نظــر

داسلامي امارت د مشرانو په نوم د سنګر د طالب سرخلاصۍ ليک

mujahideenداسلامي امارت محترمو مشرانو او مسؤولينو  …………………………..    السلام عليکم

الله تعالي مو د هررنګ افتونو او فتنو نه وساته وبعد :

دطالبانو له اسلامي تحريک نه نيولي بيا د اسلامي امارت له جوړښته او بيا د امريکا له فوځي يرغل نه نيولي ترنن ورځي پوري دطالبانو قربانۍ او سرښندني چي د الله جل جلاله د دين د حاکميت لپاره يي کړي له هيچا پټي نه دي بلکي ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتي .

ستاسوپه وړاندي د ټولو مجاهدينو او طالبانو اطاعت ددي لامل شو چي د امريکا او نورو مغرضو کړيو هغه ټولي هڅي يي له خاورو سره خاوري کړي چي غوښتل يي طالبان په ډلو ټپلو وويشي کله به يي د      B52په زوراوکله به يي د توندروي او مينځ روي په نامه او کله به يي د سولي اوپخلايني په نامه راته دامونه ايښودل خود الله په فضل داسي يوه کوچنۍ ډله يي هم جوړه نه کړاي شوه ځکه مونږ د الله د رضا لپاره ستاسو ترشا ولاړ وو او يو به.

په دي لسو کلونو کي زمونږ په زرګونو د سنګر ملګري ستاسوپه رهبرۍ اودخپلو ګرانو مشرانو سره يوځاي د ګواتنامو،بګرام او نورو جيلونو اذيت خانو ته وغورځيدل خود ذلت او غلامۍ ژوند يي قبول نه کړ او نه يي د امارت له چوکاټه وتل وزغمل

په سلهاوو دسنګرملګرو مو خپلي تنکۍ ځوانۍ دالله د رضا او د خپل هيواد د ازادۍ او خپلواکۍ د بيرته لاسته راوړلو په خاطر ستاسو په لارښوونه قربان کړي او ډيرۍ ملګري مود سترګو،لاسونو،پښو او د بدن له نورو غړو نه محروم شول او اوس د احتياج په حالت کښي دژوند پاتي ورځي اوشپي تيروې.

هغه فدايان ملګري به مو کله هم له ياده ونه وځي چي په مسکا مسکا به دخپل هدف په لور روانيدل او د دي لپاره چي زمونږ د ايثار او قربانۍ له وجي په دي خاوره کي يو سوچه اسلامي نظام رامينځ ته شي خپل سرونه به يي په لاسونو کښي ګرځول او يوبه له بل نه د مخکي کيدو کوښښ کاوه(الله دي جنتونه ورکړي).

محترمو مشرانو!

تاسوته ښه معلومه ده چي دتحريک له سره بيا ترنن ورځي ستاسو کشرانو او يا انډيوالانو کله هم د منصب يا معاش او ياهم د جيب خرچ په طمع ستاسو ملګرتيا نده کړي بلکي خپل ټول احتياجات يي خپله پوره کړي بلکه هره سړه او توده موپه شريکه سره تيره کړي او يواځي دهماغه لوي ارمان لپاره مو هرڅه شاته غورزولي اونه به له دي وروسته انشاآلله دخپل غرض لپاره داسي وکړو او داځکه چي زمونږ اوستاسو ترمينځ داسي توپيرندۍ ليدل شوۍ ترڅو مو څه ګيله زړه ته راشي

دخپلو او پرديو ټول تورونه او الزامونه موپه سر اخيستي اودهيچا  پروپاګند او افواه پسي مو غوږ ندۍ وړۍ ترڅو مو پرتاسو شکمن کړي بلکي ستاسو اخلاص،دينداري،متانت او داسلام او هيوادپالني هوډ اوتيريادونه مو تل په سترګو کي اوړي را اوړي او کله به هم خداي مکړه پري شک ونه کړو.

محترمو!

