نظــر

سوله له چا سره؟

kalashenkofeد دوه زره یو کال د نوامبر د میاشتي د وروستیو شپو ورځو راهیسی، چی امریکایی قواوو،د طالبانو د رژیم د چپه کولو لپاره، پر افغانستان باندي حملې پیل کړي دي، ایله اوس دې ته متوجه سول چی د افغانستان مسله یوازي د جنګ له لاري نه حلیږی بلکه خبري هم د حل یوه لاره کیدلای سي. داچي امریکایانو او د ناټو قواوو دغه کار ولي ډیر مخکي نه کاوه او ولي یې د بدبختو افغانانو غمیزه، په لوی لاس، دونه اوږده کړه دا خبري دي بل وخت ته پاته وي.

ځکه چی له زور سره ژبه نه کیږی. موږ اوس هم په دې برخه کی بشپړ معلومات نه لرو چی د سولي او حل په باره کی دغه خبري کیدونکي دي کنه دي او که کېدونکي دي نو نتیجه به یې څه وي. او که د دې تر څنګ لا نورو موضوعاتو ته ولاړ سو نو خبري به دونه اوږدې سي چی له اصلي موضوع څخه به لیری سو.

عمومی اصل خو دا دی چی سوله له هغه چا سره کیږی چی جنګ ورسره کیږی او جنګ له هغه چا سره کیږی چی سوله ورسره کیدلای نه سي. په دې اساس نو ګواکي ناټو او امریکا بالاخره دې حقیقت ته متوجه سوي دي چی که سوله غواړي نو باید چی له طالبانو سره خبري وکړي او له طالبانو سره سوله کیدلای سي، او دا اوږد جنګ، چی دوام یی د هیچا په ګټه نه دی، په هر ډول چی وي،باید چی پای ته ورسیږی. امریکا بالاخره په قطر کی د طالبانو د ډیپلوماټیک دفتر له پرانیستل کیدلو سره موافقه وکړه او ویل کیږی چی پخپله امریکایانو او د هغه متحدینو موافقه کړې ده چی د دفتر لپاره به تر سلو میلیونو ډالرو پوري پیسې لا هم ورکوي. د طالبانو د مشرانو نومونه د  ټروریسټانو له لیست څخه ایستل کیږی، او د یوه قانوني قدرت په حیث، د سولي خبري ورسره کیږی. که دا خبري او رپوټونه جدي وي نو هغه ورځ ډیره لیری نه ده چی د طالبانو مشران به په سپینه ماڼی کی د امریکا له جمهوریس  او سیاستمدارانو سره خبري کوي. یوه بل ته به یی لاسونه ورکړي وي. د دواړو خواوو خولې به له خندا ډکي وي او ګډ عکسونه به یی په ورځپاڼو کی را وزي.

د شمال ایتلاف د سولي د دغو خبرو سره څرګند مخالفت کړی دی. هغوی اصلا سوله نه غواړي. هغوی غواړي چی دا اوسنی جنګ دوام وکړي. د هغوی بقا د جنګ په دوام کي ده او د هر ډول احتمالي سولي په نتیجه کی یوه اندازه امتیازات له لاسه ورکوي. داسي اوازې مو لا هم  اورېدلي دي چی وایی د شمال د ایتلاف مشران، چی پرته له استثنی، ټول فاسد عناصر او جنګي جنایتکاران دي، د جنګونو د پیل د لومړۍ ورځي څخه تر اوسه پوري طالبانو ته وسلې او مهمات رسوي او د روسیې خاوري او اروپایی هیوادونو ته د تریاکو او هیرویینو په قاچاق کی مرسته ورسره کوي. په دې توګه هم پر طالبانو باندي د وسلو په خرڅلاو او د مخدره موادو په قاچاق کی ډیری پیسې تر لاسه کوي او هم طالبان دومره قوي ساتي چی له ناټو سره جنګ ته دوام ورکړای سي  او دا بدمرغه جنګ نور هم اوږد سي. والله اعلم بالصّواب!

