طالب وزيران او خاطرې

mullah_rabbaniسهار مهال و، زموږ دانجنيري پوهنځي پخوانۍ رئيس د وعدي سره سم  راغی. د جلال آباد ښار د څارنوالي زړي ودانۍ ته  د لوړو زده کړو وزير مولوي حمدالله نعماني ليدو ته  روان شوو. لس بجي وي. هوا ګرمه وه، ننګرهار او کابل يو په بل پسي څو ورځي مخکي طالبانو نيولي و. د ننګرهار پوهنتون د دوهم  سمسټر  د پېل کيدو نيټه وه، داچې  پخوانی نظام  له منځه يوړل شو،  د  ننګرهار اسلامي پوهنتون هم تړلي پاتي و،

موږ ددي لپاره نعماني صاحب ته ورتلو چې د انجنيري پخواني رئيس بيا هم دپوهنځي د  رئيس په توګه پخپل ځای پاتي شي.

 

په زړه پوري عجيبه صحنه مو وليدله. د حويلۍ په منځ کې د  اوبو د کانګريټي ټانکي سره نلکۍ ته  مولوي حمد الله نعماني ناست و، هغه لستوڼي پورته کړي وه، په يوه لاس يې  چکۍ صابن او په بل لاس يې په  تاش کې دننه  کالي نيولي ؤ. داچي په جلال آباد کې مسافر ؤ، ګرمي زياته وه د اغوستلو  جامو ژر بدليدو  ته اړتياوه، نعماني صاحب خپل کالي پخپله مينځل، پداسې حال کې چې د لوړو  زده کړو وزير ؤ. هغه  نه  خپل کشر ملګري او نه هم  کوم بل ټيټ رتبه کارکوونکي او نه هم ددوي خدمت کوونکي  ته وويل چې دده کالي  ورته ووينځي او يا يې کورته يوسي او د هغې خوا څخه يې پاک صفا هوته کړي ورته راوړي.

د انجنيري پخواني رئيس چې تر اوسه  طالبان  نه ؤ ليدلي  او لايې هم اشنايې ورسره نه درلودله، هغه  ته مې وويل چې هغه دي نعماني صاحب خو کالي وينځي، پخوانۍ رئيس چې د پخواني نظام  د ننګرهار د اسلامي پوهنتون عمومي رئيس له تشريفاتو، غرور او کبرڅخه ډک  ژوند  ليدلي و، دومره حيران شو چې زه دهغه د حيرانتيا انځور نشم  انځورولای. زما دخبري په اوريدو چې نعماني صاحب هغه دي، هغه سمدستي ودريد، او ماته يې وويل چې ته يې پيږني همدغه د لوړو زده کړو وزير دي، ومې ويل هو، راځه  چې ورشو، هلته به مجلس هم ورسره وکړو، ښه يواځي ناست دي، په اطاق کې يې نور ملګري هم وي،  هلته خپل دزړه خبري ورسره  نشو کولای (په لومړيو وختونو کې طالبانو دهرچاسره که مهمه وه او کنه،  خبره يې د نورو ملګرو او طالبانو په مخ کې ورسره کوله)، پخواني رئيس وويل چې نه ،  ځان  پري نه وينو، بې نزاکتي ده، بيرته شاته ځو، هلته انتظار کوو ترڅو چې خلاص شي خپل اطاق ته ولاړ شي بيا به ورشو.  ما  ټينګار کاوه  چې ورځو  او  ورسره کښينو،  زه به د  کالو وينځلو  کې مرسته هم ورسره وکړم، او تاسي به خپل مجلس وکړئ، هغه نه منله، زموږ اواز  په زوره شو، او  نعماني صاحب مو خبري واوريدي، مخ  يې راواړاوه، دخولي روغبړ يې وکړ، ويې ويل چې  نورمې خلاص  کړي، څو شيبي انتظار وکړئ زه درخلاصيږم مجلس به وکړو، زه  ورنږدې شوم  غوښتنه مې وکړه چې د جامو پريولل راته پريږدي او زه يې ووينځم،  د هرڅومره ډير  ټينګار سره سره هغه ونه منله.

