
ترکيې امريکا ته د اسلامي دولت پر ضد د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا دفاع وزارت پينټاګان څخه په تازه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې ترکيې دوی ته اجازه ورکړې، چې د اسلامي دولت پر ضد د ترکيې له پوځي مرکزونو او هوايي ډګرونه کار واخلي.
اسوشيټيډ پريس د پينټاګان د چارواکو له قوله وايي، چې د ترکيې د پوځي اډو کارولو او د ترکيې حکومت د کره رول تفصيل اوس هم د بحث لاندې دی او په دې اړه به بشپړ معلومات وروسته خپاره شي.
امريکايي چارواکو د ترکيې د دغې پرېکړې هرکلی کړی او زياتوي، چې د ترکيې مرسته د اسلامي دولت په ځپلو کې د دوی لپاره ښه زيری دی.
ويل کيږي، چې ترکيې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې د «انجرليک» په نوم خپله پوځي اډه د اسلامي دولت پر ضد وکاروي.
تر اوسه د اسلامي دولت پر ضد پيل شوي هوايي بريدونه د عربي خليجي هېوادونو له هوايي ډګرونو پورته کيږي.
امريکا د خپلو ايف۱۶ ډوله جنګي الوتکې ډېرۍ بمبارۍ د اردن له هوايي ډګره کوي.
امريکايي عسکر بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې هندي سمندر کې «ديګو ګارسيا» له پوځي هوايي ډګره کوي، چې د بريتانيا سنمدري برخه ده.
امريکا له دې مخکې ترکي چارواکي هڅولي وو، چې د اسلامي دولت پر ضد مهم رول ولوبوي او د انقرې او واشنګټن تر منځ په دې اړه له څو ورځو راهيسې خبرې اترې روانې دي.
ټاکل شوې ده، چې امريکايي چارواکي به د روانې اوونۍ په ترڅ کې د ترکيې پلازمېنې انقرې ته ولاړ شي او ترکي چارواکو سره به د اسلامي دولت پر ضد د پيل شويو هوايي بريدونو او پوځي عملياتو په اړه تفصيلي خبرې اترې وکړي.
د امريکا په مشرۍ له څلويښتو زياتو عربي او نړيوالو هېوادونو د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه پيل کړي چې تر اوسه يې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.
د اسلامي دولت پر ضد د نړيوالو هېوادونو په ګډون سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عمان، اردن، بحرين او مصر مرسته کوي.
د امريکايي بريدونو په پيل کې سعودي عربستان ويلي و، چې د اسلامي دولت پر ضد د پيل شوې جګړې نيم مصرف به ورکوي، مګر وروسته يې اعلان وکړ، چې دغه جګړه کې د دوی هر څومره خرڅ راځي دوی يې ورکولو ته تيار دي.
د امريکايي بمبارۍ سربېره اسلامي دولت مخ پر وړاندې روان دی
په داسې حال کې امريکا او نړيوالو د اسلامي دولت پر ضد درانه هوايي بريدونه پيل کړي، مګر اسلامي دولت د دې ټولو بريدونو سربېره مخ پر وړاندې روان دی او تېره ورځ يې د سوريې کرد ميشتې سيمه عين العرب «کوباني» له سختو خونړيو نښتو وروسته په بشپړه توګه ونيوله.
وروستي راوپورونه وايي، چې اسلامي دولت د پلازمينې بغداد پر لور چټک حرکت کوي او د بغداد هوايي ډګر څو کيلوميټرۍ کې جنګيږي.
امريکايي کارپوهان دغه جګړه د امريکا په زيان بولي
واشنګټن ټايمز د امريکا د هوايي ځواک د متقاعد جنرال جوزف فيزي يوه ليکنه خپره کړې او د اسلامي دولت پر ضد يې د اوباما نوې پيل شوې جګړې د ۲۰۰۱م د ۱۱م سپتمبر له پېښې سره ورته بللې او زياته کړې يې ده، چې د دغې جګړې ناوړه پايلې به له نوموړې جګړې کمې نه وي.
جنرال جوزيف، چې اوسمهال د امريکا د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو په مرکز کې کار کوي؛ د عراق او شام پر ځمکه د اسلامي دولت پر ضد د اوسنۍ جګړې په اړه ليکلي، چې د دې جګړې پايلې به هم د ويتنام د جګړې په څېر وي او دوی به هيڅکله دغه جګړه ونه ګټي.
مشهور امريکيي ليکوال او د نظامي چارو کارپوه انډريو باسويچ واشنګټن پوسټ ته په يوه مقاله کې ليکلي، چې د اسلامي دولت پر ضد د امريکا د جګړې پايلې يوازې او يوازې ناکامي ده بل څه نه؛ دا ځکه چې د ځمکنيو حقايقو له مخې به امريکا په دغه جګړه کې سخت مالي او ځاني زيانونه وګالي او د جګړې پايلې به له هغه څه ډېرې سرچپه وي، چې امريکا يې تمه لري.
انډريو باسويچ زياتوي، چې د سپينې ماڼۍ هغه مسؤولين، چې د ستراتيژيکو پرېکړو مسؤوليت يې پر غاړه دی، د جګړې د سيمې پر ځمکنيو حقايقو نه پوهيږي او دوی هيڅکله د افغانستان، ليبيا، یمن او عراق له پخوانيو جګړو او ماتو څخه عبرت نه دی اخيستی.
زما په اند اردګان ، د اتا ترک پالیسی ته نزدی پالیسی لری ، اتاترک مصطفی کمال په اوایلو کی د عثمانی خلافت اخری خلیفه چه سلطان عبدالمجید نومیدلو او که بل یو وو دیری دوستانه اړیکی درلودلی ، د ریا لمونځونه او مصنوعی تقوی به یی ښودله چه له دی لیاری یی ځان مخکی کړو او بلاخره عثمانی خلافت ته یی د پای ټکی کیښودلو ، یا په مصر کی السیسی هم دا کار د مرسی په مقابل کی تر سره کړو . اردوګان هم ماته چاپلوس ، جاسوس او ریا کار ښکاری ، داچه د عدالت ګوند په… نور لوستل »
زه خو نه پوهیږم چی داسه روان دی آیا څوک شته چی ماته جواب راکی یو خوانه سعودی عرب او نور ګڼ شمیر اسلامی هیوادونه له امریکی سره مرسته کوی د افسوس ځای د د مسلمانانو لپاره آيا اسلامی دولت په رښتیا سره اسلامی دولت دی؟ او که دی نو ولی اسلامی هیوادونه د دوی خلاف جنګ د کفری نړی سره ولاړ دی زه خپله په ترکی ډیر نازیدم ما فکر کوو چی ترکیه به د پردی تر شا د اسلامی دولت سره مرسته کوی خو ولی نا هیلی شوم او س دوی هوای آډی هم ورکوی او امریکی ته… نور لوستل »