لوی څارنوالي: د څرخي پله د زندانیانو بشپړ راپور مو ولسمشر ته ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): لوی څارنوالي وايي چې د څرخي پله د زندانیانو د برخلیک په اړه يې بشپړ راپور ولسمشر ته سپارلی.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزی د تلې په ۱۶مه د  شپې ناوخته  د څرخي پله زندان څخه ليدنه وکړه او په دغه لیدنه کې یې لويې څارنوالۍ ته امر وکړ چې د یوې اونۍ دننه دې د څرخي پله د زندانیانو دوسیې وڅېړي او بیا دې ده ته وسپاري.

د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي ویلي چې دوی په هغه وخت کې چې د ولسمشر لخوا ورته ټاکل شوی و، دوسیې څېړلي او په اړه یې راپور جوړ او هغه ته  وسپارلو.

د نوموړي په وینا  دغه راپور  د څرخي پله د هغو زندانیانو  چې دوسیې يې اوس چلیږي او یا هم ابتدایي او استیناف محاکمو پرې احکام صادر کړي دي، باندې څرخيږي.

لويې څارنوالۍ ټینګار وکړ چې دغه بهیر د هېواد په ټولو زندانونو کې اجرا کیږي او د ټولو دوسیې به یو ځل بیا څېړل کیږي.

د  اشرف غني احمدزي سره د بندیانو یو تن استازي  نن ټکی اسیا ته وویل چې اشرف غني احمدزي تقریبا د زندانیانو د استازو سره ۲ ساعته ناسته درلودله.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه ناسته کې نوموړي د زندانیانو زیاتې غوښتنې ردې کړې او یو شمېر غوښتنو په اړه یې وویل چې په اړه به یې څېړنې وکړي.

د لمر په وینا په زندان کې زیات شمېر کسان داسې شته چې له تېرو ۹ تر ۱۳ کلونو راهیسې په زندانونو کې بې سرنوشته له محاکمې پرته پراته دي.

له نوموړي د بندیانو استازو ترې وغوښتل چې د بندیانو ته د ولسمشر د عفوې او تخفیف له فرمانونو څخه دې ځینې جرمونه نه مستثنی کېږي؛ اشرف غني ووېل چې په دې برخه کې به کار وکړي.

د ګډ حکومت ولسمشر که څه هم د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د طالبانو د خلاصون وعدې کولې خو په دغه ناسته کې نوموړي وویل چې په هيڅ صورت طالب بندیان او او نشيي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي کسان به خوشې نه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د