افغانستان

کابل: د اجراييه رئیس په مشرۍ د کابینې لومړنۍ غونډه نن دایره شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ګډ حکومت د بلې څانګې د کابینې لومړنۍ غونډه نن د «اجراییه رئیس» په نامه د پوسټ له ادرسه د عبدالله عبدالله په مشرۍ دایره شوه. دا لومړی ځل دی چې د حکومت د شریک اړخ له خوا د کابینې د غونډې مشري کېږي.

د افغانستان له تېرو لانجمنو ټاکنو وروسته چې د دواړو ټیمونو له خوا د شریک حکومت جوړېدا په توافق یې کنګل مات شو، په نتیجه کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په مشرۍ حکومت کې د اجراییه رئیس (عبدالله عبدالله) په مشرۍ د کابینې ځانګړې غونډه نن (دوشنبه) په کابل کې ترسره شوه.

د افغانستان د حکومت ډول چې د اساسي قانون له مخې ریاستي دی، اوس د حقوقي کارپوهانو له نظره له قانوني ستونزې سره مخ دی. په ریاستي نظامونو کې واک له ولسمشر سره وي، اجراييه رئیس په افغانستان د ریاستي نظام نوې بڼه ده چې د نړۍ په بل هېواد کې يې ساری نه لیدل کېږي.

د دواړو ټیمونو په ګډ توافق کې ویل شوي چې وزارتونه به په برابر ډول وېشل کېږي. نن اجراییه رئیس وویل چې ښايي د والیانو او سرپرستانو د پڅ کار له امله د خلکو کار له خنډ و ځنډ سره مخ نه شي.

د افغانستان نوی ایتلافي حکومت ښايي تر یوې میاشتې خپله نوې کابینه جوړه کړي.

په نننۍ غونډه کې د افغانستان د اجراییه رئیس لومړي مرستیال محمد خان له سرپرستو وزیرانو غوښتي چې باید لرې پرتو سیمو ته ولاړشي څو خلک ځانونه له حکومت سره نااشنا ونه ګڼي.

د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې وزیران خپله کاري دوره په پلازمېنه کې تېروي او له لرو پرتو سیمو یوازې په ګزارشونو بسنه کوي.

د ملي یووالي په حکومت کې به د وزیرانو دغه ډول ناسته هره اوونۍ یو ځل د عبدالله عبدالله په مشرۍ ترسره کېږي.

هېره دې نه وي چې ولسمشر هم د کابینې د ناستو مشري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x