ددغسي صحني ليدل ماته په زړه پوري وه، د صحابه ؤ  تاريخ يې راته ياداوه، او پخواني رئيس ته پدې خاطر عجيبه صحنه وه چې پخپل ژوند کې د  وزير عادي او له تشريفاتو خالي او پخپل لاس د خپل ځان خدمت کول يې ليدل، داسي وزير چې  دځان  کار يې په نورو نه کاو ه.

زما يوبل ملګري راته وويل چې موږ دننګرهار ولايت اړوند  له خپل ملګري رئيس سره کابل ته تلو، درې تنه وو، په لاريې د مخ سيټ په نوبت سره بدلاوه، او  رئيس د لاري په اوږدو کې خپل دمخ سيټ ترهغه وخته موږ کارکوونکو ته پريښود ترڅو کابل ته نږدې شوو  او زموږ په ټينګار  سره بيا هغه د مخ په چوکۍ کې کښيناست (زموږ په هيواد کې د کرزي تر دولت مخکې او داډول د مجاهدينو په وخت کې هم  د مخ په چوکۍ کې مشر کس کښيناستی).

يوځل زه  د ننګرهار څخه کابل ته راتلم، په جلال آباد کې د کابل د موټرانو اډي ته راغلم، ليږ شيبه وروسته دوه سپين  ژري ملايان هم اډي ته راغلل، هغوی هم کابل  ته تلل، ولاړ وم پوښتنه يې وکړه چې ته هم کابل ته ځي ومې ويل هو، هغوی وويل چې له يوه موټر سره خبره وکړه دوه موږ يو، يو به ته شي. او  حرکت به وکړو. ما  د کابل د لاري د سراچي د چلوونکي سره خبره وکړه، په کرايه سره جوړ شوو، او موږ د کابل په لور حرکت وکړ، يو سپين ژيری مولوي ډير په تکليف وو، د عمر زياتوالي او رنځ  ځوراوه، په لاره مو خبري کولي، دسپين ژري مولوي ملګري زما دپوښتني په ځوا ب کې وويل چې  زما ملګري مولوي … نوميږي، د ننګرهار په جهادي مدرسه کې استاذوو، ټول وخت يې طالبانو ته تدريس کړيدی، دلته ننګرهار ته هم پدې نيت راغلي وو چې طالبانو ته به تدريس کوي، په کندهار او کابل کې څو ځله مشرانو ورڅخه وغوښتل چې ستري محکمي کې  دنده ومني، ولي مولوي صاحب تدريس ته ترجيح ورکوله، اوس لوي ملاصاحب فرمان  صادرکړيدی او مولوي صاحب يې د ستري محکمي مرستيال ټاکلی دی، روان يو چې هلته د ستري محکمي د مرستيالي دنده پرمخ يوسي.

سبحان الله،  د ستري محکمي ترمعاونيت په مدرسه کې تدريس ته ترجيح ورکوي، خو چې کله د ستري محکمي مرستيال  کيږي، بيا هم د لاري په کرايې موټر کې  چې زما ياد دي د کرايې په سر مو له چلوونکې سره ډيري چني ووهلي کابل ته راځي، هغه د شخصي موټر، د  باډيګارډانو،  د تشريفاتو او په لاره په لوکس هوټلونو کې د ډوډۍ خوړلو شوق نه کوي، کابل ته راځي، د جلال آباد  په اډه کې کښته کيږي او لدې ځايه بيا هم ارګ ته په ښاري ټکسي کې ځي.

دغه ډول بې تکلفه  او  له دندي سره نه مينه کول بيا هم سړي ته د صحابه کرامو تاريخ ور يادوي.

د ستري محکمي د مرستيال ددندي  په وخت کې بيا ما ډير ځله هغه وليد، چې تر پايه پکې بدلون  رانغي، يواځي يو  زوړ ماډل کورولا موټر يې درلود چې  ستري محکمي ته به يې تګ راتګ پکې کاوه.

زما  ډيرښه ياد دي،  د مخابراتو  وزارت لپاره له  کندهار څخه معين راوليږل شو،  هغه  او موږ يوځاي سره  اوسيدلو، له وزير اکبرخان څخه به د مخابراتو وزارت ته هرسهار په پښو روان وو، ماپښېن مهال د رخصت کيدو وروسته به له  هغه لوري هم په پښو راتلی.

