نظــر

په دولتي اداروکې له فساد سره دمبارزې په ضد مبارزه (4)

KARZAIڅلورمه برخه

ایا ولسمشر کرزی ریښتیاغواړي په خپل حکومت کې دفساد مخه ونیسي؟

نه! هیڅکله نه ! اصلاکرزی دافغانستان دلومړي مسؤل شخص په توګه هیڅ نه غواړي په خپلې فاسدې ادارې کې په واقعي توګه له موجود مالي فساد سره مبارزه وکړي اودهغه مخه ونیسي،   مخنیوی څه بلکې کوم کسان چې په یوه ډول نه یو ډول دفساد مخنیوی کوي دهغوئ په مخ کې خنډونه ایجادوي اوهغوئ شخصاپه خپل امر له دولتي دندو ګوښه کوي .

زمونږ د دې ادعا ښکاره ثبوت دتیرکال په اګست کې دولس مشرکرزي لخوا دلويې څارنوالۍ دمرستیال ښاغلي فضل احمد فقیریار ګوښه کول دي.

پروسږ کال ښاغلي فقیریار هغه وخت له خپلې دندې ګوښه کړل شو چی کله یې د کرزی د نیږدې کسانودمالي فساد په اړه ې پلټنې پیل کړي . ښاغلي فقیر یار هم له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره له دندې څخه دځان دګوښه کیدو لامل هغه پلټنې وبللې چې ده دکرزي دنیږدي ملګري محمد ضیا صالحی،  ۲۵ تنو وزیرانو،  ۱۷ تنو وکیلانو، ۵ والیانو او۳ سفیرانو دمالي فساد په اړه پیل کړې وي.

خو ددې په ځای چې ښاغلی کرزي دهغه مرسته کړی وای سمدستې یې نوموړی له دندې ګوښه کړ او دګوښه کیدو لامل یې دنوموړي دعمر زیاتوالی وباله . ماخذ 2011-05-27. http://www.surgar.net

له همدې امله نن دکرزي دادارې دکارکوونکو لخوا مالي فساد، رشوت اودعامه ملکیتونو چوراوتالان دومره زیات شوی چې دکابل ښار ټولې دولتي ځمکې، تفریحي پارکونه، عامه لارې حتی دمړیو هدیرې یې ټولې ولکه کړي او بیايې په ډالري قیمتونو په فروش رسولې،  دفساد دغه زیاتوالي په افغاني ټولنه کې نن بلکل دیوه فرهنګ بڼه غوره کړې چې هیڅ څوک یې په ترسره کولو دشرم، خجالت او ګناه احساس نه کوي .

همدا لامل دی چې نن له وزیره نیولې تر عادي مامور پوري،  له پوځي لورتبه افسرنه نیولې تر عادي وسله وال او پولیس پوري ټول په فساد اخته دي دولتي مال ورته غنیمت ښکاري اوپه هرڅه چې یې لاس بریږي صرفه ورباندې نه کوي .

دغه فاسد دولتي فاسدچارواکي په فسادکې بلکل داعتیاد حالت ته رسیدلي،  هغوئ دولتي شتمنۍ خرڅوي، دښاغلي عزیزالله لودین دوینا له مخې همدا اوس ډیرشمیر دولتي کسانو ددولتي املاکو په خرڅولو لاس پوري کړی.

دکورنیو چارو په وزیر بسم الله محمدي پوري تړليو افرادو په خیر خانې مینې کې دپنجصد فامیلې دمړیو مقبره ټوله لاندې کړه هره ورځ په کې په لسګونو قبرونه ورانوي او په سریې دغصب کورونه جوړوي.

دخیر خانې مینې په سر ددفاع وزارت اړوند ۳۱۵ فرقي ملکیتي ځمکه خو د هغې له دولتي تأسیساتوسره ټوله همداسې چورشوه او دډیرو کورونو داحاطې په منځ کې ددغې فرقي پخواني تخریب شوي ټانګونه او شوبلې له ورایه لیدل کیږي .