تاسو ته ښه معلومه ده چي داڅو کاله دښمن د مذاکراتو په نامه غوښتل چي زمونږ او ستاسو ترمينځ بي اعتمادي پيداکړي او دا واحد صف له مينځه يوسي او د شوروي په ضد د جهاد په څير ډلي او ټپلي جوړي کړي ترڅو موبياپه خپلو کي سره اخته کړي خو د الله په لوي فضل دښمن دتيرو دسيسو په څير يوځل بيا ناکام پاتي شو اود مجاهدينو له قوي ګوزارونو سره مخ شول چي اوس د تيښتي لاري لټوي.

خو اوس په دي لنډو ورځو کښي مو ستاسو له خوا ديوي اعلاميي په خپرولود نړيوالو سره د افهام او تفهيم او د بنديانو د تبادلي په غرض په قطر کښي ددفتر د خلاصولو خبر واوريد نو وموغوشتل په دي نازک پړاوو کښي درسره خپله انديښنه شريکه کړواوهغه داسي چي :

زمونږ او ستاسو ټولي سرښندي او شپه ورځ تکليفونه د اسلام د مبيين دين د سرلوړۍ او د راتلوونکي اسلامي نظام لپاره دي ترڅو د نورو پرسوده نظامونو په خلاف اسلامي شريعت پلۍ او د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کړو نو په دي لاره کي به د پخواپه شان دهيچا تراغيزي نه راځو اونه به د نيولو،وژلو او نورو تکليفونو ګاللو پرواه لرو!

امريکا او ملګري يي  سره له دي چي ټوله نړۍ يي ترشا ولاړه دي دناکامۍ په درشل ولاړه ده اوله افغانستان نه د تيښتي لاري ګوري په همدي هيله غواړي وروستۍ ګوزار وکړي !

که په دي نازک پړاو کي مو له پوهي او تدبر نه کار واخيست نو راتلوونکۍ تاريخ به مو د پخواپه شان روښانه پاتي شي !

بايد هره خبره له خپلو خلکو سره شريکه کړو او د خپل دين او خاوري په سر له پرديو سره هيڅکله د معاملي سوچ هم ونه کړو ترڅو دګندمک د بدنام تړون په څير د تاريخ توره پاڼه پريږدو !

دي کي شک نشته چي دجنګ په حالت کي داسي ډيرڅه وي چي دښمن سره پري خبري کيداي شي او اړيني موضوع ګاني څيړل کيږي خو دابايد د پوره روښانتيا په چوکات کي وي او دمذاکراتو يا راکړوي ورکړي پوي تري ولاړنشي ترڅو خپل خداي او ولس ته ګرم پاتي نه شو!

په اخر کي يوځل بيا پوره ډاډ درکوو چي د اسلام او اسلامي نظام د راوستو لپاره به تراخري سلګۍ ستاسو ترشا لکه (بيان مرصوص) ولاړ يو او دا هيله او ارزو له تاسو هم لرو چي کله هم د خپلو ملګرو او شهيدانو ارمانونه د هرنوعه تنازل او معاملي په صورت کښي له خاوروسره خاوري نه کړۍ اودواک او ځواک لپاره خپل اسلامي هوډ هيڅکله پرينږدۍ

ځمونږ اوستاسو کاميابي د واک ترلاسه کول نه دي بلکي کاميابي مو د اسلام او شريعت په تعقيبولو کي ده نو که واک ولرو يا نه خو چي د اسلام په سرسودا ونه کړو او په خپل اسلامي موقف ودريږو نو په دواړو حالتونو کښي بريالي يوو!

الله تعالي دي مونږ او تاسو ته پوره استقامت راکړي ترڅو د نړيوال زبرځواک په وړاندي د جهاد او مبارزي ټول سنګرونه تاوده وساتو او د خپلو زوريدلو هيوادوالو د خدمت مصدر وګرځواوهم د نړۍ د مسلمانانو هيلي چي مونږپوري يي تړلي ضايع نه کړو بلکي همکار او خيرخواه يي پاتي شو.

د اسلامي نظام د راوستواود يرغلګرود شړلو په هيله

والسلام

د شهيدانوملګرود ارمانونو د پوره کوونکو طالبانوله خوا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x