يوه ورځ  ډير  خفه ښکاريدی، هغه ويل چې ما هيڅ ګمان نه کاوه چې طالبان دي دموټر دومره شوق ولري، د  مخابراتو وزير زما لپاره موټر راکړ، داچې زما اړتيا نشته، ځاي نږدې دی په پښو تګ راتګ راته اسانه  دی،  د موټر کيلي مې يوه  بل رئيس ته ورکړه  هغه ډير زيات خوښحاله شو، زه ډير  حيران وم چې ولي هغه د موټر په کيلي دومره زيات خوشحاله شو. او ډير خفه شوم چې ولي زموږ انډيوالان  د اړتيا څخه  د زيات شي غوښتنه لري. هغه معين  صاحب چې زما له ياد څخه يې نوم وتلي دي، مياشت يې پوره نکړه،  معينت او دفتر هرڅه يې پريښودل،  بيرته کندهار ته ولاړ، د عادي کارکوونکي دنده يې  پرمخ وړله.

مولوي نيک محمد صاحب  چې الله ”  دهرلوري خپل نعمتونه پري لورولي دي، په کوچنيوالي  يې د لياقت او ځرکتيا خبري دهغه وخت هر طالب اوريدلي وي، په کابل کې د وزارت معين وټاکل شو،  زما ښه په ياد دي،  چې  ډير وخت به يې په پښو پلي تګ کاوه، او خوښ نه و چې په کابل کې د معينت دنده په مخ يوسي، هغه داخوښوله چې په کندهار کې کاروکړي. موده وروسته د کندهار د پوهني رئيس وټاکل شو، ما هغه په کندهار او هلمند کې تر کابل ډير خوشحاله وليد، حال داچې په کابل کې د وزارت معين و او په کندهار کې رئيس.

په کندهار کې متوکل صاحب د هغه وخت  د بهرنيوچارو وزير،ملا عبدالحي مطمئن د کندهار د اطلاعاتو کلتور رئيس او د ملاصاحب وياند، جهانګيروال صاحب د لوي ملاصاحب په نظامي چارو کې سلاکار، او د متقي صاحب مشر ورورحاجي عبدالقادرخان د غرمي ډوډۍ وروسته غوښتل چې د جمعي لمانځه ته د کندهار-کابل او کندهار-بولدک دوه لاري سره جامع مسجد ته د جمعي لمانځه ته ولاړشي. هغوی وويل چې ټول به په يوه موټرکې ولاړشو. اړتيا نشته چې ډير موټران  راسره بوځو،  تر بحث وروسته يې د متقي صاحب د ورور يوسيټ لرونکي ډاډسن موټر خوښ کړ، هغوی ټول د موټر په باډۍ کې ولاړ او جامع مسجد ته دلمانځه لپاره ولاړل.

څومره عجيبه ده، د بهرنيوچارو د وزير په ګډون د لوړو دندو لرونکي کسان  داهوس نه کوي چې هر يو په ځانګړي موټر کي مسجد ته ولاړشي (مسجد نږدي دوه  کيلو متره لېري وه)، ټول په يوه خوله او په خوشحالي ښه ګڼي چې يو موټر وکاروي او په مينه يو دبل څنګ ته د ډاډسن په باډۍ کې ودريږي، داکوم عيب او دځان  لپاره عار نه ګڼي بلکه افتخاريې ګڼي او ځانونه د ټولني د نورو عادي وګړو په ډول حسابوي. بيا هم  سړي ويلای شي چې د مسلمانانو د خلافت وختونه سړي ته وريادوي.

مولوي حمدالله نعماني صاحب  د  لوړو زده کړو وزير و،   دانجنيري پوهنځي د محصل په سر يې ښايسته هندي لنګۍ وليدله (محصل له نعماني صاحب  سره دوخته پېژندګلوي درلودله)،  ويې ويل چې پلانيه: ستا په سر لنګۍ مې ډيره خوښه شوه،  محصل ورته وويل چې زما هم  خوښه ده، نعماني صاحب وويل چې ډير زيات خوند يې راکړ، که ماته يې راکړي چې په هرڅو دي اخستي وي هغومره پيسي به درکړم، خو  لنګۍ راکړه، محصل ورته وويل چې ترتا ماته ډير خوند راکوي، بيا ځل نعماني صاحب وويل چې ته ځان ته بله راوغواړه خو دا لنګۍ ماته راکړه، محصل وويل چې سمه ده داسي به وکړو چې  ماته پيسي راکړه تاته به بله نوي لنګۍ راوغواړم چې کله راورسيده دربه يې وړم خو دا لنګي نشم  درکولای.

