
په کابل کې د بهرنیانو پر کاروان د چاودني وروستي انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د کورنيو چارو مرستيال وزير ایوب سالنګی وايي، چې نن سهار وختي د کابل جلال اباد پر لويه لار د کابل ښار ختيځ نهمې حوزې کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد وشو، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض معلومات ورکړه شول.
که له یوې خوا سالنګي بهرنیانو ته د تلفاتو په اړه نا خبري وښوده، خو له بله اړخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید مسؤولیت منلو تر څنګ زیاته کړه چې د بهرنیانو درې کروزین موټر ویجاړ شول، او لږ تر لږه لسو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله واوښتل.
نوموړی ګواښ کړی چې دوی به د امنیتي تړون په غبرګون کې ورته بریدونه نور هم وکړي.