د افغانستان د حکومت واکداران، چی څرګند ووایو، جمهوریس حامد کرزی، هم یا نه غواړي او یا، د بیلو بیلو فشارونو له امله، نه سي کولای چی د طالبانو سره جدي خبرو ته کښېني. نتیجه یی هغه سوه چی یو ځل د کوټي یوه دوکاندار ټوله نړۍ ورپوري وخندوله او بل ځل یی، د سولي د خبرو په پلمه، په بګړۍ کی بمب ور تېر کړ او د سولي د شورا مشر یی په قتل ورساوه. د افغانستان واکدارانو د طالبانو دغه عمل ځکه په کلکه محکوم کړ چی د ټروریزم پرقبیح عمل برسېره یی بګړۍ ته سپکاوی کړی او د تقدس او غیرت له دې لوی سمبول څخه یی د ټروریزم د ناوړه عمل لپاره کار اخیستی وو. په هر صورت که جمهوریس کرزي په ریشتیا هم د سولي جدي خبری غوښتلای نو د طالبانو سره د سولي د خبرو ریاست یی رباني ته، چي په خپل ټول ژوندی کي یې د سولي دپاره یوه ریښتونې خبره تر خوله نه وه ایستلې، نه سپاره. البته جمهوریس کرزی د خپل قسمت ښکار دی. پر سر یې باز کښېنستلی او پا چا سوی دی. نه یی لوی کارونه په وس دي او نه لویو کارونو ته پیدا سوی دی.

طالبانو هم  له لومړۍ ورځي له سولي سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چی خارجی قواوي دي بېله قید او شرطه له افغانستان څخه ووزي. او چي تر څو پوري بهرني قوتونه په افغانستان کي سوله امکان نه لري.  اوس وایی چی د افغانستان له حکومت سره، چی د امریکایانو ګوډاګی دی، خبرو ته نه کښېني او مستقیما له امریکایانو سره خبري کوي. ګواکي خپل دریځ یی تر پخوا یو څه نرم کړی دی. د افغانستان حکومت غوښتل چی په ترکیه او یا سعودي عربستان کی له طالبانو سره خبري وسي. خو داسي ښکاري چی امریکایانو، د تل په څېر، د کابل د واکدارانو پر سورنا غوږ نه دی نیولی او د خبرو لپاره یی قطر انتخاب کړی دی. د افغانستان حکومت په لومړي سر کی په قطر کی د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدلو سره ډیر سخت او چټک عکس العمل وښود او له قطر څخه یی خپل سفیر د سلا مشورې لپاره وروغوښت، خو ډیر ژر یی خپل دریځ ته تغیر ورکړ او زړه نا زړه یی هم په قطر کی د طالبانو دفتر ومانه او هم یی په قطر کی له هغوی سره د خبرو کیدلو ته غاړه کښېښودله.