دغومافیايي غلو په دولتي ځمکو داسې تالان ګډ کړی ته به وايي چې دځوځوماځوځو (یأجوج ومأجوج) بي مهاره لښکرې دي چې دځمکې سر یې ټول خلاص او اوس غواړي چې هسکې غونډۍ اوتپې هم قبضه کړي .

دغو مفسدو معتادانو دکابل ښار اکثره دولتي ځمکې،  تفریحي پارکونه حتی لوړې غونډۍ هم غصب کړي . له کوتل خیرخانې رانیولې ترتپه یي تلویزون،  اودکابل ښار خواشاټولې غونډۍ یې سره تقسیم او بیایې په ډالري قیمت لیلام کړي،  دشیرپور(شیرچور) دولتي ځمکي او هالته ددفاع وزارت اړوند تاسیسات او تاریخې قلعه خو پریږده چې شخصا دولس مشر کرزي درسمي فرمان له مخې په غلو او مافیايي داړه مارانو وویشل شوې.

په هرصورت : که ښاغلی کرزی وغواړي په صادقانه ډول دخپلې فاسدې اداري دفساد په خلاف مبارزه وکړي بلکل کولای شي هغه په اساني او کم وخت کې له منځه یوسي .

زه دخپلې دغې اعا دسپیناوي لپاره فقط د دو پیښې یادول اړین بولم :

لومړۍ پیښه داچې تیر کال غالبا دقاري احمد په نوم یوتن چې په کابل کې د وسله والو بریدونو په طراحي تورن او د افغانستان له خاورې هم بهر وتلی وو،  خودکرزي حکومت نوموړی شخص له بریدونو دوه ورځې وروسته دسعودي عربستان دتحقیقاتي ادارې په مرسته په جدې ښارکې ګرفتار او ملي امنیت ته يې لاس تړلی وسپارو چې ملي امنیت هم نوموړی ترهغو شکنجه کړ ترڅويې ترسختې شکجې لاندې ساه ورکړه .

دوهمه واقعه هم د تیرکال دحج په موسم کې پیښه شوه اوهغه داچې افغان اوبهرنیو امنیتي ځواکونو دحقاني شبکې دوه تنه مالي تمویلوونکي په داسې حال کې ونیول چې دهغوئ الوتکې له کابل هوايي ډګرنه دجدې په لوري خپله الوتنه پیل کړې او څه واټن یې هم وهلی وو،  خو دهوايي ډګر دچارواکوپه دستوریې الوتکې ته دبیرته راګرځیدو امر وشو او په هوايي ډګرکې له ښکته کید وروسته هماغه دوه تنه متهمین تري راښکته اوګرفتار کړل .

اوس خبره داده چې په پوځي اوامنیتي پیښو کې ښکیل کسان له بهرنیو هیوادونوڅخه په یوه ورځ اویايې هم په فضاکې دالوتکې دپرواز په مهال نیول کیږي اواړونده اداروته دبعدي اجرا آتو لپاره سپارل کیږي،  خو په مالي فسادکې ښکیل کسان هم دهیواد په دننه او هم دهیواد په بهرکې ازاد ګرځي او ترهيڅ ډول ترتعقیب لاندې نه نیول کیږي .

سره له دې چې ښاغلي کرزي دبون په دوهم کانفرانس کې نړیوالې ټولنې ته په خپل حکومت کې دقانون پلي کولو، شفافیت او فساد له منځه وړلو وعدې ورکړي،  خو دافغانستان روانو بحراني شرایطوته په کتو سره داسې مالومیږي چې ښاغلي کرزی به لکه دتیر په څیر په دغو ژمنوکې هم پاتي راځي او په دغه پاتې دوه کلنې دورې کې به اداري، مالي او اخلاقي فساد دتیرلسوکلونو په پرتله څوچنده زیاتیږي ؛ ځکه په نظام کې مفسد عناصر او مافیايي شبکې راتلونکی ۲۰۱۴ کال دیرغلګرو ځواکونو ترسیوري لاندې په افغانستان کې دخپل موجودیت وروستی کال بولی نو چې څومره یې وس کیږي په دغه موده کې به دخپل ځان په ګټه تروروستۍ کچې دمالونو او ملکیتونو په چورولو او غلا کولو کې کوښښ کوي.

