نړۍ

عراق: انبار ایالت زیاتو سیمو سقوط وکړ

عراق: انبار ایالت زیاتو سیمو سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): که له یوه پلوه اسلامي دولت په کوباني کې د امریکا پر مشرۍ د ۴۰ ایتلافي هېوادونو د بمبارۍ لاندې د یو شمېر کردانو سره په سخته جګړه کې ښکېل دی خو له بلې خوا د ورځ تر بلې د دوی د پرمختګونو خبر ورکول کیږي.

وروستي راپورونه وايي چې د انبار ایالت زیاتو سیمو سقوط کړی او لسګونه عراقي عسکر نن /دوشنبه، تلې ۲۱مه/ اسلامي دولت ژوندي ونیول.

الجزیره تلویزون وايي چې انبار کابو سقوط کړی او یواځې ځېنې سیمې د عراقي دولت په لاس کې دي.

الجزیره د خپلو سرچینو له خولې لیکلي چې اسلامي دولت د انبار ایالت د «هیت» ولسوالۍ چې د بغداد سره تقریبا په ۲۰۰ کیلو مترۍ کې پرته ده په بشپړه توګه تر هغه وروسته ونیوله چې ددغې ولسوالۍ د ښار په لویدیځ کې یې ستره پوځي قرارګاه ونیوله.

راپور کاږي چې نني برید کې لسګونه عسکر، پولیس او اربکیانو وژل شوي او نیول شوي دي. عراقي رسنۍ وايي چې په پوځي قرارګاه کې خورا زیات عسکر، پولیس او اربکیان پراته وه.

د الجزیره تلویزون سرچېنې وايي چې اسلامي دولت جنګیاليو زیاته سپکه او درنه وسله نیولې او د هیت ولسوالۍ کلیو پر لورې يې پرمختګ کړی.

د یاد تلویزون خبریال عبدالعظیم عمر وايي چې اسلامي دولت د «قاعدة الاسد» پوځي قرارګاه ته بیخي نېږدې شوي، دغه پوځي قرارګاه د عراقي ځمکني پوځ تر ټولو مهمه قرارګاه بلل کیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې عراقي چارواکو خبر ورکړی و چې انبار ایالت د سقوط په درشل کې دی او له بهرنیو ځواکونو يې غوښتي و چې مستقیما په انبار کې مداخله وکړي.

د عراقي چارو کارپوهانو په اند که انبار سقوط وکړي، نو ډیر ژر به پلازمېنه بغداد هم سقوط وکړي. د دوی په وینا د انبار سقوط د بغداد سقوط دی.

دا په داسې حال کې چی پرون د امریکا پوځي چارواکو او پیلوټانو ویلي وه چې دوی په هوا کې د بمبار پر وخت «ړانده» وي او په وینا یې دوی پر ځمکه باندې ددوی د مرستې لپاره داسی ځواکونه نه لري چې همکاري ورسره وکړي څو هدف وروښيې او دوی یې په نښه کړي.

همدا راز داسې راپورونو ورکول کیږي په دې ورستیو کې په عراق باندي د ګرد او غبار له امله هم د پيلوټانو دید کمزوری شوی اود اسلامي دولت جنګیالي هم لوی لوی اورونه لګوي، تر څو فضا الوده کړي او د هغوی دید کمزوری کړي.

د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت په جون کې د عراق دوهم ستر ښار موصل په شمول څو ښارونه ونیول او اوسمهال د عراق او سوریه په زیاتو سیمو واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

أالحمدلله ،،أاللهم انصراخوانناالمجاهدین فی کل مکان،دعربی نړی عیاشوشهوت پرستوحاکمانو دځان غم مووخوری کنه سپین فاتح سیلاب به موډیرزرلاهو کړی

الله نظر

زنداباد داعش الله پاک دی هغه کسان تبا کړی چی کومو کسانو په افغانستان کی دی دولت اسلام عراق و شام بیراغ ته اور ور کړو

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x