نړۍ

اردوګان: «د سایکس پیکو تړون له مخې د عربي هېوادونو وېش جعلي دی»

نن ټکی آسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، چې د سوريې په ګډون د عربي نړۍ ګردې ستونزې د بهرنيو مداخلو او لاسوهنو له امله راپيدا شوي دي.

اردوګان د ايران پر مذهبي مشر اية الله علي خامنايي هم نيوکه وکړه او د نوموړي هغه وينا يې رد کړه، چې بشارالاسد يې د اسراييلو مخالف بللی و.

د ايران مذهبي مشر علي خامنايي ويلي و، «سيمه کې يوازې بشار الاسد د اسراييلو مخالف دی او که د اسد حکومت ړنګ شي، ټوله سيمه کې به د اسراييلو مخالف پاتې نه شي.»

اردوګان د خامنايي د خبرو په غبرګون کې وويل: «دا څرنګه مذهبي مشر دی، چې د ۲۵۰ زرو ولسي وګړو قاتل د اسراييلو مخالف بولي».

اردوګان زياته کړه: «که بشارالاسد د اسراييلو مخالف وای، نو ده تر اوسه د اسراييلو پر لور يوه ډبره واره کړې؟»

دا په داسې حال کې ده چې د سوريې ولسمشر بشارالاسد د خپل ولس له ۲۵۰زرو زيات سوري ملکیان ووژل او ايران يې مرسته کوي.

اردوګان پر ايراني مشر کلکې نيوکې وکړې، چې د خپل ولس په وژلو کې د بشارالاسد ملاتړ کوي، عسکر او پيسې ورلېږي.

د ترکيې ولسمشر استانبول کې د لومړۍ نړيوالې جګړې د سلمې کليزې په مناسبت يوې غونډې ته د خبرو پر مهال وويل: «له اولي نړيوالې جګړې وروسته د سايکس پيکو د تړون له مخې د عربي نړۍ سرحدونه په ظالمانه ډول ويشل شوي او دغه سرحدونه ټول جعلي».

اردوګان زياته کړه: «د عربي نړۍ اوسنۍ شخړې او لانجې د نړيوالې جګړې نتيجه او محصول دي».

ترکي ولسمشر د سايکس پيکو پر تړون هم نيوکه وکړه، چې له اولي نړيوالې جګړې وروسته يې عربي نړۍ د جغرافیايي ارزښت پر ځای د نفتو د زېرمو د نقشې پر بنسټ ويشلې ده.

د سایکس پیکو معاهده په کال ۱۹۱۶ کې د برتانیې او فرنسا تر منځ د روسیې په موافقت باندي لاسلیک شوې، تر څو د لومړۍ نړیوالي جګړې وروسته د عثماني خلافت تر واک لاندي سیمي او په خاصه توګه د عربي نړۍ هیوادونه په خپل منځونو کې د غنمیت په توګه سره وویشي، او په همدې اساس د اوسني هیوادونو سرحدونه وټاکل شول.
په عراق او شام کې د اسلامي دولت تنظیم هڅه کوي چې دغه سرحدونه نور له منځه یوسي، او په همدې موخه یې د عراق او شام تر منځ حدود له منځه وړي، او ادعا لري چې همداسي به د ټولي عربي او اسلامي نړۍ سرحدونه سره یو کوي، او د سایکس پیکو هغه بدنامه معاهده به نوره له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاه

که رښتیا درته ووایم ، زه په دی باوری شوم ، چه اردګان باندی نور د یو ښه ضخصیت باور ونه کړم ، دی دوه مخی او څو مخی دی ، دی له اسلامه او له دی هوایی اسلامی خبرو د خپل سیاسی قدرت د ساتلو او ټینګلو هڅی لری ، دی په خوله د فلسطین په ګټه او د اسراییلو په تاوان خبری کوی مګر عملا د مسلمانمانو او اسلام په ضد د یهودانو سره ملتیا لری د ده خبری هوایی پوچی ډزی دی او بس ډ دی تر ټولو لوی خبیث انسان دی

عاشر عدنان

زه خو نه پوهیږم چی داسه روان دی آیا څوک شته چی ماته جواب راکی یو خوانه سعودی عرب او نور ګڼ شمیر اسلامی هیوادونه له امریکی سره مرسته کوی د افسوس ځای د د مسلمانانو لپاره آيا اسلامی دولت په رښتیا سره اسلامی دولت دی؟ او که دی نو ولی اسلامی هیوادونه د دوی خلاف جنګ د کفری نړی سره ولاړ دی زه خپله په ترکی ډیر نازیدم ما فکر کوو چی ترکیه به د پردی تر شا د اسلامی دولت سره مرسته کوی خو ولی نا هیلی شوم او س دوی هوای آډی هم ورکوی او امریکی ته… نور لوستل »

سنګري

ګرانو اسیاوالو په لوړ خبر کې مو دوه فاحشې غلطۍ دي اول خو سل کاله د ددوهمې نړیوالې جګړې نه دي پوره او نه سایکس پیکو له دوهمې نړیوالې جګړې سره تړاو لري دا لومړۍ نړیواله جګړه ده چې تاسو په غلطۍ دوهمه لیکلې بله داچې تاسو ویلي سایکس پیکو د روسیي ، برتانیي او فرانس ترمنځ د ګډې اتحادیې نوم دی ، مګر دا خبره سمه نه ده سایکس پیکو دکومې اتحادیې نوم نه دی ، او نه روسیې په کې دخل درلود دا نوم د برتانیي او فرانس د دوو استازو له نومونو اخیستل وشی چې هغی یوازې… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x