د افغانستان حکومت وایی چی له طالبانو سره په هر ډول خبرو کی باید ونډه ورکړه سي، او د خبرو په هر ډول، احتمالي، فیصله کی باید برخه ولري. داسي ښکارې چی امریکا د افغانستان د حکومت په دې غوښتنه کی هم ری نه دی وهلی او، د بل هر وخت په څېر، غواړي پخپله فیصله وکړي. خو د افغانستان د حکومت په غوښتنو کی که یوه غوښتنه قانوني او پر ځای وي نو هغه به همدغه وي، او که جدي خبري کیږی نو باید چی د کابل حکومت ته برخه پکښي ورکړه سي. د افغانستان خلک د خپل سرنوشت به باب د پردیو له فیصلو څخه ډیری بدي او ترخې خاطرې لري. د ۱۹۸۰ په لسیزه کی پاکستان تر پایه پر خپله دې خبره ولاړ وو چی د ډاکټر نجیب الله رژیم د شوروی اتحاد ګوډاګی دی او هغه هیواد له افغانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو په باب خبري نه ورسره کوي. د مجاهدینو په مشرانو کی یوه تن دا اعترض ونه کړ چی که نجیب ګوډاګی وي نو موږ خو به، خدای مه کړه!! د چا ګوډاګي نه یو. موږ ته باید د افغانستان د سرنوشت د ټاکل کېدلو په دې خبرو کی برخه راکړه سي. او پاکستان دا حق له کومه ترلاسه کړ چی د افغانانو په استازي توب له شوروی اتحاد سره خبري کوي. شوروی اتحاد هم د افغانستان د کمونیسټو ملګرو سره بشپړه ناځواني وکړه او پر پاکستان باندي یی دونه فشار وانه چاوه چی په خبرو کی د نجیب د حکومت برخه اخیستل ومني. نتیجه هغسی سوه چی باید سوې وای او هغه څه پېښ سول چی پېش بینی یې سوې وه. د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستان څخه ووتل. د نجیب حکومت د پاکستان، غربیانو او عربانو د ګډو دسیسو په نتیجه کی سقوط وکړ. د کابل پوځ، د پاکستانې جنرالانو د ارزو سره سم، دړي وړي سو. مجاهدین هم خپلو پاکستانې بادارانو بې برخي پرې نه ښودل او د افغانستان د ښارونو د سر، مال او ناموس د لوټلو اختیار یی ورکړ.

طالبان وایی د کرزي حکومت د پردیو ګوډاګی دی او دوی خبري نه ورسره کوي. اوس نو له دوی څخه څوک پوښتنه وکړي چی که کرزی د امریکا د هوایی او ځمکنیو قواوو په زور قدرت ته رسېدلی وي، تاسي خو هم، د ۱۹۹۴ کال د سپټمبر په میاشت کی، د بینظیر بوټو د داخله وزیر نصیرالله بابر او د آی ایس آی د صاحب منصبانو، کرنیل امام او میجر ګل سره د کندهار په ښار ننه وتلاست او د پاکستاني امرانو، سلاکارانو او پوځیانو په زور مو د مجاهدو داړه مارانو پوستې یو په بل پسې ونیولې. زه وایم، که طالبان، چی همدااوس هم د پاکستان په مدرسو کی روزل کیږی او حمایه کیږی، د سولي او امنیت د ټینګیدلو او د افغانستان د سرنوشت په باب خبرو کی د برخي اخیستلو حق لري. په همدغه اندازه د کرزي حکومت هم د برخي اخیستلو حق لري. ځکه چی که چیري دغه خبري بریالی کیږي او امریکا طالبانو ته امتیازات ورکوي نو، طبیعی خبره ده، ټول حکومت او سسټم خو طالبانو ته نه سي پرېښودلای. په راتلونکي حکومت او اداره کی به له خپله لوري یو څوک پسشنهادوي. هغوی به، خامخا، د اوسني حکومت تر ټولو عالي رتبه کسان وي او یا به داسي څوک وي چی تر اوسنیو فاسدو مقاماتو به سل چنده خروړي وي او موږ به پر اوسني حکومت شکرونه کاږو.