څومره  عجيبه ده، د لوړو زده کړو وزير د لنګۍ غوښتنه د کابل پوهنتون له محصل څخه کوي، محصل يې غوښتنه نه مني،  لنګي دهغه له ډيرټينګار او پرله پسي غوښتني سره  سره نه ورکوي، خو بياهم  وزير داخبره  په ځان بده نه لګوي او په راتلونکي کې هم له محصل سره د پخوا په ډول چلند کوي، يواځي دومره ورته وايې چې ناځواني دي وکړه لنګۍ دي رانکړه. داډول حالت سړي بيا  هم  د کوم وخت عدل او انصاف ته بيايې.

کاشکي موږ  يوځل بيا دنعماني په  شان  عالم، پوه، زړه  سوانده،  صابر او د لوړ  فکر لرونکي وزيران پيداکړلای  شو.

مازيګرمهال و،  په حويلۍ کې دننه  واليبال  کيدي،  د مازيګر دلمانځه  اذان  وشو،  دلمانځه  لپاره ټول طالبان د  ودانۍ  دوهم پوړ ته  راوختل،  دلمانځه  لپاره  اقامت ويل کيدل په پېلېدو وه، چې متقي صاحب ترلاس ونيولم او  لاندي چمن  ته يې اشاره وکړه چيرته چې ټول محصلين  لاهم  په  واليبال بوخت وه،  داچې زه هم  د کابل پوهنتون  محصل وم، ويې ويل چې هغه لاندي ځوانان ويني څوک دي؟ هدف يې داو چې د پوهنتون محصلين دي او  د  لمانځه وخت دی خو دوی ټول لاندي په واليبال بوخت دي جماعت ته رانغلل.

دالله  کارونه دي،  سبا ورځ بيا هم  مازيګرمهال دی،  دمازيګراذان  وشو، موږ د  لمانځه  لپاره  ځانګړي شوي مسجد ته راغلو چې د ودانۍ په دوهم پوړ کې و، نن د پرون ورځ  برخلاف ټول محصلين (دکابل پوهنتون محصلين په حويلۍ کې له متقي صاحب سره اوسيدل، دلوګرولايت اوسيدونکي وه) د جماعت لمانځه  ته په وخت سره حاضروو،  بياهم  د اقامت د پېلېدو وخت و چې لاهم ټول د پرون ورځي طالبان په چمن کې په واليبال بوخت وه، متقي صاحب مې په ارامي سره  تر لاس ونيو،  او  د لويې ښيښي څخه  يې وکتل، ومې ويل چې هغه ويني،  څوک دي؟ هدف مې داوه  چې ټول طالبان دي چې واليبال کوي، او جماعت ته ندې راغلي، او برعکس د پوهنتون محصلين ټول جماعت ته راغلي دي.  متقي صاحب ددي په ځای چې خبره بده پري ولګيږي موسکا شو ويې ويل چې خپل وار نه  پريږدي. د وزير لپاره داډو ل خبره اوريدل او دهغه زغم بيا هم  ښيې چې د لوړ فکر، زغم او حوصلي لرونکی وو.

زه  به هروخت  فکرجن وم  چې ولي د طالبانو  مشرتابه  ملاسعددين  آخند  وزير ټاکلی دي، هغه د انکشاف دهات وزير وو، وروسته د کابل ښاروال او بيا د فوايد عامي وزير وټاکل شو.