په دې لیکنې کې چې دفساد په اړه کوم ارقام وړاندې شوي هغه دمشت نمونه يي خروار په توګه یواځې دمالي فساد(غلا) په اړه دي، هغه هم په دومره محدوده اندازه چې له سلو څخه یوفیصد فساد هم نشي احتواکولای .

دولسمشر کرزي په اداره کې خبره یواځې په مالي فساد نه ختمیږي بلکې اداري، اخلاقي، کلتوري اوفرهنګي بي مهاره فسادات نور هغه ناورینونه دی چې دامریکایي اشغال ترسیوري لاندې فاسدې ادارې له برکته دافغانانو په برخه شوی .

دمخدره توکو زیاتوالی،  په بشري حقونو ښکاره تیری،  دهیواد ملي حاکمیت له منځه تلل اوځمکنی استقلال یې ترپښو لاندې کیدل نورهغه افتونه دي چې دترقۍ او ددیموکراسۍ ترعنوان لاندې د دغې بیواکې ادارې دحامیانو له لوري په مظلوم افغان ولس تپل شوي.

د دغو مفسدینو په وړاندې دبانفوذه شخصیتونو اوعامو افغانانو مسؤلیت .

فساد یوه اجتماعي ستونزه او دهغه ناوړه اغیزې په ټولنې کې دساري امراضو په توګه سرایت کوي .

که نن دکرزي دفاسدې ادارې دفساد له امله دغه ناوړه پدیده په یوه فرهنګ بدله شوې دا په راتلونکي کې زمونږ دټولنې لپاره ډیر خطرناک عواقب لري .

څو ورځې مخکې دکابل ښار دیوه واده په یوه مجلس کې دشراب څښلو له امله زمونږ ۸ تنه ځوانان مړه او په لسګونو نور په صحي ستونزو اخته شول،  که نن مونږه دفساد ددغې اجتماعي ناروغۍ مخه ونه نیسو نو په راتلونکې کې مو ښايي دهیواد ډیر ځوانان په غلا، قتل، شراب څښلو او نورو داشاني مشکلاتو اخته شي .

د دغو (۷) تنوکابلي ځوانانو فاجعه امیزه مرګ خو یواځې داخلاقي فساد یوه بیلګه ده خو دهغه ترڅنګ مالي،  اداري، سیاسي اوفرهنګي فساد هریو په خپل مجال کې داسې ناورینونه زیږولای شي .

لهذا باید هر مسؤل شخص دخپل توان په اندازه ددغې ټولنیزې ستونزې په مخنیوي کې کوښښ وکړي .

دغه مسؤلیت په لومړي سرکې لیکوالانو، اجتماعي شخصیتنو او نورو ولسي متنفذینو ته متوجه دی، کاشکي هغوئ هر یو دخپل افغاني اواخلاقي مسؤلیت له مخې دهمت ملا وتړي او هریو دخپل توان په اندازه په خپل هیواد او ولس باندې ددغو تپل شویو فجائعو په مخنیوي اوپه تیره دقلم څښتنان یې دلیکلو په اړه اقدام وکړي څومره په ځای کار به وي ترڅو دافغان ولس راتلونکو نسلونوته دیو ویشتمې پیړۍ د عدل او دیموکراسي علمبر دارانو (امریکایانو ) دغه ناروا کړنې اودقانون اوحکومت ترنامه لاندې دترسره شويو جنایاتوراټول شوي معلومات دامانت په توګه خوندي کړي .

که کله څښتن تعالی دخپل فضل اورحم له مخې وغواړي چې دهیواد اداري چارې دهیواد مخلصو چارواکوته وسپارل شي بیا به دهمدغو ترتیب کړل شویو مستندو معلوماتو له مخې له ټولو مفسدینو سره محاسبه کیږي او هغوئ به دخپلو شومو اعمالو په جزارسول کیږي ان شاء الله .

دهمداسې یوې ورځې درارسیدو په هیله

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x