زه بیا هم یوې خبري ته، چی مخکي مي هم څو څو ځلي کړې ده، د افغانانو، په تېره بیا د منورو افغانانو، توجه دې ټکي ته را ګرځوم چی پرې نه ږدي پخوانی غلطی بیا تکرار سي او د کېدونکو خبرو په نتیجه کی پر افغانستان باندي داسي آفت لازم سي چی ټول مخکني آفتونه مو هېر سي. پر هیواد باندي د یوه مین افغان په حیث مي، له خپلو ټولو منورو، وطن دوستو افغانانو څخه هیله دا ده چی یوازي د مضامینو په لیکلو، انتقاد کولو او شعرونو ویلو بسیا نه سي، بلکه، په هره توګه چی کیږی، د افغانستان په باب، هر ډول، کیدونکو خبرو کی ځانته د برخي اخیستلو حق ترلاسه کړي. که ریښتوني او پر هیواد مین افغانان په خبرو کی برخه ونه لري نو د  کېدونکي سولي او خبرو نتیجه به بیرته د پخوا په څیر وي  او لا ښایی تر پخوا بد تره وي. که زموږ دا عقیده وي چی دا ځل به ګوندي غربي قدرتونه زموږ لپاره صالح او نېک مشران وټاکي او د افغانستان غمیزه به بالاخره پای ته ورسیږی نو دا هیله مو هسی بېځایه ده. د بن کنفرانس، د هغه په نتیجه کی لسو کالو بدمرغیو، د بن دوهم کنفرانس او د هغه په نتیجه کی وروستیو منځته راغلو شرایطو وښودله چی د افغانستان غم یوازي افغانان خوړلای سي. موږ باید امریکا او لوېدیځی نړۍ ته وښیو چی اوسني داړه ماران او فاسد حکومت تر قیامته د هغوی لپاره د ناسور زخم دی. هسي بېځایه به یې د بچیو ویني توییږی، پیسې به یې لګېږي، غلیمان به یی ورځ تربلي زیاتیږي او نتیجه به یی د دوی ناکامي او بدنامي وي. موږ باید خپلو ګاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران ته اطمیان ورکړای سو چی موږ د هغوی لپاره،تر اوسنیو فاسدو عناصرو، ښه ګاونډي کېدلای سو. لوېدیځ قدرتونه او ګاونډي هیوادونه باید په دې پوه سي چی تر څو پوري د افغانستان د ټولو اولسونو د ارادې درناوی نه وي سوی او په هر ډول روغه جوړه کی د هغوی رأیو ته مراجعه نه وي سوې، هیڅ ډول دایمی حل ممکن نه دی او بحران به دوام لري. او تر څو پوري چی د ټولو اولسونو د خوښی او ارادې سره سم دایمی حل منځته راغلی نه وي، په یوې غمیزي پسې به بله راځي او دایمی بحران له افغانستان څخه نیولې، تر ګاونډیو هیوادونو او لویدیځو قدرتونو پوري د هیچا په ګټه نه دی.

که په افغانستان کی اوسېدونکي لیکوالان او پوهان او په بهر کی اوسېدونکي منورین د افغانستان د نجات لپاره نور هیڅ نه سي کولای نو لږ ترلږه پر یوه بل باندي د حملو کولو او بېځایه بدبینیو او دښمنیو له زیاتولو څخه دي لاس واخلي. هغه ورځ لیري نه ده چي، که موږ نه یو، زموږ بچي به د خپلواک او سمسور افغانستان مالکان وي.

اېران په افغانستان کی د سولي او ثبات دښمن دی. زموږ دغه ګاونډی د افغانستان په برخه کی ډیري لویی بدمرغه نقشې لري. ایران تر اوسه پوري هرات او بادغیس خپله خاوره بولي او که د افغانستان اوسنی وضع په همدغه شکل دوام وکړي نو لس کاله وروسته به افغانان د داسي خطرناکي وضعی سره مخامخ  وي چی چاره به یی یا غیر ممکنه او یا ډېره ګرانه وي. پاکستان ښایی له افغانستان سره د خاوري کومه دعوه ونه لري خو په سیاسی لحاظ بې ثباته او په اقتصادي لحاظ پر لویدیځو هیوادونو باندي متکي افغانستان غواړي. د افغانستان بې ثباتي لویدیځ هیوادونه په دغه هیواد کی پاته کیدلو ته مجبوروي او چی تر څو پوري لویدیځ هیوادونه په افغانستان کی پوځونه ولري، د پاکستان همکاری ته اړتیا لري او د دې همکاری د ترلاسه کولو لپاره به پاکستان  ته په میلیارډونو ډالر ورکوي. افغانستان به د پاکستان د مالونو بازار او د سیاسی دسیسو میدان وي. سوله یوازي د افغانانو حیاتي غوښتنه ده او ریښتونې سوله یوازي هغه وخت ټینګیدلای سي چي د افغانستان د ټولو اولسونو استازي برخه پکښي ولري.

عبد الباری جهانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x