له کابل څخه  کندهار  ته تلی،  په سفر کې زه  هم  ورسره ملګری شوم. دوه  نور دده ملګري  طالبان ورسره وو، د ژمي سړه هوا وه، واوره  زياته وريدلي وه، لاري له واورو څخه ډکي وي، د يخ باد لګيدو هوا زياته سړه کړي وه، کله چې موږ د ميدان  وردګو سيمي ته  ورسيدلو،ځای ځای به  خلک  د موټر  په انتظار ولاړ وه، سړک  واوري پوښلی وو، او  هوا سړه وه، ماسپښين مهال وو،  په هغه وختونو کې موټران د اوسمهال په ډول  زيات نه وو،  خلک چې به  ولاړ وو، ملاسعددين آخند  به چلوونکي ته وويل چې موټر ودروه او ولاړ سړی به  يې د موټر  سيټ ته  راوخيږاوه، يوځل کسان  ډير  شول، په سيټ کې له موږ سره نه ځايېدل، دوه  نفره  نور  هم په لار کې ولاړ وو، موټر يې ورته ودراوه، ملا  سعد دين آخند ورته وويل چې  په  سيټ کې ځای نلرو، او په باډۍ کې ډير يخ دی،  خوښه مو ده که انتظار کوئ کيدای شي بل موټر پيداشي او که  زموږ سره ځئ؟ دوه  نور لارويان  هم  موږ راسره کښينولي و، ولاړو کسانو چې زيات انتظار کښلي وو،  ويل يې يخ پرواه نلري که مهرباني وکړې او  درسره پورته مو کړي. کله چې هغه  دوه  کسان باډۍ ته ختل، ملاسعددين  آخند ورته وويل چې کله مو ډير يخ وشو، موټر و ټکوۍ موږ به ځای درسره بدل کړو تاسي به دننه سيټ ته راولو او موږ  دوه  ملګري به باډۍ ته وخيږو. زما  ډيرښه  ياد دي چې له  کابله ترکندهاره په سړک  له ولاړ هيڅ يو تن  څخه  ملاسعددين آخند موټر تير نکړ، هر ولاړ مسافر  ته به يې بريک  واهه او هغه به يې  د سړک په اوږدو کې دهغه له غوښتني سره سم کښته کاوه.

کندهار ته له  سفرکولو  وروسته  بيا هيڅکله زما سره داسوال په ذهن  کې راونه ګرځيدی چې ولي ملاسعددين آخند وزير ټاکل  شوی دی.

ملاعبدالصمد آخند  چې په ماليې وزارت کې د ګمرکاتو عمومي رئيس ،  په  طالبانو کې منل شوي او  د ښه نوم لرونکي شخص و، په لوړو چوکيو يې دنده  ترسره کړي وه،  دوه کاله مخکي کوم چا ليدلی وو، پلي روان وو،  ارزان بيه چمپل يې په پښو وو، کوچنی ځوی يې ترلاس نيولي وو،  دماشوم هم زاړه او  شکيدلي چمپل په پښو، ارزان بيه  او  زړي جامي د ماشوم  په تن وي، ملاعبدالصمد  آخند ويل چې کوچنۍ لورمې رنځوره  ده په روغتون کې بستر ده پوښتني ته  يې ورځم. ليدونکي کس وويل چې راسره ملګري مې وويل چې ملاعبدالصمد آخند د ارزان  بيه چمپلو د خرڅولو  کوچنۍ هټۍ لري ،  ډيري  زياتي اقتصادي ستونزي لري، خو  ډير صابر او متدين انسان دی.

وګورئ د ټول افغانستان  د ګمرکاتو  رئيس چې کله دنده پريږدي، له ډول ډول مالي او اقتصادي ستونزو سره لاس ګريوان  کيږي، او ديو باسيکل او يا موټرسايکل د اخستلو توان  نلري، د ښه جوړه بوټونو او ښه جوړي کاليو توان نلري. بياهم وايم  چې ددغسي انسانانو ليدل سړي د صحابه کرامو تاريخ او دوران ته بيايي. الله ”  دي دغو صابرو او په دين مېنو ته په دواړو دنياوو اجر ورکړي او الله ”  دي ددوي ستونزي حل او  د خوشحاله  ژوندڅښتنان  کړي.

وحيدمژده  وايې چې مولوي سيد محمد حقاني د بهرنيو چارو د وزارت معين وو، زه د  يوه  رسمي کار لپاره وليږل شوم، چې کله بيرته راستون  شوم،  سهار مهال ارګ ته دده استوګن  ځای ته ورغلم، هلته چې کښيناستلم،  د  سهار چاي څښلو  وخت و،  طالبانو  شني چاي په غټ تور چاي جوش کې راوړي، د پلاسټيک  په کڅوړه کې بوره د دسترخوان په منځ کې کيښودل شوه، وچه ډوډۍ وويشل شوه، وروسته دماښام د کتغ څخه  پاتي شوي لوبيا يې په کاسو کې راوړه.

