمل دی” او بیا د همدې دلایلو په مرسته یو شمیر کورنۍ دی ته زړه ښه کوي ترڅو په ټولنه کې دا تشه ډکه شي.

تاسې خپله فکر وکړئ چې په یوه ټولنه کې د نورو ګټو او دلایلو پر ځای موږ له ناکامه ښونځیو کې د نجونو د جذب لپاره یاده جمله کاروو، خو بیا څو میاشتې او کاله وروسته هماغه نجلۍ موږ د فوټبال او ورزشي سیالیو لپاره ولایت په ولایت ګرځوو. نه یم پوه چې دا کړنه له کوم ډول منطق سره اړخ لګوي؟ اړتیا یې څه ده؟ ایا دا دومره مهم کار دی چې موږ حاضر یو په لاسته راړنه کی یې هر ډول قربانۍ ته غاړه کېږدو؟

دلته د ښځو لا څه چې د هلکانو د تعلیم په مخه کې خورا ډیر لاینحل خنډونه پراته دي او ډیر جدي کار او کارنده نتایجو ته اړتیا ده ترڅو عامه ذهنیت دې ته چمتو شي چې ولس د تعلیم د ودې لپاره لاس په کار شي.

فکر نه کوم څوک دې د ښځو د تعلیم یا ورزش سره مخالفت ولري، اما دا کړنې نباید په داسې ډول ترسره شي چې دیني او کلتوري ارزښتونه پری لګدمال شي.

که چیري د ملي المپیک ریاست د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په فکر کې دی، د ښونځیو مدیران هم نه غواړي له بل ښونځي نه په هېڅ ډګر کې وروسته پاته شي، نو باید کم له کمه دومره فکر خو له ځان سره وکړي چې نباید اصل هدف چې هغه د ښځینه طبقې باسواده کول دي زیانمن شي. دا ډول کړنې به هغه افراد نور هم په خپل دریځ کې ټینګ کړي چې ګویا د ښځو د تعلیم او باسواده کېدل یوه پلمه ده، بلکه دلته هڅه روانه ده ترڅو په ټولنه کې فحشا رایج شي.

په افغاني ټولنه کې چې لاهم ډیریو نجونو ته د ښونځي د تګ زمینه نده برابره نو پکار ده هغه نجونې چې ښونځیو او پوهنتون ته د تګ فرصت لري له فراغت وروسته په ټولنه کې د اسلامي او افغاني اخلاقو، پوهې، طب، منجمنټ، دیني زدکړو او نورو برخو کې د ټولو لپاره یوه نمونه او مثال وګرځي. داسې یوه نمونه چې له دې وروسته خلک نباید د تبلیغاتو په ذریعه د تعلیم ودې ته وهڅول شي، بلکه هرڅوک باید په ریښتیني ډول دا و ویني چې ریښتیا هم د یوې نجلۍ باسواده کېدل د یوې کورنۍ باسواده کېدل دي او د یوې کورنۍ باسوادېدل د یو روښانه راتلونکي زیری دی.
په کلیو کې مو هلکان د ښونځي لپاره سرپنا نه لري خو په ښار کې مو بیا نجونې له ډیری مستۍ او ازادۍ د سر پټولو لپاره پړونی.

که چیري چارواکي د دې ډول کړنو لپاره پر منطق ولاړې طرحې وړاندې نه کړي، نو دا پروژه یې او نادان دبړه ماران به مو د ښځو د تعلیم دا تت پرمختګ هم له ماتې سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x