ما په دسترخوان ناستو طالبانو ته وويل چې ولي هګۍ، شيدي او  مربا  د سهار چای سره نه خورۍ ددي پرځای چې د ماښام پاتي شوی کتغ خورۍ.

مژده صاحب وايې چې طالبانو پوښتنه وکړه چې دلته نږدي هګۍ، شيدي او  مربا  پيداکيږي، ما ورته وويل چې هو! ټولو شور ماشور جوړ کړ او حقاني صاحب ته يې ويل چې موږ ته به سهار مهال دغه شيان راوړل کيږي، حقاني صاحب وويل چې هګۍ، شيدي او  مربا خو پيسي غواړي، پيسي له کومه کيږي، زه خو دومره پيسي نلرم چې تاسي ته نوموړي شيان راوړم.  همدغه  ماښامنی کتغ مو ښه دی، دعا کوئ چې دغه  راباندي ونه دريږي.

مژده صاحب وايې چې زه  ډيرخفه شوم، چې خواران دومره غريب دي چې د سهار چای سره د نوموړو شيانو پيسي هم  نلري، خو چې کله له حقاني صاحب سره ځانته کښيناستم، د خپل سفر راپورمې وړاندې کړ، هغه  ډير خوشحاله شو، او ماته يې وويل چې  مفلسه خو  به نه يې،  پيسي لري کنه؟ ومې ويل چې هو، ځکه ما فکر کاوه  چې دوی د ډوډۍ پيسي نلري. حقاني صاحب په کوچني کاغذ اړوند کس ته وليکل چې مژده صاحب ته شل لکه افغانۍ ورکړه (شل لکه  افغانۍ په هغه وخت کې  ډيري زياتي پيسي وي، د دولت د رسمي کارکوونکي مياشتنۍ تنخوا  درې لکه افغانۍ وه).

حقاني صاحب ته مې وويل چې تاخو  طالبانو ته وويل چې پيسي نشته او  ماته دي شل لکه  افغانۍ وليکلې، هغه  موسکا شو، ويې ويل که په  شيدو، هګيو او  مربا اموخته شول،بيا اصراف کوي، بد اموخته کيږي، پيسي ډيري مصرف کوي، دامارت پيسي دي بايد  په سم  ډول مصرف شي او بې ځايه  مصرف نشي.

د ناټو  له يرغل وروسته د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې چې کله مشران طالبان ونيول شول، دهغوی دکورنيو د اقتصادي ستونزو څخه چې کله سړي خبر شي نو بيا پريکړه کولای شي چې داخلک د څومره سپيڅلي هدف او په څومره اخلاص سره راپورته شوي وو، د ملافاضل اخنداو ملانورالله  نوري د کورنيو حالت د هيريدو ندي، ملا فاضل آخند لوی درستيز وو  او ملا نورالله نوري د شمال زون تنظيمه رئيس او د  بلخ والي وو. خو ددوي له نيولو وروسته چې لاهم په ګوانتاناموکې د کفر  په بدترين زندان  کې سختي ورځي او شپي تيروي. ددوی له دومره لويو دندو او لوړو مالي امکاناتو په لاس کې لرلو سره سره ددوي کورنۍ دومره غريبي وي چې په ډير  ستونزمن ډول يې  دکورنۍ غړو د سهار او ماښام ډوډي د  لاس په په تڼاکو پيداکوله.

دغه ډول ډيري بېلګي شته،  د ليکني د اوږدوالي له  امله  په يادو شوو خاطرو بسنه  کوم، په راتلونکې کې به انشأالله د وخت او حالاتو په نظرکې نيولو سره د اوسني حکومت د ځينو وزيرانو ، واليانو او  لوړپوړو چارواکو د ژوند پخواني او  اوسني حالت وڅيړو، او د عدل او انصاف تله به لوستونکو ته په لاس ورکړو.

شبير احمد

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د